-
د کراچی که چاه بهار بندر؟
دوشنبه 31 تیرماه سال 1387 11:43
مامون واک لیکنه د کلید اوونیزی د کراچی که چاه بهار بندر؟ افغانستان د خپل اقتصاد او نورو سکټورونو پیاوړی کولو لپاره عایداتی سرچینو ته زیاته اړتیا لری. د اقتصادی پرمختیا لپاره د مناقلاتی لارو، اقتصادی بیخ بنسټونو او د سوداګرۍ لپاره مناسبو او محفوظو کانالونو جوړول، تر ټولو ستر اصل ګڼل کیږی. افغانستان د دی وړتیا لری چې د...
-
په یوه کال کې افغانستان=امریکا
سهشنبه 11 تیرماه سال 1387 13:48
افغانستان کولای شی په یوه کال کې امریکا سره یو شان شی! نه یې منئ؟ هو دا د امکان وړ خبره ده، هغه داسی: د افغانستان ټول جهادی رهبران او د هغوی پلویان سره راغونډ کړی او امریکا ته یې ولیږی او د امریکا ولس افغانستان ته راوړی. نو په یوه کال کې به دغه جهادی رهبران امریکا دومره ورانه کړی چې د افغانستان په شان یو ویجاړ هیواد...
-
د افغانۍ د ارزښت لوړوالی د هیواد د اقتصاد په ګټه دی
سهشنبه 14 خردادماه سال 1387 16:23
مامون واک لیکنه د کلید اوونیزی څخه د افغانۍ د ارزښت لوړوالی د هیواد د اقتصاد په ګټه دی د اسعارو د تبادلی بازارونه د نړۍ تر ټولو مصروفو بازارونو څخه شمیرل کیږی چې د ورځی د میلیارډونو امریکایی ډالرو په اندازه پېسی پدې بازارونو کې تبادله کیږی. د اسعارو نرخونه د یوبل په وړاندی بیلابیل وی او د دغو نرخونو د توپیر څخه مالی...
-
اوس ورته خانده
یکشنبه 5 خردادماه سال 1387 14:10
د ۱۱ سپټمبر له واقعی څخه وروسته دا څرګنده نه وه چې اسامه بن لادن مړ دی که ژوندی. اسامه ددی لپاره چې د خلکو او د امریکا د ولس مشر جورج بش دغه شک لیری کړی نو په لاس یې ورته خط ولیک ( کله چې بش دده لیک ووینی نو پوه به شی چې سړی ژوندی دی). په خط کې لیکل شوی وه چې: 370HSSV 0773H ، بش پوه نه شو چې له دی نه مقصد څه دی....
-
اوښکی
سهشنبه 30 بهمنماه سال 1386 14:51
اوښکی څه تودې تروې اوبه دی د ګریوان په لور بهیږی ابدی سکون ته درومی له ژوندۍ سترګی بیلیږی له هر څاڅکی سره مله وی د مرموز جهان ږغونه پر آشنا لارو ور اخلی نا بلده قدمونه د کمزوری دنیا ژبه د قدرت پښو ته ورلویږی د احساس بیده نغمه ده په باڼو ږغول کیږی دا شریکه ګونګۍ ژبه هرې سترګی ته اشنا ده دا د هرې مینی کور دی دا د هر...
-
بیی ټیټی شوی!
سهشنبه 9 بهمنماه سال 1386 08:57
بیی ټیټی شوی! د ماشومانو بیی له ۲۰۰۰ اف څخه په هرات کې، ۵۰۰ اف ته په کندز کې ټیټی شوی. هر ژمی خلک له یخنۍ مړی وروسته بیا دولت له خوبه پاڅی او ډیر کم کار ورته کوی. - وروسته له ګوزه چارزانو کیناستل. - کاڼه ته ډول مه وهه، ړانده ته نڅیږه مه. - حیا ورکه شوه او شرم غره ته وخوت. (احساس هم مړ شو)
-
په افغانستان کې د خلکو هیلی
چهارشنبه 5 دیماه سال 1386 15:18
په افغانستان کې د خلکو هیلی بازار ته د تګ حوصله او جرئت، ځکه ژوند انتهاریانو نور هم بې اعتباره کړی دی. په دولتی ادارو کې د رشوت خورانو سره د مخامخ کیدو لپاره زیاته حوصله او ګرم جیب. د غلو پولیسو او ترافیکو له سایې څخه لیری والی ځکه هغوی د شرافت او انسانیت په نامه څه نه پیژنی. د بریښنا د نشتوالی له امله په تیاره کې د...
-
په افغانستان کی د خوراکی توکو د بیو جګ ګراف
شنبه 24 آذرماه سال 1386 15:29
په افغانستان کی د خوراکی توکو د بیو جګ ګراف د خوراکی توکو بیې زیاتې جګې تللی دی د کم عاید لرونکو کسانو لاسونه د ځینو توکو رانیولو ته نه رسی. عادی مصرف کوونکی د قیمتونو د اوچتې کچې څخه په ویره کې دی ځکه د قیمتونو د لوړیدو سره سره د دوی معاشونو کې هیڅ زیاتوالی نه دی راغلی. نو ویلای شوو چې ددوی معاشونه کم شوی دی، ځکه د...
-
خوټی وهم
دوشنبه 14 آبانماه سال 1386 09:13
خوټی وهم د عشق او مینی پدې ستر جهان کې خوټی وهم دې پیسه خور او بې وفا جانان کې خوټی وهم ماته هر وخت وایی چې ځان پورې بم وتړه څه لیونی یمه، چې خپله ځان کې خوټی وهم ددې خبری پخلی بش سپینی ماڼۍ کې کړئ چې یو ایران جوړ دی په جوړ ایران کې خوټی وهم چې می وطن ساتلی نشی چې می سر نه ساتی زه د ملی اردو په داسی ځوان کې خوټی وهم...
-
د مـور چـل ځـوانـه
پنجشنبه 3 آبانماه سال 1386 09:24
عبدلباری جهانی د مـور چـل ځـوانـه ځوانه دا څوک یـې چی ګولۍ اوروې د خـپـل نـیـکـه او د ابـا پـر کلی دې هدیره کی دی خپلوان پراته دی څوک یـې پرون څوک یـې پخوا ویشتلی بـیـا غاړه کـۍ د مــردکـیـو ډکه بـیـا دی اوږې له راکـټـونـو درنې بـیا د اهـاړ تـږی مـورچل تـه درومی بـیا دی پـر ستـړی مخ را ماتی خولې بـیا لـکه بـاز پـر...
-
ملی سرود خو هم یو داستان لری
دوشنبه 16 مهرماه سال 1386 12:05
ملی سرود خو هم یو داستان لری د کال ٢٠٠٢ د اپرېل د میاشتې په شاوخوا کې مې د افغانستان د جمهوریس جلالتمآب حامد کرزی په غوښتنه د ملی سرود متن ترتیب کړ، او له ده څخه مې د ملاقات غوښتنه وکړه. جمهوریس کرزی د خپلې همېشنۍ مهربانۍ سره سم په هغه ورځ د ملاقات وخت راکړ ، او کله چې د هغوی دفتر ته ورغلم نو تصادفا درې تنه نور پښتانه...
-
په افغانستان کی د غالیو صنعت
پنجشنبه 12 مهرماه سال 1386 12:04
په افغانستان کې د غالیو بازار ، ګواښونه او فرصتونه د غالیو صنعت د افغانستان له دودیزو صنعتونو څخه دی، په هیواد کې د کلونو جګړو سره سره د غالیو اوبدلو مهارت او کاری ځواک اوس هم په افغانستان کې په موثره توګه شته. د غالیو سکټور د هیواد په سوداګرۍ کې یو مهم رول لوبولای شی او د صادراتو زیاتوالی لپاره یو مهم تولید بلل کیږی....
-
نباتی تیل Biofuels
چهارشنبه 28 شهریورماه سال 1386 11:22
نباتی تیل یا Biofuels - هو که نه؟ نباتی تیل د حبوبات، ګڼی او د غوړو دانو څخه جوړیږی. دغه تیل ورځ په ورځ شهرت مومی ځکه هیوادونه غواړی چې خپل تکیه د فوسیل په تیلو کمه، او خپل د اړتیا تیل د زراعتی تیلو لخوا پوره کړی. همداراز د کاربن نشر کم کړی او زراعتی عایدات اوچت یوسی. د نباتی تیلو عام ډولونه لاندی لیکل شوی دی: ۱....
-
خوشالی
یکشنبه 31 تیرماه سال 1386 15:56
ولی دومره خفه یې؟ چې پوهنتون پای ته ورسوم بیا به ژوند سُر واخلی. پوهنتون دی پای ته ورساوه، اوس ولی خوشاله نه یې؟ بیا د څه انتظار کوی؟ چې واده وکړم بیا به ژوند ښه شی. بیا هم د خوشالۍ په انتظار کې یې، اوس څه خبره ده؟ چې ماشوم می پېدا شی بیا به می ساعت ورسره تیر وی او خوشاله به یم. بیا هم د خوښۍ انتظار کې. بس یو ځلى چې،...
-
بیچاره مور
پنجشنبه 7 تیرماه سال 1386 12:07
لیکنه: احمد حکمت ژباړه: مامون چخانسوری بېچاره مور دا کیسه لکه د مینی کیسى چې د پسرلی په یوې شپې کې نرم باد د ونو او ګلبوټو پاڼی نڅوی او په ښکلی بوی یې فضا نوره هم خوندوره کوی، نه پېلیږی. بلکه دا کیسه په یوه داسی شپه کې چې د توپان زورور باد چلیږی او واوره په هوا کې دیخوا او هاخوا ته پرویی، او هوا دومره سړه ده چې شیان...
-
ګیدړه او لیوه
چهارشنبه 30 خردادماه سال 1386 12:10
لیکنه: هنری کان ژباړه: مامون چخانسوری ګیدړه او لیوه تجربه کار او د پوخ عمر ګیدړې د لیوه د ساده لوحه زوی سره انډیوالی اچولى وه. دوی په سحراوو او ځنګلونو کې ګرځیدله، او د خپل پوهی په اندازه یې د شاوخوا شیانو د څرنګوالی او ماهیت په هکله خبری اتری کولى. د لیوه زوی چې تازه د خپل مور اړخ څخه لیرى شوى وو، د ژوند لوړو ژورو...
-
پلار او ماشوم ساتنه
یکشنبه 6 خردادماه سال 1386 13:36
کله چی پلار ته وویل شی ماشوم وساتی!
-
ماموری ټپی
پنجشنبه 27 اردیبهشتماه سال 1386 13:31
د یوه نوی مامور عاشقی: که دی دیدن ته ډیر زړه کیږی ایکسل (excel) بهانه کړه یو پرسان وکه مینه ما ته په سترګو کی حال وایه په شعبه کی خلک ډیر دی پوه به شینه ته که غوصه کوی خو حسن لری دا پیاده ګان دی غوصه ولی کوی صنمه په شعبه کی ماته را نږدی یی د سپینی خولی خیرات دی د رییس شعبی ته ځینه خدای می دا ستا د لاس دستکول که چی دا...
-
متلوال سره مرکه
شنبه 8 اردیبهشتماه سال 1386 16:25
ښاغلی متلوال سره مرکه ښاغلی متلوال اکثری خبری په متل کوی. نن د متلوال سره د ثور د ۸ نیټی په هکله خبری اتری کوو. غوږ شئ! انډیوال: ښاغلى متلوال ښه راغلاست متلوال: مننه، که انډیوال یې که نه یې مجبوره یم چې انډیوال درته ووایم ځکه نوم دی انډیوال دى. انډیوال: وی موری، دا څه بلا دى. په هره توګه. د ثور په ۸ جهادی مشران د...
-
[ بدون عنوان ]
چهارشنبه 5 اردیبهشتماه سال 1386 21:45
امریکا غواړی چې چین خپل د پیسو په ارزش کې اصلاحات راوړی د چین سره د امریکا او اروپا اتحادۍ تر منځ سوداګریزی ستونزه دوام لری. چین خپل د پولی سیاست څخه په استفاده خپل د اجناسو نرخونه د نور نړۍ لپاره ارزانه ساتی تر څو صادرات یې زیات وی. چین د یوان ارزش د آزاد مارکیټ په اساس نه ټاکی بلکه مرکزی بانک یې ټاکی، او خپل د پیسو...