انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

هغه خرک او درک

 

هغه خرک او درک   

 

په میلیونونو بیګناه کسان ووژل شول، میلیون کسان معیوب او محتاج شول، په میلیونونو کډوال او آواره شول، د هیواد روڼ اندی طبقه تقریبا له منځه ولاړه، میلیون کسان بی سواد پاته شوه، پوهنتونونه او ښوونځۍ خالی شوی، تضاد خپل اوج ته ورسید، د خلکو کورونو او جایدادونه چور شول، بی ناموسۍ وشوی، هیواد ټوټی ټوټی او هره ټوټه یې پر اجنبیانو خرڅ شو، د هیواد بیخ بنسټ (پلونه، لوی لاری...) او اقتصاد وران شو...، که څوک خپل سترګی خلاصی کړی او  د  هیواد ګوټ ګوټ ته نظر وکړی نو دغه هر یو ناروین به په خپلو سترګو ووینی.   

 

دا جوته ده چې پورتنی ناورینونه د کورنی جګړی له امله رامنځه شول ( که څه هم زموږ هیواد مخکی هم آرام نه وو خو دومره ناورینونه یې په یوه وخت کې نه وه لیدلی) او کورنی جګړه د محترمو مجاهدین صاحبانو ( مسعود، سیاف، ربانی، مزاری، محقق، قانونی، فهیم، ګلبدین، دوستم...) له برکته او د څوکۍ پر سره د جګړی له امله رامنځته شوه.   

 

کله چې په هیواد کې د طالبانو د راتګ ګڼګوسی پیل شوی، خلک ډیر خوشاله وه ځکه دوی د کورنی جګړی او مجاهدین صاحبانو له لاسه پزی ته رسیدلی وه. خو کله چې طالبان راغلل نو هغوی هم د هیواد خلک له زیاتو ستونزو سره مخ کړل. د طالبانو رژیم هم د امریکایانو په زور ړنګ شو.   

 

آیا تاسو له اوسنی دولت څخه کومه مثبته توقع لری؟ آیا تاسو وایاست چې دولت باید فلانه او فلانه کار کړی وای او و یې نه کړ؟ اکثره وخت دا خبری راته مسخره ښکاری. هغه ځکه چې بیرته هماغه مجاهدین صاحبان پر قدرت دی؛ وزارتونه، پارلمان، والیان اکثره دوی دی، کله چې دوی د کورنی جګړی، چور، قتلونه... عاملین دی نو، آیا د دوی څخه د کوم ښه کار توقع څرنګه وکړو. بیرته هماغه خرک او هماغه درک شو.   

 

امریکا او د دموکراسی پلویانو بیرته دغه کسان، چې باید محاکمه شوی وای، د قدرت پر څوکی کینول او دا قصابان مظلوم ملت یو ځل بیا له زرو ستونزو سره مخ کړی دی. خلکو فکر کاوه او له عادی حالت نه یې زیاته تمه درلوده چی، د امریکایانو په راتګ سره به په څو کلونو کې هیواد ګل او ګلزار شی خو کرار کرار د خلکو دغه هیلی په نهیلۍ بدلی شوی.    

 

امریکا بیرته هماغه کسانو (مجاهدین، خصوصا شمالی ټلواله) ته قدرت ورکړ چې افغانستان یې مطلقا په یوه کنډواله بدل کړی وو، چې د دوی د تور دوران له امله طالبان رامنځ ته شوه. له بل پلوه بیا ځینی کار پوهان وایی چې امریکا ښه پوهیږی چې دا کسان جنګی مجرمین دی خو اوس د دوی د محاکمی وخت ندی دا یوه اوږد مهال پروسه ده، په لومړی کې باید له دغو کسانو سره تفاهم شوی وای که نه نو هیواد کې بیرته ګډوډی رامنځه کیدله.    

 

خو دلته داسی سوال پیدا کیږی چې، آیا په هیواد کې اوس ګډوډی نشته؟ آیا مجاهدین د طالبان د رژیم د ړنګیدو په وخت کې دومره قوی وه چې بیا یې په هیواد کې ګډوډی رامنځته کولای شول او آیا کوم نور کسان نه ول چې حکومت ورته ورکړل شی؟

نظرات 2 + ارسال نظر
اتل شنبه 24 اسفند‌ماه سال 1387 ساعت 11:48 ق.ظ http://www.wagma.blogsky.com

ګرانه انډیواله سلام،
له زیاتې مودې وروسته دې یو وار بیا پیښه وکړه. لیکنه دې ښکلې وه. کله نا کله همداسې زحمت ګاله او داسې لیکنې کوه چې تنده مو پرې ماته شی.
بریالی او کامیاب اوسې.
اتل

توریالی امین دوشنبه 3 فروردین‌ماه سال 1388 ساعت 11:17 ق.ظ

گرانه مامون خانه!
خدای دی وکری چی جور او روغ اوسی. زما او ستا د تجارت به اره خه معلومات لری.
ایا اوس هم به مریخ کی د شنو نصوارو مینه وال سته او که هغوی هم اوس خبل عادت ته تغیر ورکری او د نصوارو بر خای سیگریت خکوی.

ستا د کامیابی به هیله.

برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد