انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

یو بندی احساس


 یو بندی احساس

نوم یې پښتون


غوسه او خپه

 بی وسه،

لکه یو قیدی د زندان په کنج کې

پر کوناټو ناست،

وروڼونه پر ځیګر مښتی،

لاسونه تر پښو راتاو،

سر پورته کړی،

لوړ وګوری:


څیری کې مایوسی

سترګو کې غوسه

چپه خوله

ډک زړه

ژور ټپونه

سوځیدلی خیالونه


ځان یې تقدیر ته سپارلی

ته وا ماته یې منلی

پر ځان شکی

ځانته خشمیدلی


سرچپه حالت

ناروغۍ یې له طبیبه

اکسیجن یې نفس تنګ کړی

آزادۍ تړلی


له نورو نه څه ګیله...

خو،

 خپل دښمن یې موندلی

غلیم ته مخامخ په قار ګوری

مخ ته یې هنداره ...


هیله، 

خلاصون؛

په نړۍ کې نه،

 ځان کې بدلون