انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

یو جهادی طنز


یو زوړ سور هونډا موټر سایکل باندی سپور، د زمان خان کلا یوی تنګی کوڅی څخه راووت. بور کمیس باندی یې توره سدرۍ اغوستی وه. پیښوری چپلۍ یې په پښو وی. خور یې تازه واده شوی وه. هغی ګیله کوله چې ورونه یې ورباندی پوښتنه نه کوی. فرهاد  دری ورځی مخکی د خپل خور کره راغلی و. کابل کې د تنظیمی جګړو وخت و. حزب اسلامی به د نادر خان تپی څخه پر مکروریانو باندی راکټونو فیرول او د مکروریانو څخه به جنبش او شورای نظار د نادر خان تپی او زمان خان کلا په لور ټکان کول. فرهاد ناچاره دری شپی د خور کور کې بند پاته شو. د کور د مشرۍ مسوولیت یې پر غاړه او د کورنۍ اندیښنه ورسره وه. نن ماسپښین چې ټکان کم وه،  زړه نا زړه خپل کور ته رهی شو.


 د زړو  او دریم مکروریانو تر منځ پل باندی د جنبش د یوی پوستی دریو مسلح کسانو ودروی. د پوستی مخ ته څلور سره ناستو کسانو فرهاد ته بد بد کتل. د پوستی دیوال په مرمیو سوری سوری وو، څو راکټه او کلاشینکوفه ورباندی تکیه وه. پوستی کې دننه دریو کسانو په خپل منځونو کې خبری کول او د کړکۍ څخه یې فرهاد ته په شکمنو سترګو کتل.


د فرهاد رنګ زیړ شو لکه چې وینه یې راوباسی. زړه یې ژر ژر دړبیدی. 


یوه جهادی ناره کړه:


- کته شه! دلته راشه!


 فرهاد موټر سیکل پر جیک ودروی او د عسکر خواته رهی شو. ګامونه یې سست وه، لاس او پښی یې ریژدیدل. جهادی په غبرګو سترګو او تریو تندی ورته کتل. هغه خپل سګریټ  وغورزوی، په خاورو ککړ عسکری بوټ  یې مړ کړ او په مسکا د موټر سیکل خوا ته روان شو. پر موټر سیکل سپور د پل تر پایه لاړ، راوګرځید، د فرهاد اړخ ته ودرید او دری څلور واره یې ریز ورکړ. فرهاد ته یې وویل: 


- دا موټر سیکل په څو رانیسی؟


- صیب، غریب سړی یم. زړه مور او واړه ورونه می دی. پریږده چې لاړ شم. 


- ځه ولاړ شه!  


- صیب، زما موټر سیکل؟


- اوس په مفته خلک سلام ته علیک هم نه وایی. پیسی دی راکړه، موټر سایکل واخله.


هغه له جیبه زاړه صدیان او پنځوسیان وایستل، چې غوښتل و یې شمیری، جهادی یې له  لاسه غیچ کړه.  ورته یې اخطار ورکړ چې ښور دی نه خوری او ټوله جیبونه یې  ورڅخه خالی کړه.  ورته یې وویل: 


- اوس ځه!


- صیب زما موټر سیکل؟


- ځه ورک شه. که دی بله خبره وکړه ځای پرځای دی ضربه کوم. ځه، مارش! مارش!


فرهاد چابک روان شو. فکر یې کوی چې اوس به ورباندی ډزی وکړی.  راځه منډه کړه - نه، ته خو تر مرمۍ تیز نه یې. بله چاره نسته سر دی ټیټ او ژر ژر ګامونه اخله. 


  چې له پوستی نه لیری شو، د یوی اوږدی ساه وروسته یې ځان سره یې وویل:


 خیر دی چې موټر سیکل یې واخیست، بلا دی پسی شی.  زه خو ژوندی یم. 


 دریم مکروریان په منځ کې روان وو. د  ټک و ټوک غږونه اوریدل کیدل. د پخوا په شان ګڼه ګوڼه او د ماشومانو شورماشور نه وو، یوه ویرونکی چپتیا وه. د بلاکونو څخه  چې تیر شو، څلورم مکروریانو ته نږدی د شورای نظار یوی پوستی ودروی.


- نوم دی څه دی؟ د کوم ځای راځی؟


 شونډان او حلق یې وچ وو، ناړی یې تیری کړی او په ریژدیدلی غږ یې ځواب ورکړ:


- نوم می فرهاد دی. خور می د زمان خان کلا کې اوسیږی هغه زیاته ناروغه وه، یو څه دوا می ورته وړی وه. شپاړلسم بلاک کې می کور دی. د همدی سیمی سړی یم. کور ته روان یم.  


 جهادی نږدی شو، ورته یې وویل:


-  هر څه چې لری رایې کړه.


-  هر څه چې می درلودل د زړو مکروریانو د پل پر سره پوستی  راڅخه واخیستل. که یې نه منی تلاشی می کړی.  



جیبونه یې خالی وه. جهادی په غوسه شو، لاس یې پورته کړ او په خپل ټول توان یې کلکه څپیړه ورکړه - شرررللق.


 - شرم وکه لوی سړی یې، یوه روپی هم په جیب کې نه لری. ځه ورک شه!


سر یې وګرځید، سترګو یې اوښکی وکړی، لاس یې پر مخ وینو او بی له ځنډه یې حرکت وکړ. شا ته یې  نه کتل، ژر ژر روان وو. نرم شمال یې پر مخ ولګید ځان سره موسکی شو چې:


 - یوه څپیړه  دی بلا واخلی. بی رحمه خلک دی. شکر چې ژوندی یم. 


مامون چخانسوری 

دا مو حال دی چې نه چاغیږو


دا مو حال دی چې نه چاغیږو


کله چې په امریکا کې د یوی وړی کلیسا مشر، ټیری جونز، د سپټمبر پر ۱۱مه د قرآن سوځونی ګواښ وکړ، د نړۍ اکثره مسلمانان یې-  په ځانګړی توګه د افغانستان خلک چې د همداسو خبرو پر وړاندی پر ماشه دی- په شور کړل.  خو وروسته بیا د هر لامله چې وو، ټیری، د خپل خبری څخه واوښت او ویې ویل: « زه به هیڅکله قرآن و نه سوځوم!»


د همدی خبری څخه دوی-دری ورځی وروسته په هیواد کې د قرآن سوځونی پر خلاف لاریونونه وشول.


د خلکو شعارونه:


مرګ پر امریکا! قرآن دی و نه سوځول شی!... 


ټیری جونز وویل چې:  نه یې سوځوم!


 زموږ خلکو به ویل: و الله که یې وسوځوی!


 وروه کرار کینه هغه ویلی چې نه یې سوځوی. لانجه حل ده، نه یې سوځوی!


 بیا به خلکو ناره کړه: والله او بالله که یې وسوځی! 


 د همدی لاریونونو په پایله کې دوه کسه مړه او څو هم ټپیان شول. بل چا ته نه خو ځانونو ته مو تاوان واړوی.


*****


 دری که څلور کالونه مخکې په کابل کې آوازه خپره شوه چې سبا سهار وختی به په ښار کې زلزله کیږی. د آوازی سرچینه د مبایل میسیجونه وه. څه خبر چې چا به د کوم ځای څخه په کومی موخی داسی یو مسیسج چا ته لیږلی وو:

               

   « سبا د سهار په پنځه نیمو بجو په کابل کې زلزله کیږی، ښاریان دی خبر وی!»


همدا میسیج د یوه مبایل څخه بل ته او په همدی ډول د ښار ټوله خلک پری خبر شوه. هیوادوال خو بی له هغی نه هم په ویره کې ژوند کوی او دا یې هم لا بله.


سهار وختی د خلکو ساعتونه په زنګیدو شوه، خلک د زلزلی له ویری د خپل کورنو څخه بهر ووتل. د ځینو ماشومان په غیږه کې وه، ځینو بکسونه پر اوږی اچولی وه… خورا کش وو.


یو ځوان چې نه یې غوښتل بهر ووځی د خپل مور سره دعوه کوله. دی له کړکۍ څخه او مور یې بهر داسی سره ویل: 

مور - د خدای روی می دروړی را ووځه چې زلزله کیږی!


هلک - راشی کورته بده ده دا خلک به څه وایی! والله که می خو وباسی!


- خلک ټوله بهر وتلی. و می ویل چې را ووځه، سرکوزی! که نه والله که خپلی شیدی در وبخښم!

-  ستا تر شیدو خو ما د غوا شیدی ډیر څښلی دی! نه وځم.

- مه می لیونی کوه، را وځه که نه چیغی وهم!


بلی خوا ته به غلو ځان سره ویل: « خدای یې چې درکوی نه وایی د چا زوی یې» په همدی جنجال کې د څو کسانو کورنه هم غلا شوه.


بل ناچاره چې معتاد وو خپل ماشوم یې په زانګو کې د هیره وتلی وو؛ د شرابو دوه بوټله  تر بغلونو لاندی نیولی، په پټو کې پیچلی بهر راوتلی وو.


په راډیوګانو کې اعلانونه کیدل چې:  ښاریانو ستاسو څخه هیله کیږی چې خپلو کورونو ته ولاړ شی. د زلزلی په هکله وړاندی ویینه نه شی کیدای! لطفا بیرته خپلو کورونو ته ستانه شی!


خو خلکو به ویل:  نه، نه، که یو واری دا خبره ریښتیا شوه بیا! 


په دی کې هم شک نشته چې کوم چا به په ټوکو کې ویلی وی چې: یاره څه پکې وایی، که می په یوه میسیج د کابل خلک په شور کړه!


*****          

 د حضرت محمد هغه کارټون به مو په یاد وی چې یوه ډنمارکی ژورنالیست په ډنمارک کې خپور کړی وو. هغه وخت هم زموږ ویښ ملت لاریون وکړ. بیا مو ځانونو ته تاوان واړوی، څو کسه مړه او زیات شمیر ټپیان شول. د لاریون پر مهال ځینو داسی شعارونه ورکول:                                                                                              


 موږ د اسلام پر ستر پیغمبر ملنډی نشو زغملای! کارټونیست دی باید ووژل شی! 


                               مرګ پر بوش!       مرګ پر امریکا!

 

ټوکی



د جهاد لمړی ورځی شپی وی. جهادی مشران په خپله کوټه کې سره پراته وه چې یو ځل په بوټو کې د کوم شی غږ شو. یوه یې بل ته وویل: هلکانو ویښ شی چې خطر دی. ټولو خپل ټوپکان راواخیستل او بهر ووتل. په بوټو کې کوم شی دیخوا هاخوا حرکت کوی. دوی هم له ویری  د الله و اکبر ویلو سره ټکان پیل کړل. وروسته له څو شیبو څخه کرار کرار د بوټو خواته ولاړل. ګوری چې یو خر مړ پروت دی. د دوی عصاب خراپ شو، خپل ټوپکان یې وغورزول او ځانونه سره یې وویل چې: ځه بابا، دا جهاد نه دی دا ورور وژنه ده.


یو هندو مسلمان شو. د تشویق او ثواب لپاره دولت او خلکو ورته بیلابیلی تحفی ورکړی.  د نورو شیانو تر څنګ هندو د موټر او کور خاوند هم شو. د هندو قدر زیات شو آن دا چې د ده زاړه جامی هم خلکو خورده کړی. خپل یوه مسلمان ملګری ته یې وویل چې یاره مسلمانی خو سخته خوندوره ده. ملګری یې وویل: اوس خو ښه خوند درکوی زور به یې هغه وخت درته مالوم شی چې نیمه شپه دی د آرام خوب څخه راوپاڅوی او درته ووایی چې پاڅه پیشنمی دی!


یوه طالب کوم هندو بیچاره یوه ورځ د روژی په میاشت کې په خوړلو ولید. هندو بیچاره یې چپه کړ په لغتو او شلاقو یې واهه او ویل یې چې: په پټه روژه خوری، بی غیرته!

 هندو ناره کړه چې: وروره زه هندو یم.

طالب: نو چې هندو یې روژه نه نیسی! او وهلو ته یې دوام ورکړ.


ملا صیب د ویالی غاړی ته استنجا وهله چې ناڅاپه په اوبو کې ولوید. ویاله ژوره وه او ملا لامبو زده نه وه. ناری یې کړه: مرسته! مرسته! چې ډوب شوم.

یوه لاروی د ملا غږ واورید او په منډه د ویالی څنډی ته لاړ، ملا ته یې وویل چې: ملا صیب لاس دی راکړه! هله ژر سه، لاس دی راکړه!

خو ملا صیب ورته بد بد کتل او لاس یې ور نه کړ.

سړی بیا وویل چې: ملا صیب لاس دی راکړه!

 وروسته له یوی شیبی څخه یې وویل چې: ملا صیب لاس می واخله!

 د دی په اوریدلو سره ملا صیب خپل لاس اوږد کړ او له اوبو څخه و ایستل شو.


نوټ: ملا ته مه وایه چې راکړه ورته ووایه چې واخله!

پارلمان ته د کاندیدیدو فورمه



پارلمان ته د کاندیدیدو فورمه

 

۱- د کاندید نوم: ......................................................   



۲ـ سیاسی حزب: (لطفا یوازی د خپل وروستۍ پنځه حزبونو نومونه په ترتیب ولیکی.)  



۳- ستاسو انتخابی نښان څه دی؟   [       ]


الف: پرتوګاښ (چې پرتوګاښ نه وی غزت خوندی نه دی)

ب- ګډوه (ګډوه نه وی استنجا وهل ستونزمنه ده)

ج- کانډوم (د نفوس زیاتیدو مخنیوی)

د- زمری/ی (تر څو زه هم نور ښکار کړم)

ذ-  وچه ډوډی (خلک لوږی دی د ډوډۍ په لیدلو زما خواته راځی او زه به دوی ته د نانوایی لاره وښیم)

س- قفل ( نه پوهیږم ولی خو هسی ما ویل چې یو نوی شی وی!)

ش- چلم (چې هیڅ نه وی، خماریان خو به رایه راکړی)

ص- بل



۳ـ جنس: [   ]   


الف: نارینه  

ب: ښځینه

ج: خثنه   


  

۴ـ د څو هیوادونو لپاره مو چاپلوسی او جاسوۍ کړی ده: [   ]  


الف: ۲ تر ۳

ب: ۳ تر ۵

ج: حساب یې نه لرم، هر یو چې برابر شوی وو


        

۵ـ د وروستی حزب د پریښودلو لامل:  [     ] 


الف: خطا وتلم

ب: وشړل شوم

ج: بل حزب رانیولم

د: هیڅ یو

ر: ټول


 

۶ـ په ټاکنو کې د کاندیدیدو لامل ( یو یا څو ځوابه په نښه کړی): [                   ] 

 

     الف: پیسی لاسته راوړم

     ب:  د محکمه کیدو نه نجات ومومم

     ج: د قدرت نه سو‌‌ء استفاده وکړم

     د: خلک می وپیژنی

     ر: خلکو ته خدمت وکړم

    س: هیڅ نه پوهیږم انډیوالانو  راته وویل چې ځان کاندید کړم 


نوټ: که ستاسو ځواب ـ ر ـ وی نو د یوه روانشناس ډاکټر له خوا د خپل دماغی حالت د سموالی سرټیفیکټ راوړی!)  

  


۷ـ د ملت لپاره مو څو کاله خدمت کړی دی: [   ] 

 

          الف: له هغه ورځی چې پیدا شوی یم

          ب: ۱ تر ۵ کاله

         ج: ۵ تر ۱۰ کاله کیږی چې د ملت پیسی، کورونه او جایدادونه اخلم تر     څو په قدر یې پوه شی. کوم شی چې څوک له لاسه ورکړی بیا یې په قدر یې ښه پوهیږی.  

         د: ۱۰ تر ۳۰ کلونه کیږی چې خلک شهیدوم تر څو جنت ته لاړ شی

         ر: والله که می په یاد وی 


  

۸ـ لطفا خپل جرمی  او د رشوت سابقه  په ترتیب سره ولیکی ( که ځای کم وی نوری پاڼی ضمیمه کړی): 



۹ـ تاسو په کوم مالی تخلف او رشوت کې لاس لری؟  [  ]  

 

               الف: ولی نه

               ب: البته

              ج: مطلقا

              د: پدی کې بهرنی لاس وینم

              ر: نه غواړم ځواب ورکړم

ز: نه- موټر، کور، زیورات، او د زامنو مصارف په بهر کې، د پور په پیسی دی


  

۱۰ـ ستاسو کلنی عاید د فساد له لاری څومره دی؟ [   ]  


          الف: ۱۰۰۰۰۰ تر ۵۰۰۰۰۰ ډالره

          ب: ۵۰۰۰۰۰   تر  ۱۰۰۰۰۰۰ ډالره

          ج: بیخی زیات    

( لطفا خپل ټول ارقام له کلدار، تومان، یورو، پونډ او ډالر څخه په افغانۍ بدل کړی او لاندی یې ولیکی) ...........................  


 ۱۱- د خپل بریالیتوب ستراتیژ په نښه کړی.[       ]


الف: پیسی

ب: زور او ټوپک

ج: د قوماندانانو، والیانو، وزیرانو او قاچاقبرو سره ژمنی

د: درواغ

ذ: ټوله



۱۱ـ آیا تاسو د افغانستان د پرمختګ لپاره کوم پلان لری؟ [  ]   


         الف: نه

          ب:  نه

          ج:  نه    



۱۲ـ خپل لاسته راوړنی دلته ولیکی [ــــــــــــــــــــــــــــــــ] 



۱۳- که ځان د دویم ځل لپاره کاندیدوی ، په پارلمان کې د خپل تیری دوری لاسته راوړنی په نښه کړی.  [        ]


الف: د دوو موټرانو خاوند/خاونده شوم

ب: زوی می د درس لپاره بهر ته ولیږه

ج: په مکروریان/شیرچور یا بل ځای کې می ځانته کور رانیوه

د: د قوماندانانو او نورو کسانو سره ښه اشنا شوم

ذ: بهر ملکونو ته می سفرونه وکړه

ر: د خپل لمسی ژوند می لا هم تضمین کړ

س: ټوله



لاسلیک یا د ګوتی نشان     ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ    نیټه: ـــــــــــــــــــــــــــــــــ



 

 

  



امریکایی میډیا

بډو خان د نیویارک په کوڅو کې چکر واهه. ګوری چې یو کوټه او وحشی سپی د کومی ماشومی انجلۍ پسی  دی. سپی پر انجلۍ حمله کړه. بډو خان ور منډه کړه او  د سپی سره په جګړه شو. په یوه غټ لرګی یې سپی پر سر وواهه او انجلۍ یې وژغورل.


له هاخوا د انجلۍ مور په منډه راغله او بډوخان ته یې وویل:

- ډیره مننه چې زما ماشوم دی وژغوری. په ریشتیا چې ته نامی یې. سبا به ټول اخبار او مجلی ستا په هکله خبری وکړی. د اخبارو عنواین به وی. ‍ْ د نیویارک یو بهادر اوسیدونکی د یوه ماشوم ځان له وحشی سپی څخه وژغوری! ْ


بډو خان ورته وویل:

- زه د نیو یارک اوسیدونکی نه یم.


د ماشومی مور وویل:

- ښه، نو بیا به په اخبار کې داسی ولیکل شی چې:  یو بهادر امریکایی د یوه ماشوم ځان له وحشی سپی څخه وژغوری! 


- زه امریکایی هم نه یم.


- نو، ته له کوم ځای یې؟


- زه د افغانستان یم.


په سبا یې بډو خان د اخبار عنوانونه وینی چې پکی لیکلی:

یوه بنسټ پاله افغان یو امرکایی سپی وواژه!

ولسمشر مرضی او سپینی خبری (طنز)

 لیکونکی: انډیوال 

  ولسمشر مرضی او سپینی خبری  

 

د ټلیفون ګوښۍ په زنګیدو شوه. د شیعګانو د کومی ټولۍ مشر شریعتی صیب، چې د خپل ښځی او لورګانو سره یې جګړه کړی وه او عصاب یې خراب وو ولسمشر مرضی ته زنګ وواهه. شکایت یې درلود چې ښځه او کوچینان یې په خوله نه کوی او بی له دی نه چې له د څخه اجازه واخلی بهر ته د سودا لپاره ځی. همدا راز ښځه یې نخری کوی او  د د جنسی خواهشات هر وخت چې یې زړه وغواړی نه پوره کوی.   

 

ولسمشر مرضی چې د د عرض واورید ورته یې وویل:   

 

ښه، دا خو ډیر بد کار دی. مولوی صیب، امر وکه چې زه څه کولای شم؟  

 

شریعتی:  ګوره مرضی صیب خبره به سپینه کوو، ټولټاکنی هم نږدی دی زه غواړم د شریعت یو قانون پلی کړم بس ته به یې منی، که نه نو رایی به د لاسه ورکوی.  

 

مرضی: ها ها ها، عجیبه خبری کوی د شریعت قانون کې به زه څه ووایم  چې راته ورسیږی بیغمه اوسه په پټو سترګو به یې لاسلیک کړم. بس نو پاملرنه دی په ټاکنو کې غواړم. دا خو یو لاسلیک دی نور کارونه به هم درته وکړم. زه ستا ستونزه په پشپړه توګه درک کولای شم، ځکه زه هم ستا په حالت کې یم. 

 

شریعتی: هغه څنګه؟  

 

مرضی: زما میرمنی هم زما سره د اولاد پر سر جګړه کړی ده. هغه نه غواړی چې زما اولاد، زما وینه، زما بچی زما سره وخت تیر کړی. وایی که ستا سره وخت تیر کړی بیریږم چې درواغجن ترینه جوړ نه شی.  

 

شریعتی: الله دی ټول ښځی هدایت کړی.  

 

مرضی: آمین، پاک الله دی مل شه.  

 

ورورسته له څو ورځو مرضی ته قانون ورسید او خپل سکرټر ته یې وویل:  

 

 هلکه هغه قانون راوله چې لاسلیک یې کړم. دا خو کومه بده خبره نده. بس دومره چې ښځه له کوره بهر وزی باید اجازه واخلی او ځان د خپل میړه د جنسی خواهشاتو د ارضا لپاره چمتو کړی ځکه میړه یې زیات زیار باسی تر څو خپل کورنۍ ته نفقه راوړی. دومره حق خو لری نو.   

 

په بله ورځ د مرضی صیب ټلیفونونو ته زیات زنګونه د بیلابیل هیوادونو د بهرنیو وزیرانو او ولسمشرانو له خوا راتله. ټولو په مرضی صیب انتقاد کاوه چې موږ تاسو  سره د دی لپاره مرسته نه کوو چې د ښځو حقوق تر پښو لاندی کړی او پر خپل ښځو جنسی تیری وکړی.  

 

ولسمشر مرضی وارخطا شو او خپل مشاور ته یې وویل:  

 

 یاره دی خبری ته خو ما پام نه وو کړی. خو ځه ماته یې هم چل یاد دی سیاست یانی چال او فریب.  یو مطبوعاتی کنفرانس راوغواړه او خلکو ته ووایه چې موږ دی قانون ته د سره کتنه کوو. شریعتی ته به ووایم چې صبر دی وکړی. او یا به ورته ووایم چې د شریعتی د قوم څو ټوپکسالارانو ته به لوړی څوکۍ ورکړم او  ۱۰ ولسوالۍ به یې په ولایتونو بدل کړم. پوه سوی دی ته وایی سیاست او خپل مقام ساتل.  

 

دا موضوع همداسی پاته شوه. 

                                                     ×××××  

 

د مرضی سکرټر: محترم ولسمشر صیب، ځینی کاندیدان غواړی چې ستاسو سره په سیاسی مناظری کې ګډون وکړی او تاسو ته یې چیلینج هم درکړی دی.  

 

مرضی: ما ته یې چلینج راکړی دی! مطبوعاتو ته ووایه چې مرضی صیب حاضر دی او هر وخت چې وغواړی حاضریدلای شی.  

 

وروسته له څو اونیو...  

 

د ولسمشر سکرټر: مرضی صیب د سیاسی مناظری وخت رارسیدلی دی. تاسو چمتو یاست؟   

 

مرضی: کومه سیاسی مناظره، ځه بابا ما یوه خبره وکړه خلک یې څومره ټینګ نیسی. یاره اوس څه وکړم؟  

 

د ولسمشر سکرټر عصاب هم ځکه خراب وو چې ټوله د ته زنګونه وهی او وایی چې یوه خبره چې کوی پری ولاړ و اوسی ولی دومره ژر ژر تغییر خوری. نو ځان سره یې کرار وویل چې ُ غول دی لړلی دی!ُ   

 

 

او وروسته یې ولسمشر ته وویل:  

 

 

مرضی صیب اول فکر وکړه بیا یوه فیصله وکړه. کله هو او کله هم نه وایې.

مرضی: یاره خو نو، زما سره دی دومره وخت تیر کړ او تر اوسه دی درواغ او بهانه نده زده کړی په سیاست پوه شه. یوه بهانه جوړه کړه او نور کاندیدان ملامت کړه او  ووایه چې مرضی صیب بنا پر دی لاملونه په دی مناظری کې ګډون نه کوی.

دا هم تیر شو...

                                           ×××××××  

 

ولسمشر مرضی د خپل دولت کابینه او نور لوړ پورې چارواکی او خپل ملاتړ کسان وغوښتل تر څو د ټاکنو په اړه ورسره خبری اتری وکړی. خلص دا چې، ټوپکسالاران، د بشر د حقوقو سرغړونکی او قاتلان، لوټماران، غله، قاچاقبران، کم ظرفه خو زورواکه مشران، د نورو هیوادونو جاسوسان او یو څو طالبان یې هم دی غونډی ته راوبلل.  

 

مرضی پیل وکړ:  

 

د ټول افغانستان راتلونکی زموږ او تاسو په لاس کې دی. زه پر تاسو ویاړ کوم. ما د پیسو او د څوکیو په زور دا اتفاق منځ ته راوړ چې نن تاسو ټول سره یوځای د ځانو لپاره کار کوی او ټول جنایات مو له هیره ایستلی او اوس هم کولای شی چې خپل کارونو ته دوام ورکړی، شاباس!   

 

ګوری ټوپکسالارانو، تاسو ته به نور واک هم درکړم. زه پوهیږم چې باید تاسو ټوله خوشاله وساتم که نه نو تاسو به نوره ګډوډی منځ ته راوړی. نو ځکه وایم چې هر څه چې مو زړه غواړی و یې کړی خو بی له یوه شی، بس رایه ماته راکړی.

بیسواد صیب تا به وزیر کړم.  ټوپکسالار صیب تا به د دفاع وزیر کړم ځکه جنګی تجربه دی زیاته ده. قاچاقبرانو زما ورور په ستاسو سره شریک شی او ګټه به مو هم یوه شی.   

 

د خلکو چل ما ته یاد دی هغوی ته دومره پیسی ورکړم چې رایی ټوله ماته راکړی. ما مشرانو ته او د پارلمان ځینو وکیلانو ته دومره پیسی ورکړی چې هر یو او یوه یې اوس زما لپاره په خپل ولایت کې خلکو ته پلوونه او کاکاکولاګانی او پیسی ورکوی. نو دوی چې زما نه راضی نه وی نو بلا دی ورپسی شی. ځینو وکیلانو او کسانو خو زما دومره عکسونه په کور کې وهلی چې آن د خپل کور څخه یې زما د کمپاین دفتر جوړ کړی دی. ویاړ کوم پر تاسو خپل وفاداری مو راته وښودله.  

 

رشوتخور: کرزی صیب زما خو د هیری وتلی چې زما د کور دیوال څه رنګ دی ځکه پر ټول دیوال ستا عکسونه دی. او بله خبر که د فساد وی نو فساد خو په هر ځای کې شته او بیا خلک د رشوت او شیرنی په توپیر هم نه پوهیږی. 

 

مرضی: د مور شیدی! ما هم تاسو ټولو ته یو څه پیسی او یا هم څوکۍ او مقام د شیرینی په توګه په پام کې نیولی دی.  

 

ټوپکسالار او جنایتکار: زما خلک په څه د ټوپک او څه د پیسو او څه هم زما د نفوذ او د دوی د بی عقلی او مجبوری په اساس تا ته رایه درکړی.  تاسو زموږ د فقیرانو خاص خیال ساتلی دی اوس نو زموږ امتحان دی. وینه موږ تویه کړی ده (د خلکو) نو حکومت به هم زموږ وی که نو بیا به وینی توی شی. که مو ټوپک زموږ څخه اخیستی وای نو موږ به ډوډی له کومه کوله. بی غمه و اوسه.  

 

مرضی: جار سم!  

 

شرطی: ګوره زما به ۱۰ ولسوالۍ په ولایتونه بدلوی او په کابینه کې به لږ تر لږه ۸ کسه به زموږ وی. ستا دولت کې د قومی انډول ساتل شرط دی. لیاقت زیاته پښو ته لویدلی خبره ده.  

 

مرضی: ولی نه، په دواړو سترګو. زه د ټولو سره داسی معامله کومه چې هیڅوک به خوابدی رانه پاته نشی. افغانستان او راتلونکی یې ستاسو په لاس کې دی.   

 

هر شی چې رانه غواړی ووایاست راځی چې په اتفاق سره ځانونه ماړه کړو چې عجبه موکه ده. خدای چې ورکوی نه وایی د چا زوی یې. خلک په داسی بلاګانو اخته دی چې نشی خلاصیدلای او نشی کولای موږ ته تاوان ورسوی.  

 

 

ځانونه به ساتو. دا دومره پیسی چې راځی باید ترینه ګټه واخلو خلکو ته که نه رسیږی موږ ته خو رسیږی نو موږ خو نشو کولای چې پیسی مو مخی ته پراته وی او نورو ناداره خلکو ته ورکړو.  ۸۰٪ یې اخلی ځانونو ته په بیلابیلو نومونه او یو کمه برخه یې نادارانو ته ورکړی چې بوی یې کړی. دا ځکه وایم چې تاسو ته چل یاد کړم که څه هم چې تاسو پدی پوهیږی ځکه ستاسو کسب له یوه وخته همدا وو. خو بیا هم زما فرض دی چې تاسو سره مرسته وکړم او هدایت مو کړم.

د ولسمشرۍ لپاره کاندید

 

د بډو خان خر ورک شو. بیچاره بی وزله وو او همدا یو خر یې د کر تر ځای د ټرانسپورټ وسیله وه. خر یې ورباندی ډیر زیات ګران وو، نو ځکه یې پایڅی بر و وهلی او د خره په لټه روان شو.  

 

ځنګل، دښت، بڼونه او کښتونه ټول یې ولټول خو خر یې و نه موند.   

 

یوه انډیوال یې ورته وویل:  

 بډو خانه، دا ځایونه چې ته د خپل خره د موندلو لپاره لټوی مناسب ځایونه ندی. ښار ته لاړشه او د هغه ځای دیوالونه ولټوه. کیدای شی چې ځان یې د ولسمشرۍ لپاره کاندید کړی وی او پوسټر یې پر کوم دیوال وی.

مینه هم عجب شی دی

  

مینه هم عجب شی دی  

 مور سره وی، نو عبادت دی 

پلار سره وی، نو مقدس شی دی 

ورور سره وی، نو طاقت دی 

خور سره وی، نو فرض دی

او د ښځی سره چې وی نو بیا خلک وایی 

دله دی د ښځی نه ویریږی !

 

ها ها ها

 

یو ملا په لمونځ کې پوسکۍ واچوله. چې سلام یې وګرځاوه. 

یو کس ورته وویل: ملا صیب کمال دی وکړ. په پنچر ټیر دی موټر منزل ته ورساوه. 

  

 

 

دا څه دی !

 

‍‍‍وایی چې په هیواد کې زیات کسان خپل زامن له ښوونځۍ څخه باسی.  

دوی وایی چې ښوونځۍ موونځۍ یې په درد نه خوری، له ښوونځۍ نه یې ځکه باسم چې وزیر ترینه جوړ کړم.