انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

بهرنی سپی

 

څوک چې د لیکلو سره مینه لری او لیکل یې مرض وی، نو چې بل هیواد ته ځی د هغه هیواد د خلکو د ژوند، کلتور، پرمختګ او ځینی هم خپل خاطری لیکی او عسکونه اخلی. خو زه به د سړیو په هلکه نه بلکه د سپیو په هکله څه ولیکم،البته بهرنی (کاناډایی، امریکایی او اروپایی، اسټرلیایی هم ور اضافه) سپیو په هکله. ښه خبره پدې لیکنه کې به دا وی چې زموږ د هیواد سپی په لیک لوست نه پوهیږی او مطلق بیسواده دی که نه نو زما ددی لیک په لوستلو به زیات خواشینی شوی وای او شاید یې هم د خپل ژوند د سمون لپاره آن مظاهره کړی وای.

لمړی کې خو دلته هر سپی ځانته نوم لری او هیڅ سپی هم یتیم یا آواره ندی یانی د کوڅی سپی دلته نشته.  سپیو لپاره دلته مخصوصه خواړه شته. سپی دلته ځانګړی ښوونځیو ته ځی تر څو ورته د خلکو سره چلند او د ترفیک اشاری وښودل شی دلته سپی سړی نه داړی ځکه هغو ته تربیه ورکول شوی او یو څه انسانیت پکې شته. خو یوه بله خبره هم شته د چا چې خیټه مړه وی نو بیا آرام وی. دلته د سپیو لپاره د سینګار ځایونه شته او دوی آرایشګاوو ته ځی د دی تر څنګ ځینی خاص هوټلونه دی چې سپیو ته ځانګړی مینو لری. سپی زیات پر خلکو ګران وی. کومی ښځی په امریکی کې څو میلیونه ډالره خپل سپۍ ته په میراث پریښودل چې دی کار د ځینو انډیوالونه زړونه وپارول او آن دا یې په ټوکو ټوکو ویل چې کاش د هغه سپی پر ځای وای او یا هم چې حاضر دی د سپی سره واده وکړی. پر سپیو باندی دومره مصرف کیږی که دغه پیسی او منابع په افریقا کې د ملاریا سره د جګری لپاره وکارول شی نو په جرئت سره ویلای شم چې کولای شی د ملاریا له امله مرګ ژوبله په افریقا کې ۹۰٪ کمه کړی.

خو ، ولی دغو کسانو ته تمه وشی چې خپلی پیسی پر سپیو مصرف نه کړی او یو څه دی د انسانانو د ژوند د ژغورلو لپاره وکاروی، ځکه چې دوی وایی وروه زما پیسی دی په تا یې څه؟ خدای دی وکړی چې بیخی یې وسوځوم. او وایی تاسو هم کار وکړی او ځان له دغه ناورینونه څخه خپله خلاص کړی. ځینی وایی چې سمه ده موږ به ځان له دغه ناورینونو څخه خلاص کړو خو که تاسو مو استثمار نه کړی.

زه به دا به ورسره ومنم چې خپل پیسی او خپل واک یې هر څه چې په کوی خو که دوی دا راسره ومنی چې د انسانیت احساس یې زنګ وهلی دی. بیا نو خدای دی وکړی د سپیو لپاره فیشن شو هم جوړ کړی. د احساس خبره راغله متل یې را په یاد کړ چې وایی:

زمکه هغه سووځی چې اور پر بل وی.