انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

اتل!

د یو اتل کیسه


دشرات مانجی -       ۱۹۳۴ - ۲۰۰۷ 


د هندوستان بیهار ایالت په یوی څنډی کې د ګیهلور په نامه یو کوچینی کلی  پروت دی. اوسیدونکې یې د خټو په خوار و زار او د کوډلو په شان کورونو کې چې په خاشو او لرګو پوښل شوی دی، ژوند کوی.  د خلکو ژوند هم د هغوی د کورنو په شان د بی وزلی له لاسه خوار و زار دی. دا خلک د «مانجی یا موساحر» د طبقی څخه دی. د رواجونو له پلوه د مانجی قشر په ټولنه کې تر ټولو ټیټ قشر ګڼل کیدی/کیږی. دوی حتی د زمکی درلودلو حق نه درلود. د کلی خلک - که ووایو ټول اوسیدونکې یې مبالغه به مو نه وی کړی - د زمیندارانو پر زمکو شاوخوا دوولس ساعتونه شاقه کار کوی، په بدل کې ورته لږ غله یا پیسی ورکول کیږی. د «موساحر» قبیلی نوم د مږی څخه اخیستل شوی. هغه داسی چې: د درمندونو وروسته هغوی د مږو سوری لټول او د غنمو او غلو هغه وږی یې راټولول چې مږو په سوریو کې ذخیره کړی وه. خو کله چې بیا غنم یا غلی کم وه هغوی د مږو په ښکار پیل کوی او مږی یې خوړل. تر اوسه هم هلته د غریبی له امله مږی خوړل کیږی.


د ګیهلور کلی او نیږدی ښار «وزیر ګنج» تر منځ یو غر پروت دی. د غره تیږی تیره او لاره یې کږلیچه ده. هر څوک هر څوک د غره هاخوا نه شی تیریدلای. که په کلی کې څوک ناروغ یا د ښار څخه یو څه په کار شی نو اکثره به  د غره څخه راتاویږی او ۷۰ کیلومتره پلی تګ کوی چې ښار ته ورسیږی.  که دا غر د کلی او ښار تر منځ  نه وای پروت دا فاصله به ۶۰ کیلومتره شاخوا لنډه وای  یانی تر ښاره به یوازی لس - دوولس کیلومتره واټن وای. که یو څوک نه ډیر چابک او نه هم کرار پلی تګ وکړی نو عموما په یوه ساعت کې پنځه کیلومتر هواره لار تلای شی. د خلکو د څو ځله غوښتنو سره سره دولت د هغوی د مشکل په کیسه کې نه و او نه هم خلکو داسی اراده یا توان درلود چې  دا ستونزه حل کړی. د کلی اوسیدونکی به پر زمکو د کار، د بوټو ټولولو او سودا لپاره مجبور وه د غره هاخوا ولاړ شی.


و نه و، د نن څخه څه زیات یا کم پنځوس کاله مخکې؛ یوه ورځ د نورو ورځو په شان د «فاګونی دیوی» په نامه یوی ښځی، په  ټاکنده غرمه د خپل میړه لپاره چې د غره هاخوا یې کار کوی، ډوډۍ او اوبه وړه. د غره پر تیره ډبرو او لوړو ژورو یې پښه وښویدله؛ ډوډی پر زمکه ولویده، د اوبو منګی مات او د هغی پښه هم سخته ژوبل شوه.


میړه یې وږی، تږی، ستړی او پریشانه د خپل میرمنی په انتظار و. ښځه یې ناوخته خالی لاس راغله، میړه یې په غوسه شو. ښځی ورته په لمدو سترګو کیسه وکړه. هغه د خپل میرمنی د زخم او زحمت څخه  په رنځیدو شو.


 سړی چې نیمه شپه پر ځای پروت و په فکر کې یې دا خبره ګرځیدل چې  د پیړیو راهیسی دی غره خلکو ته لوی مصیبت جوړ کړی دی او هیڅوک یې هم غم نه خوری. هوډ یې وکړ چې دا غر به ماتوی.


«دشرات مانجی» سهار خپل یوه بزه بازار کې خرڅه کړه او یو کلنګ او یوه لویه میخ طویله یې رانیول. چې غره ته ورسید سمدستی یې د ډبرو په توږلو او ماتولو پیل وکړ. خلکو چې دا وړوکی او ډنګر سړی  تکی تنها، په خولو خیشت پیشت، په سپینی شلیدلی بنیا کې، یو ګلنګ او لوی میخ په لاس د لوی سپیره غر د ماتولو په حالت کې لیدی؛ ورباندی یې خندل او ریشخند یې وهی چې دی لیونی ته ګوره! ځینو بیا ورته نصیحت کوی: آه سړیه! یو انسان نه شی کولای غر مات کړی. ناکه ځان  مه ستړی کوه او د ځان څخه د ریشخند مضمون مه جوړوه! مه کوه! 


خو دشرات مانجی پر خپل هوډ ولاړ و. هغه د خلکو خبرو ته غوږ نه نیوی او نه یې هم ورڅخه کومه تمه درلوده. هغه ډنګر او وړوکی و خو په کار کې تکړه او اراده یې پخه او نه ګرځیدونکې وه. ښایی اکثره کسان د داسی یوه کار د ارادی  کولو د خیال جرئت هم و نه کړی. 

وروسته ځینو څه ډوډۍ او اوبه ورته راوړه. دشرات خپله خیمه غره او خپل کار ته نیږدی دنګه ودرول او همالته اوسیدی.


ورځی، اونۍ، میاشی او کلونه یې کار وکړ. خلکو ورته د «د غره سړی» لقب ورکړ.  له دوه ویشتو کالونو وروسته یې اوه نیم متره جګ غره مات او په کې یې ۱۱۰ متر اوږد او ۱۰ متر شاخوا پراخه لاره جوړه کړه. تر ښاره د ۷۰ کیلومتر لاره یې  په ۱۰ کیلومتره بدله کړه. 


»دشرات مانجی» ۲۰۰۷ کال د اګسټ په میاشت د سرطان له ناروغیه ومړ. هغه ویل په زړه کې یې یو ارمان پاته شو چې ښځی یې د هغه په لاس جوړ شوی لاره  و نه لیده.  


دولت ورته یوه ټوټه زمکه انعام ورکړه. دشرات خپل زمکه په کلی کې د یوه روغتون د جوړولو لپاره ورکړه. چې ژوندی و دولت ورته د همدی لاری پر سر د ښه سړک جوړولو ژمنه ورکړه، خو د دولت د نورو وعدو په شان عملی نه شوه. د دولت د ځنګلونو څانګی اداری د سړک د جوړولو سره په مخالفت کې وویل چې «دشرات» د دولت له اجازی پرته دا کار پیل کړی و نو ځکه موږ د سړک جوړولو اجازه نه ورکوو! 

ځینو دولتی چارواکو بیا ویل: نه بابا، دا کار یوازی ده نه دی کړی نورو ورسره مرسته کړی ده. خو د دی خبری په اوریدلو د کلی خلک سخته په غوسه شوه چې موږ په خپلو سترګو همدا خوار سړی لیدی   چې دوه ویشت کاله شپه او ورځ د غره په ماتولو بوخت و. که څه هم وروسته دولت ورته یوه ټوټه زمکه، افتخاری جایزی او د ناروغی پر وخت په روغتون کې مفته تداوی او د مرګ وروسته یې ورته د ملی جنازی مراسم ونیول خو هغه د دولت په اړه داسی ویلی وه: « تر څو چې ژوندی یم د خپل کلی د پرمختګ لپاره کار کوم. زه د دولتی ادارو د جزا څخه نه ویریږم او نه هم د دولت له خوا تجلیل یا افتخار غواړم!»

دشرات مانجی: خلک زما څخه پوښتنه کوی چې دا غر دی څنګه مات کړ؟ زه خپل لاس ورته ښیم او وایم په دی می مات کړ!

مامون چخانسوری