انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

نباتی تیل Biofuels

 

نباتی تیل یا  Biofuels- هو که نه؟

 

نباتی تیل  د حبوبات، ګڼی او د غوړو دانو څخه جوړیږی. دغه تیل ورځ په ورځ شهرت مومی ځکه هیوادونه غواړی چې خپل تکیه د فوسیل په تیلو کمه، او خپل د اړتیا تیل د زراعتی تیلو لخوا پوره کړی. همداراز د کاربن نشر کم کړی او زراعتی عایدات اوچت یوسی. د نباتی تیلو عام ډولونه لاندی لیکل شوی دی:

 

۱. ایتانول: همدارنګه حبوباتی الکول یا ایتایل الکول هم ورته ویل کیږی،  عموما د جوارو او ګڼیو څخه جوړیږی. په امریکا کې د جوارو څخه او په  برازیل کې زیاتر د ګڼیو (نی شکر) څخه د ایتانول د تولید لپاره استفاده  کیږی. په ایتانول کې د انرژی اندازه نسبت پترولو ته 66.6٪ کمه ده او اکثره د پترولو سره ګډیږی. په امریکا کې د هر ۸ بیرله تیلو څخه په یو ه بیرل کې یې تقریبا د 8 او 10 فیصدو شاوخوا ایتانول ګډ دی.

 

۲. بایو ډیزل: بایو ډیزل یا نباتی ډیزل چې د حریق ښه قابلیت لری د پترولو ډیزل غوندی وی خو د طبیعی منابعو څخه جوړیږی.د بایو ډیزل زیاته اندازه مخلوط او یا هم خالصه بایوډیزل د یو څه تعدیل سره په ټوله هغه ماشینو کې استعمالیدلای شی چې د 1994 کال وروسته جوړ شوی دی. او همداراز د بایو ډیزل ۲۰٪ مخلوط د پترولو ۸۰٪ سره بې له کوم تعدیل نه په ټوله ډیزلی وسایطو کې استعمالیدلای شی.

 

۳. بایوماس: بایوماس عموما د بوټو څخه جوړیږی چې زیاته پیمانه یې د لرګو څخه جوړیږی د بایو ماس پروسس په نتیجه کې بایو کمیکلز، نباتی تیل او بایو پاور جوړیږی ددغو ټولو څخه د تیلو منبعو په صفت  ګټه اخیستل کیدای شی. چې د بایو کمیکلز څخه د انرژی تولید، نباتی تیلو څخه د ټرانسپورټ لپاره او د بایو پاورو څخه د برقی انرژی تولید لپاره ګټه اخیستل کیدای شی. اوس مهال د امریکا ۳.۳٪ انرژی د بایو ماس څخه تولیدیږی.

 

 

نباتی تیل چې لکه عام تیل (فوسیلی تیل) د ټرانسپورټ او حرارت لپاره استعمالیدلای شی. په نړۍ کې یې بیلابیلی ګنګوسی راپارولی دی. د اروپا اتحادیی ویلی چې تر 2020 م.ک پوری به د ټولو موټرانو 10٪ تیل به نباتی تیل وی.  د انګلستان دولت ویلی چې تر 2010 کاله پورې به 5٪ ټرانسپورټ یې د نباتی تیلو په ذریعه وی، همداراز امریکا ویلی چې تر 2012 کال پورې به د نباتی تیلو مصرف دوکرته زیاته کړی. امریکا د نړۍ د هغه 41 هیوادونو څخه ده چیرته چې حکومتونه د نباتی تیلو استفاده تشویقوی تر څو د نورو تیلو استعمال کم کړی.

 

د انګلستان حکومت سلاکار پروفیسر ډایټر هیلم بی پی سی ته داسی وویل : کوم هدف چې د نباتی تیلو په اړه ټاکل شوی دی، د زراعت له پلوه به ځینی منفی اغیزی ولری او په نتیجه کې به یې د خوراکی موادو قیمتونه زیات اوچت لار شی. راپور زیاتوی چې د نړۍ 9٪ زراعتی زمکی ته شاید اړتیا وی تر څو د نړۍ 10٪ ترانسپورټ لپاره نباتی تیل برابر کړی. دا پدې مانا ده چې د نباتی تیلو تولید به د زراعتی زمکو اندازه د خوراکی موادو د کر لپاره کمه کړی پداسی حال کې چې زیات هیوادونه د خوراکی توکو د کمښت سره مخ دی.

 

 د ایتانول تولید په نړیواله کچه د 2000 کال څخه تر 2005 کال پورې دو چند شوی دی. دنباتی تیلو تر ټولو زیات تولید د برازیل هیواد کوی چې د کاله شاوخوا 16 بلیونه لیتر ایتانول خپل د ګڼیو صنعت له لاری تولیدوی. خو په دغه هیواد کې داسی اندیښنی شته چې د نباتی تیلو فابریکی خاوندان د بزګرانو څخه زمکی رانیسی او هغه حبوباتو کر ته یې ځانګړی کوی چې نباتی تیل ورڅخه جوړیدلای شی. او د لا زیات تولید لپاره دوی زیات ځنګلونه قطع کوی تر څو پر هغو زمکو حبوبات وکری- د نباتی تیلو استفاده د کاربن ډای اکسایډ نشر کموی خو د ځنګلونو د قطع کولو په اساس د کاربن ډای اکسایډ نشر په زیاته پیمانه لوړیږی.

 

د حبوباتو نړیوال شورا چې یو صنعتی ګروپ دی، داسی څرګندونی کړی چې په راتلونکی کال کې به د حبوباتو تولید په نړیواله کچه ان 1660 میلیون ټنو ته ورسیږی، دغه رقم په تیر کال کې 1569 میلیونه ټنه وو. د حبوباتو لپاره تقاضا په چټکۍ سره زیاتیږی، دغه شورا وایی چې تقاضا به 1680 میلیونه ټنو ته ورسیږی. په تیرو دریو کلونو کې تقاضا تر عرضی زیاته شوی ده. چې ددی لامل د حبوباتو څخه د نباتی تیلو لپاره استفاده ده نه د انسانانو او مواشیو د تغذیې لپاره.

 

د آسیایی او دریمه نړۍ هیوادونو لپاره سوال دا دی چې، آیا دوی هم لکه امریکا او انګستان چې له خوراکی موادو له پلوه په ځان بسیا دی، او د خپل حبوباتو څخه د نباتی تیلو تولید لپاره هم کار اخیستلای شی، د خپل یو څه حبوباتو څخه د نباتی تیلو تولید لپاره کار واخلی پداسی حال کې چې دوی د خوراکی موادو له پلوه په ځان بسیا ندی؟ په 2005 کال کې د انګلستان غنمو تولید کې 2 میلیونه ټنه زیاتوالی وو، که چیری دغه اضافه تولید د نباتی تیلو تولید لپاره ځانګړی شی نو 2.5٪ د پیترولو په استعمال کې کموالی راوړلای شی.

 

د نباتی تیلو زیات تولید د خوراکی توکو قیمت بورته وړی ځکه چې هغه زمکی چې د خوراکی توکو کر لپاره ورڅخه کار اخیستل کیده اوس د نباتی تیلو تولید لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږی چې دا د خوراکی توکو د عرضی د کموالی لامل ګرځی چې په خپل وار سره د خوراکی توکو قیمتونه پورته وړی او دا پر دریمه نړۍ هیوادونو زیات منفی اغیزه درلودلای شی. همدارنګه د ځنګلونو قطع کول د حبوباتو د کر لپاره په چاپیریال منفی اغیزی لری. اقتصاد پوهانو لپاره سوال دا دی چې په څه پیمانه د نباتی تیلو څخه استفاده وشی چې دریمه نړۍ نوره هم د خوراکی موادو د کمښت څخه و نه ځپل شی.