د جهاد لمړی ورځی شپی وی. جهادی مشران په خپله کوټه کې سره پراته وه چې یو ځل په بوټو کې د کوم شی غږ شو. یوه یې بل ته وویل: هلکانو ویښ شی چې خطر دی. ټولو خپل ټوپکان راواخیستل او بهر ووتل. په بوټو کې کوم شی دیخوا هاخوا حرکت کوی. دوی هم له ویری د الله و اکبر ویلو سره ټکان پیل کړل. وروسته له څو شیبو څخه کرار کرار د بوټو خواته ولاړل. ګوری چې یو خر مړ پروت دی. د دوی عصاب خراپ شو، خپل ټوپکان یې وغورزول او ځانونه سره یې وویل چې: ځه بابا، دا جهاد نه دی دا ورور وژنه ده.
یو هندو مسلمان شو. د تشویق او ثواب لپاره دولت او خلکو ورته بیلابیلی تحفی ورکړی. د نورو شیانو تر څنګ هندو د موټر او کور خاوند هم شو. د هندو قدر زیات شو آن دا چې د ده زاړه جامی هم خلکو خورده کړی. خپل یوه مسلمان ملګری ته یې وویل چې یاره مسلمانی خو سخته خوندوره ده. ملګری یې وویل: اوس خو ښه خوند درکوی زور به یې هغه وخت درته مالوم شی چې نیمه شپه دی د آرام خوب څخه راوپاڅوی او درته ووایی چې پاڅه پیشنمی دی!
یوه طالب کوم هندو بیچاره یوه ورځ د روژی په میاشت کې په خوړلو ولید. هندو بیچاره یې چپه کړ په لغتو او شلاقو یې واهه او ویل یې چې: په پټه روژه خوری، بی غیرته!
هندو ناره کړه چې: وروره زه هندو یم.
طالب: نو چې هندو یې روژه نه نیسی! او وهلو ته یې دوام ورکړ.
ملا صیب د ویالی غاړی ته استنجا وهله چې ناڅاپه په اوبو کې ولوید. ویاله ژوره وه او ملا لامبو زده نه وه. ناری یې کړه: مرسته! مرسته! چې ډوب شوم.
یوه لاروی د ملا غږ واورید او په منډه د ویالی څنډی ته لاړ، ملا ته یې وویل چې: ملا صیب لاس دی راکړه! هله ژر سه، لاس دی راکړه!
خو ملا صیب ورته بد بد کتل او لاس یې ور نه کړ.
سړی بیا وویل چې: ملا صیب لاس دی راکړه!
وروسته له یوی شیبی څخه یې وویل چې: ملا صیب لاس می واخله!
د دی په اوریدلو سره ملا صیب خپل لاس اوږد کړ او له اوبو څخه و ایستل شو.
نوټ: ملا ته مه وایه چې راکړه ورته ووایه چې واخله!
hahahahahahahahahahahhahahahahahahahahahahahahahahahahhahahahahaha..............very funny jokes...thnx