انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

افغان ماشوم

 

دلته د افغان کور دی. چیغی، ناری او  سلګۍ دی. زوړ، ځوان او ماشوم ټوله وهم اخیستی دی. ټوله عمر په وهم کې تیروی. دلته پیړۍ راهیسی د سولی خوبونه لیدل کیږی.

 

ماشوم د انا د خواږه کیسو پر ځای د ناڅاپه چاودنو ږغونه اوری.

 

نیمه شپه د چورلکو غږ شی، سپیان په غپا کور ته را ننوځی او ټوله له خوبه راوپاڅی. سپی ماشوم ته نږدی شی بوی یې کړی، ماشوم له وهمه چیغه کړی او سپی په غپا شی. مور غواړی سپی له ماشومه وشړی – کوچه! کوچه! سپی مورته نږدی شی مور چیغه کړی سپی یې وداړی. ماشوم له ویری ټپ پاته شی، زړه یې په تیزۍ سره ډب ډب کوی. ورپسی د ټوپک او جګ غږ سره سرتیری راننوځی. څو کسان، په بیلابیلو  تورونو او څه هم په کوم جرم ځان سره بوزی. څه هم هلته ځای پر ځای ووژنی. څه لادرکه شی، څه له څو میاشتو وروسته ستومانه او نهیلی له ژوند نه، بیرته ستانه شی.

 

ماشوم د پلار په غیږ کې په ژړا شی، د پلار د سترګو نه اوښکی څاڅی، مور هم په سالو خپل اوښکی پاکوی.

 

سهار د ښوونځی پر لار، ماشوم له ویری دیخوا او هاخوا ته ګوری. هغه ویریږی چې کوم انتهاری یې مړ نه کړی او یا هم څوک یې غلا نه کړی. کله نا کله فکر یې بلی خوا ته لاړ شی او وایې چې لوی شم ډاکټر به شم.

 

ټولګۍ کې د ښوونکی د ځواب په نه ورکولو، ښوونکی ورته وایی لاس مخ ته کړه، هغه لاس مخ ته کړی - یوه، دوه، دری ... لس ځله یې په شیشکی ووهی. ماشوم په ژړا خپل ځای کې کینی.

ملګری یې ورته وایی، خیر دی دا استاد کوټه سپی دی. هغه درس ته پام نشی کولای. له زیړیدانه تر نن پوری په وهم کې ژوند تیروی.    

 

په کونج کې ناست ماشوم ژاړی، خپل ملګری یې په یاد راځی چې سره له لسګونو نورو د انتهاری حملی قربانی شو.  اړخ ته یې ټولګیوال د حساب سوالونه لیکی، هغه لیکی:

 دوه ټوپکه جمع اوه ټوپکه مساوی کیږی په نهه ټوپکه.

  

 همداراز پښتو مضمون کې:

 ټ

 ټوپک

 زما ورور ټوپک لری. په ټوپک جهاد کوی.

 

 او اوس هم د کتاب د شا پر پاڼی یې د یوه لوټمار او ټوپکمار عکس دی چې وایی دا فلانه قهرمان دی.

 

که په مجلس کې خبری وکړی ورته ویل کیږی، چپ شه ته لا تر اوسه کوچینی یې، مشران چې خبری کوی ماشومان باید غلی پر خپل ځای سنګین کینی او چونګ هم ونه باسی.

 

دا لویدلی ماشوم ته لاس وغوزوی او پورته یې کړی. دی ښه وروزی او سمه زدکړه ورته ورکړی.

  

ولی ماشوم ویروی او د ماشومتوب خوږه موده یې ورانوئ. ټوله یې زوروی او ویروی خو ته یې زړه نور هم مه کوچینی کوه. ورته جرئت او هیله ورکړه.

 

دغه ماشوم که پریږدی.  ستاسو د پیړیو خوبونه به ریشتیا کړی. چیرته چې خلکه بی له وهمه ژوند کوی. بی له ویری د خپلوانو او ملګرو لیدنی ته ځی. ماشومان د ژړا پر ځای معصومه خندا کوی،پر دښتونو او لارو د بمونو پر ځای غوټۍ سپړیږی.

 

هو، ستاسو دغه خوب، دغه د ژوند د لمړیتوبونو خوب به ریښتیا شی. ماشوم هیر نه کړی.

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد