انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

په افغانستان کی د خوراکی توکو د بیو جګ ګراف

په افغانستان کی د خوراکی توکو د بیو جګ ګراف

 

د خوراکی توکو بیې زیاتې جګې تللی دی د کم عاید لرونکو کسانو لاسونه د ځینو توکو رانیولو ته نه رسی. عادی مصرف کوونکی د قیمتونو د اوچتې کچې  څخه په ویره کې دی ځکه د قیمتونو د لوړیدو سره سره د دوی معاشونو کې هیڅ زیاتوالی نه دی راغلی. نو ویلای شوو چې ددوی معاشونه کم شوی دی، ځکه د پیسو حقیقی ارزښت د قیمت د زیاتوالی سره کمیږی.    

 

لاندی جدولد کابل په ښار کې د ځینو خوراکی توکو د شپږو میاشتو نه تر اوسه پورې، بیی په افغانۍ ښکاره کوی:

 

توکی

شپږ میاشتی مخکې      

درې میاشتی مخکی

اوس

50 kg اوړه

۶۰۰

۶۵۰

۹۸۰

1 kg غوړی

۵۰

۶۰

۸۵

25 kg وریجی

۷۰۰

۱۰۰۰

۱۳۵۰

 

لکه څنګه چې په جدول کې لیدل کیږی د ځینو خوراکی توکو قیمتونه دومره اوچت تللی چې سړی هک پک پاته کیزی د کابل په ښار کې د شپږو میاشتو مخکې په پرتله د ځینو خوراکی توکو قیمتونه دومره اوچت تللی چې حیران به شئ: د اوړو بیی 63.33 ٪، غوړی 70٪ او د وریجو بیی 93٪ پورته تللی دی.

 

د خوراکی توکو قیمتونه ولی پورته تللی؟

 دا هغه پوښتنه ده چې د اقتصاد د عرضی او تقاضا ساده قانون یې ځواب ورکولای شی. کله چې د یوه توکی لپاره تقاضا زیاته وی او عرضه کمه نو د هغه توکی بیه لوړیږی. د خوراکی توکو لپاره تقاضا د نورو هیوادونو په شان په افغانستان کې هم زیاته ده خو که عرضه یې کمه شی نو ښکاره خبره ده چې قیمت یې اوچت ځی. په نړۍ کې د اقتصادی پلوه هر هیواد په یو بل پورې تړلی دی، که د توکو قیمتونه په چین کې پورته ولاړ شی، په ښکاره توګه په هغه هیوادونو کې چې دغه توکی واردوی، هم بیی پورته ځی. دغه تاثیر په ځینو هیوادونو کې چې زیات توکی واردوی زیات دی. په افغانستان کې د خوراکی توکو د بیی د لوړوالی یو لامل په نړۍ کې د توکو د بیو زیاتیدل دی. د نړۍ د غنمو لویو عرضه کوونکو هیوادونو (کاناډا، اسټرالیا، او توری بحیری هیوادونه) کې د نا مناسب کرنیز کال (وچکالۍ او سیلاوونه) له امله د نړۍ د غنمو عرضی کې ښکاره کموالی راغلی، چې په نتیجه کې یې  د 2007 کال په دریمه ربع کې د غنمو بیی 33.6٪ پورته ولاړې. د غنمو او نورو غلو د بیو د لوړالی بل لامل په نړۍ کې د نباتی تیلو (بایو فیول) استعمال دی ځکه هغه برخی زمکی چې مخکی د خوراکی غلو د کر لپاره استعمالیدلی اوس د نباتی تیلو لپاره استعمالیږی چې د خوراک لپاره د غلو عرضه کموی او بیی پورته وړی. په نړۍ کې د غنمو تر څنګ د نورو توکو لکه، غوښه، بوره او وریجی، قیمتونه هم پورته تللی دی. همدارنګه د تیلو د بیو لوړالی د خوراکی توکو ټرانسپورتی او تولیدی مصارف لوړ وړی او د خوراکی توکو د بیو د ګراف لوړیدل یې ګړندی کړی دی.

 

 افغانستان خپل د اړتیا اکثره خوراکی توکی د نورو هیوادونو په ځانګړی توګه د پاکستان او ایران څخه واردوی. په هیواد کې د خوراکی توکو د انفلاسیون لویه برخه وارداتی انفلاسیون دی. خو د دی تر څنګ خلک داسی څرګندونی کوی چې، سمه ده چې بیی په نړۍ کې اوچت تللی خو په افغانستان کې د نړۍ په نسبت څو چنده بیی لوړی تللی دی. خلک اندیښمن دی چې د ژمی په راتګ سره به د خوراکی او سوند موادو بیی نوری هم لوړی ولاړی شی.

 

د بیو د کنټرول لپاره په اوږد مهال کې باید په هیواد کې دننه د اړینو توکو تولیدات اوچت یوړل شی او د کرنی سکټور ته ځانګړی پاملرنه وشی. همدارنګه دولت کولای شی چې احتیاطی ذخیری ولری او د اړتیا په وخت کې ورڅخه ګټه واخلی. په لنډ مهال کې دولت کولای شی چې پر خوراکی او اړینو توکو ټاکل شوی تعرفه له مینځه یوسی تر څو د واردولو مصرف یې ټیټ او په نتیجه کې یې بیی هم ټیټی شی. خو دغه عمل بیا نوری اندیښنی ځانه سره منځ ته راوړی، ځکه تعرفی د دولت د عاید یو لویه سرچینه ده او خپل یوه برخه مصارف له دی لاری پوره کوی. همدا ډول بله پالیسی چې کولای شی د بیو په ټیټوالی کې مرسته وکړی د اسعارو د تبادلی د نرخ پالیسی ده. که چیری د افغانۍ ارزښت د کلدارو په وړاندی اوچت لاړ شی نو په لږو افغانیو کولای شو چې زیات پاکستانی توکی وپیرو. پدې مانا چې د نورو اسعارو په وړاندی د افغانیو حقیقی ارزښت اوچت ځی او وارداتی توکی پر موږ ارزانه لویږی. او په دی توګه به د خوراکی توکو بیه ټیټه شی. خو ښکاره خبره دا ده چې دولت د قیمتونو د کنټرول په وړاندی پاته راغلی او دکانداران او نور سوداګران هم د آزاد بازاد څخه په استفاده  خپل جیبونه پړسوی چې تاوان یې بې وزله ولس ته رسی. دولت کولای شی چې حد اعظم نرخونه وټاکی تر څو سوداګران او پلرونکی و نشی کړای چې عادی او بې وزله خلک زیات زیانمن شی.