د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدیدو فورمه
۱.. د کاندید نوم: ......................................................
۲ـ سیاسی حزب: (لطفا یوازی د خپل وروستۍ پنځه حزبونو نومونه په ترتیب ولیکی.)
۳ـ جنس: [ ]
الف: نارینه
ب: ښځینه
ج: خثنه
۴ـ د څو هیوادونو لپاره مو چاپلوسی او جاسوۍ کړی ده: [ ]
الف: ۲ تر ۳
ب: ۳ تر ۵
ج: حساب یې نه لرم، هر یو چې برار شوی وو
۵ـ د وروستی حزب د پریښودلو لامل: [ ]
الف: خطا وتلم
ب: وشړل شوم
ج: بل حزب رانیولم
د: هیڅ یو
ر: ټول
۶ـ په ټاکنو کې د کاندیدیدو لامل ( یو یا څو ځوابه په نښه کړی): [ ]
الف: پیسی لاسته راوړم
ب: د محکمه کیدو نه نجات ومومم
ج: د قدرت نه سوء استفاده وکړم
د: خلک می وپیژنی
ر: خلکو ته خدمت وکړم
س: هیڅ نه پوهیږم
نوټ: که ستاسو ځواب ـ ر ـ وی نو د یوه روانشناس ډاکټر له خوا د خپل دماغی حالت د سموالی سرټیفیکټ راوړی!)
۷ـ د ملت لپاره مو څو کاله خدمت کړی دی: [ ]
الف: له هغه ورځی چې پیدا شوی یم
ب: ۱ تر ۵ کاله
ج: ۵ تر ۱۰ کاله کیږی چې د ملت پیسی، کورونه او جایدادونه اخلم تر څو په قدر یې پوه شی. کوم شی چې څوک له لاسه ورکړی بیا یې په قدر یې ښه پوهیږی.
د: ۱۰ تر ۳۰ کلونه کیږی چې خلک شهیدوم تر څو جنت ته لاړ شی
ر: والله که می په یاد وی
۸ـ لطفا خپل جرمی سابفه او تاریخچه په ترتیب سره ولیکی ( که ځای کم وی نوری پاڼی ضمیمه کړی):
۹ـ تاسو په کوم مالی تخلف او رشوت کې لاس لری؟ [ ]
الف: ولی نه
ب: البته
ج: مطلقا
د: پدی کې بهرنی لاس وینم
ر: نه غواړم ځواب ورکړم
۱۰ـ ستاسو کلنی عاید د فساد له لاری څومره دی؟ [ ]
الف: ۱۰۰۰۰۰ تر ۵۰۰۰۰۰ ډالره
ب: ۵۰۰۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰۰۰ ډالره
ج: بیخی زیات
( لطفا خپل ټول ارقام له کلدار، تومان، یورو، پونډ او ډالر څخه په افغانۍ بدل کړی او لاندی یې ولیکی) ...........................
۱۱ـ آیا تاسو د افغانستان د پرمختګ لپاره کوم پلان لری؟ [ ]
الف: نه
ب: نه
ج: نه
۱۲ـ خپل لاسته راوړنی دلته ولیکی [ــــــــــــــــــــــــــــــــ]
لاسلیک ـــــــــــــــــــــــــــــ نیټه ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مننه
کور ودان
زه هم ورته کار کوم
بدر
انډیواله سلامونه
طنزونه دې ښه دی خویوکارکوه چې په لیکنوکې دې دکلام عفت مراعاتوه
ماناداچې طنزپه داسې الفاظولیکه که چې په یوه مجلس کې یې زما اوستاخوراوموریې په لوستلو ونه شرمیږی نورډیر تکړه یې کوشش وکړه په دې برخه کې زیات کار وکړې داځکه چ ې د طنزلیکلوپه برحه کې موږ ډیر لږ لیکولان لرو