انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

یو جهادی طنز


یو زوړ سور هونډا موټر سایکل باندی سپور، د زمان خان کلا یوی تنګی کوڅی څخه راووت. بور کمیس باندی یې توره سدرۍ اغوستی وه. پیښوری چپلۍ یې په پښو وی. خور یې تازه واده شوی وه. هغی ګیله کوله چې ورونه یې ورباندی پوښتنه نه کوی. فرهاد  دری ورځی مخکی د خپل خور کره راغلی و. کابل کې د تنظیمی جګړو وخت و. حزب اسلامی به د نادر خان تپی څخه پر مکروریانو باندی راکټونو فیرول او د مکروریانو څخه به جنبش او شورای نظار د نادر خان تپی او زمان خان کلا په لور ټکان کول. فرهاد ناچاره دری شپی د خور کور کې بند پاته شو. د کور د مشرۍ مسوولیت یې پر غاړه او د کورنۍ اندیښنه ورسره وه. نن ماسپښین چې ټکان کم وه،  زړه نا زړه خپل کور ته رهی شو.


 د زړو  او دریم مکروریانو تر منځ پل باندی د جنبش د یوی پوستی دریو مسلح کسانو ودروی. د پوستی مخ ته څلور سره ناستو کسانو فرهاد ته بد بد کتل. د پوستی دیوال په مرمیو سوری سوری وو، څو راکټه او کلاشینکوفه ورباندی تکیه وه. پوستی کې دننه دریو کسانو په خپل منځونو کې خبری کول او د کړکۍ څخه یې فرهاد ته په شکمنو سترګو کتل.


د فرهاد رنګ زیړ شو لکه چې وینه یې راوباسی. زړه یې ژر ژر دړبیدی. 


یوه جهادی ناره کړه:


- کته شه! دلته راشه!


 فرهاد موټر سیکل پر جیک ودروی او د عسکر خواته رهی شو. ګامونه یې سست وه، لاس او پښی یې ریژدیدل. جهادی په غبرګو سترګو او تریو تندی ورته کتل. هغه خپل سګریټ  وغورزوی، په خاورو ککړ عسکری بوټ  یې مړ کړ او په مسکا د موټر سیکل خوا ته روان شو. پر موټر سیکل سپور د پل تر پایه لاړ، راوګرځید، د فرهاد اړخ ته ودرید او دری څلور واره یې ریز ورکړ. فرهاد ته یې وویل: 


- دا موټر سیکل په څو رانیسی؟


- صیب، غریب سړی یم. زړه مور او واړه ورونه می دی. پریږده چې لاړ شم. 


- ځه ولاړ شه!  


- صیب، زما موټر سیکل؟


- اوس په مفته خلک سلام ته علیک هم نه وایی. پیسی دی راکړه، موټر سایکل واخله.


هغه له جیبه زاړه صدیان او پنځوسیان وایستل، چې غوښتل و یې شمیری، جهادی یې له  لاسه غیچ کړه.  ورته یې اخطار ورکړ چې ښور دی نه خوری او ټوله جیبونه یې  ورڅخه خالی کړه.  ورته یې وویل: 


- اوس ځه!


- صیب زما موټر سیکل؟


- ځه ورک شه. که دی بله خبره وکړه ځای پرځای دی ضربه کوم. ځه، مارش! مارش!


فرهاد چابک روان شو. فکر یې کوی چې اوس به ورباندی ډزی وکړی.  راځه منډه کړه - نه، ته خو تر مرمۍ تیز نه یې. بله چاره نسته سر دی ټیټ او ژر ژر ګامونه اخله. 


  چې له پوستی نه لیری شو، د یوی اوږدی ساه وروسته یې ځان سره یې وویل:


 خیر دی چې موټر سیکل یې واخیست، بلا دی پسی شی.  زه خو ژوندی یم. 


 دریم مکروریان په منځ کې روان وو. د  ټک و ټوک غږونه اوریدل کیدل. د پخوا په شان ګڼه ګوڼه او د ماشومانو شورماشور نه وو، یوه ویرونکی چپتیا وه. د بلاکونو څخه  چې تیر شو، څلورم مکروریانو ته نږدی د شورای نظار یوی پوستی ودروی.


- نوم دی څه دی؟ د کوم ځای راځی؟


 شونډان او حلق یې وچ وو، ناړی یې تیری کړی او په ریژدیدلی غږ یې ځواب ورکړ:


- نوم می فرهاد دی. خور می د زمان خان کلا کې اوسیږی هغه زیاته ناروغه وه، یو څه دوا می ورته وړی وه. شپاړلسم بلاک کې می کور دی. د همدی سیمی سړی یم. کور ته روان یم.  


 جهادی نږدی شو، ورته یې وویل:


-  هر څه چې لری رایې کړه.


-  هر څه چې می درلودل د زړو مکروریانو د پل پر سره پوستی  راڅخه واخیستل. که یې نه منی تلاشی می کړی.  



جیبونه یې خالی وه. جهادی په غوسه شو، لاس یې پورته کړ او په خپل ټول توان یې کلکه څپیړه ورکړه - شرررللق.


 - شرم وکه لوی سړی یې، یوه روپی هم په جیب کې نه لری. ځه ورک شه!


سر یې وګرځید، سترګو یې اوښکی وکړی، لاس یې پر مخ وینو او بی له ځنډه یې حرکت وکړ. شا ته یې  نه کتل، ژر ژر روان وو. نرم شمال یې پر مخ ولګید ځان سره موسکی شو چې:


 - یوه څپیړه  دی بلا واخلی. بی رحمه خلک دی. شکر چې ژوندی یم. 


مامون چخانسوری 

نظرات 1 + ارسال نظر
نورزی دوشنبه 15 اسفند‌ماه سال 1390 ساعت 12:18 ق.ظ

ریښتیا هم چی داغسی وو خلکو به د خپل مال اختیار ندرلود، خدای دی دوی ته رحم ورکی تر اوسه هم همداسی دی

ډیر ښکلی تنقیدی طنز دی خدای دی د لا بریالیتوب توفیق درکړی بریالی اوسی

برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد