انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

اتل!

د یو اتل کیسه


دشرات مانجی -       ۱۹۳۴ - ۲۰۰۷ 


د هندوستان بیهار ایالت په یوی څنډی کې د ګیهلور په نامه یو کوچینی کلی  پروت دی. اوسیدونکې یې د خټو په خوار و زار او د کوډلو په شان کورونو کې چې په خاشو او لرګو پوښل شوی دی، ژوند کوی.  د خلکو ژوند هم د هغوی د کورنو په شان د بی وزلی له لاسه خوار و زار دی. دا خلک د «مانجی یا موساحر» د طبقی څخه دی. د رواجونو له پلوه د مانجی قشر په ټولنه کې تر ټولو ټیټ قشر ګڼل کیدی/کیږی. دوی حتی د زمکی درلودلو حق نه درلود. د کلی خلک - که ووایو ټول اوسیدونکې یې مبالغه به مو نه وی کړی - د زمیندارانو پر زمکو شاوخوا دوولس ساعتونه شاقه کار کوی، په بدل کې ورته لږ غله یا پیسی ورکول کیږی. د «موساحر» قبیلی نوم د مږی څخه اخیستل شوی. هغه داسی چې: د درمندونو وروسته هغوی د مږو سوری لټول او د غنمو او غلو هغه وږی یې راټولول چې مږو په سوریو کې ذخیره کړی وه. خو کله چې بیا غنم یا غلی کم وه هغوی د مږو په ښکار پیل کوی او مږی یې خوړل. تر اوسه هم هلته د غریبی له امله مږی خوړل کیږی.


د ګیهلور کلی او نیږدی ښار «وزیر ګنج» تر منځ یو غر پروت دی. د غره تیږی تیره او لاره یې کږلیچه ده. هر څوک هر څوک د غره هاخوا نه شی تیریدلای. که په کلی کې څوک ناروغ یا د ښار څخه یو څه په کار شی نو اکثره به  د غره څخه راتاویږی او ۷۰ کیلومتره پلی تګ کوی چې ښار ته ورسیږی.  که دا غر د کلی او ښار تر منځ  نه وای پروت دا فاصله به ۶۰ کیلومتره شاخوا لنډه وای  یانی تر ښاره به یوازی لس - دوولس کیلومتره واټن وای. که یو څوک نه ډیر چابک او نه هم کرار پلی تګ وکړی نو عموما په یوه ساعت کې پنځه کیلومتر هواره لار تلای شی. د خلکو د څو ځله غوښتنو سره سره دولت د هغوی د مشکل په کیسه کې نه و او نه هم خلکو داسی اراده یا توان درلود چې  دا ستونزه حل کړی. د کلی اوسیدونکی به پر زمکو د کار، د بوټو ټولولو او سودا لپاره مجبور وه د غره هاخوا ولاړ شی.


و نه و، د نن څخه څه زیات یا کم پنځوس کاله مخکې؛ یوه ورځ د نورو ورځو په شان د «فاګونی دیوی» په نامه یوی ښځی، په  ټاکنده غرمه د خپل میړه لپاره چې د غره هاخوا یې کار کوی، ډوډۍ او اوبه وړه. د غره پر تیره ډبرو او لوړو ژورو یې پښه وښویدله؛ ډوډی پر زمکه ولویده، د اوبو منګی مات او د هغی پښه هم سخته ژوبل شوه.


میړه یې وږی، تږی، ستړی او پریشانه د خپل میرمنی په انتظار و. ښځه یې ناوخته خالی لاس راغله، میړه یې په غوسه شو. ښځی ورته په لمدو سترګو کیسه وکړه. هغه د خپل میرمنی د زخم او زحمت څخه  په رنځیدو شو.


 سړی چې نیمه شپه پر ځای پروت و په فکر کې یې دا خبره ګرځیدل چې  د پیړیو راهیسی دی غره خلکو ته لوی مصیبت جوړ کړی دی او هیڅوک یې هم غم نه خوری. هوډ یې وکړ چې دا غر به ماتوی.


«دشرات مانجی» سهار خپل یوه بزه بازار کې خرڅه کړه او یو کلنګ او یوه لویه میخ طویله یې رانیول. چې غره ته ورسید سمدستی یې د ډبرو په توږلو او ماتولو پیل وکړ. خلکو چې دا وړوکی او ډنګر سړی  تکی تنها، په خولو خیشت پیشت، په سپینی شلیدلی بنیا کې، یو ګلنګ او لوی میخ په لاس د لوی سپیره غر د ماتولو په حالت کې لیدی؛ ورباندی یې خندل او ریشخند یې وهی چې دی لیونی ته ګوره! ځینو بیا ورته نصیحت کوی: آه سړیه! یو انسان نه شی کولای غر مات کړی. ناکه ځان  مه ستړی کوه او د ځان څخه د ریشخند مضمون مه جوړوه! مه کوه! 


خو دشرات مانجی پر خپل هوډ ولاړ و. هغه د خلکو خبرو ته غوږ نه نیوی او نه یې هم ورڅخه کومه تمه درلوده. هغه ډنګر او وړوکی و خو په کار کې تکړه او اراده یې پخه او نه ګرځیدونکې وه. ښایی اکثره کسان د داسی یوه کار د ارادی  کولو د خیال جرئت هم و نه کړی. 

وروسته ځینو څه ډوډۍ او اوبه ورته راوړه. دشرات خپله خیمه غره او خپل کار ته نیږدی دنګه ودرول او همالته اوسیدی.


ورځی، اونۍ، میاشی او کلونه یې کار وکړ. خلکو ورته د «د غره سړی» لقب ورکړ.  له دوه ویشتو کالونو وروسته یې اوه نیم متره جګ غره مات او په کې یې ۱۱۰ متر اوږد او ۱۰ متر شاخوا پراخه لاره جوړه کړه. تر ښاره د ۷۰ کیلومتر لاره یې  په ۱۰ کیلومتره بدله کړه. 


»دشرات مانجی» ۲۰۰۷ کال د اګسټ په میاشت د سرطان له ناروغیه ومړ. هغه ویل په زړه کې یې یو ارمان پاته شو چې ښځی یې د هغه په لاس جوړ شوی لاره  و نه لیده.  


دولت ورته یوه ټوټه زمکه انعام ورکړه. دشرات خپل زمکه په کلی کې د یوه روغتون د جوړولو لپاره ورکړه. چې ژوندی و دولت ورته د همدی لاری پر سر د ښه سړک جوړولو ژمنه ورکړه، خو د دولت د نورو وعدو په شان عملی نه شوه. د دولت د ځنګلونو څانګی اداری د سړک د جوړولو سره په مخالفت کې وویل چې «دشرات» د دولت له اجازی پرته دا کار پیل کړی و نو ځکه موږ د سړک جوړولو اجازه نه ورکوو! 

ځینو دولتی چارواکو بیا ویل: نه بابا، دا کار یوازی ده نه دی کړی نورو ورسره مرسته کړی ده. خو د دی خبری په اوریدلو د کلی خلک سخته په غوسه شوه چې موږ په خپلو سترګو همدا خوار سړی لیدی   چې دوه ویشت کاله شپه او ورځ د غره په ماتولو بوخت و. که څه هم وروسته دولت ورته یوه ټوټه زمکه، افتخاری جایزی او د ناروغی پر وخت په روغتون کې مفته تداوی او د مرګ وروسته یې ورته د ملی جنازی مراسم ونیول خو هغه د دولت په اړه داسی ویلی وه: « تر څو چې ژوندی یم د خپل کلی د پرمختګ لپاره کار کوم. زه د دولتی ادارو د جزا څخه نه ویریږم او نه هم د دولت له خوا تجلیل یا افتخار غواړم!»

دشرات مانجی: خلک زما څخه پوښتنه کوی چې دا غر دی څنګه مات کړ؟ زه خپل لاس ورته ښیم او وایم په دی می مات کړ!

مامون چخانسوری

لنډه کیسه


یو کس سمندر ته په چکر تللی وو. چې ګوری توپانی څپو زیات کبان د سمندر څنډی ته راوړی وه.   پام یې یوه ماشوم ته شو چې د سمندر د څنډی څخه یو یو کب اخلی او اوبو ته یې غورځوی. هغه ماشوم ته نږدی شو  او ورڅخه یې وپوښتل: 



- څه کوی؟ 



- ماشوم: کبان اوبو ته اچوم چې مړه نه شی.



سړی شاوخوا وکتل چې په سل هاو کبان د سمندر څنډه کې لپتکی وهی. په مسکی  یې   وویل: ځان ناکه مه ستړی کوه، وګوره چې څومره زیات کبان دی دا ټوله نشی ژغورلای؟ 



ماشوم ځان ټیټ کړ، یو کب یې ونیو سړی ته یې وکتل، کب یې د اوبو خواته وار کړ او و یې ویل:  د هغه کب ژوند خو می وژغوری.

بیچاره مور

لیکنه: احمد حکمت

ژباړه: مامون چخانسوری

 

 بېچاره مور  

 

دا کیسه لکه د مینی کیسى چې د پسرلی په یوې شپې کې نرم باد د ونو او ګلبوټو پاڼی نڅوی او  په ښکلی بوی یې فضا نوره هم خوندوره کوی، نه پېلیږی.

 

بلکه دا کیسه په یوه داسی شپه کې چې د توپان زورور باد چلیږی او واوره په هوا کې دیخوا او هاخوا ته پرویی، او هوا دومره سړه ده چې شیان کنګلوی، پېل کیږی.

 

په داسی شپو کې هم زموږ د ښار د یوه لوی سړک پر غاړو ګرم رستورانونه او د واده هالونه فعاله وی، ددغو ځایونو څخه د خوشالیو، پرله پسو خنداوو، د رباب او شهباز ، د اتڼونو غږونه... د تیریدونکو پر غوږو لګیږی.

ددغه لوی سړک د یوې کوڅى پر سر یوه ښځه چې له یخنۍ راغونډه شوى او بدن یې ریژدی، لیدل کیږی.

 

دا ښځه یوه مور ده.

 

دې بېچاره مور چې د خپلې ناروغې لور د روغتیا لپاره د سوال کولو ذلت پر ځان منلى دى، داسی وایی:

اى خلکو! د خپلو ګرانو کورنیو د روغتیا شکرانه ادا کړئ، د خپلو ګرانو ماشومانو په خاطر چې هغوی خپل ژوند او د زړه بند ګڼئ، زما په دردمن حال رحم وکړئ.

 اى وروڼو: پوه شى که زما د ګرانی لور ناروغۍ نه واى مجبوره کړى، د نړۍ بل هر ډول خوارۍ او بېوزلۍ نه شواى کولاى چې په ما دا شرم او ذلت ومنی!

 

لاچارې ښځې خپلې د اوښکو ډکی سترګى پټې کړې او خپل لاس یې چې له ډیره یخه ریژدیده اوږد کړ. پداسی حالت کې چې سرتر پایه په شرم کې ډوبه وه، د یو چا د رحم او سخاوت انتظار یې کاوه.

څه بې ځایه توقع!  څه خالی انتظار!..

 

د هغو ټولو خلکو تر منځ چې ډیر مست او مغروره وو، هیچا هم ددې زاریو ته غوږ ونه نیو.

 

ددې زاریو پایله او حاصل د هغې لپاره څه و؟  

یواځی خندا! یواځی قهقه!..

 

اى خلکو! زما محتاج سره مرسته وکړى، خداى مو هیڅ وخت چا ته اړ نکړی.

څوک ځواب نه ورکوی... ساعتونه همداسی تیریږی، او هیڅوک هم ورسره مرسته نه کوی!

 

دا ښځه یوه لور لری، چې هغه یې ښوونځۍ ته استوله، د هغې په روزنه کې یې خپل تر وسه هڅه کوله او هیله یې درلوده چې هغه به تر فراغت وروسته یوه ښوونکى شی، خپل مور به وساتی، او په خوشالۍ به ژوند وکړی.

 

آه!

 اى د نیکبختۍ هیلی، ته څومره د انسانانو زړونه په خپل چال او فریب مصروف ساتى! او د نړۍ خلکو ته د خوشالۍ زیرى او د هیلو لاسته راوړلو ډاډ ورکوى!..

افسوس... د ډیرو رنځونو د زغم وروسته، هیله من کسان نا هیلی کوى او د ګل په اړه خوبونه یې په اغزیو بدلوى!...

 

ناڅاپه، لور یې د شدیدې محرقى (ټایفایډ) په ناروغۍ اخته شوه او د ناروغۍ پر کټ وغزیده. دا دوې میاشتی کېږی چې پرته ده. مور یې څه چې درلودل ددې د تداوۍ لپاره خرڅ کړل.

څه خزانه یې خو نه دلودله؟.. څه چې یې لرل ټول ختم شوه.

 ځینی وختونه ډاکټر راتلې او په تریو تندی سره به یې ناروغ ته کتله، ډاکټر هم تر هغه وخته راتلو چې فیس یې ورکول کیده!

 

هو، د بېوزلو لپاره درملنه، سکاره، ډوډۍ، خوب، هر څه قیمته وی.

 

د ژمی پدې سړى شپې کې، د لوګی ککړ څراغ رڼا ته په یوه بې غالۍ او بې سامانه خونه کې د بدبختې مور حالت له هغه څه نه چې په نظر راځی زیات خراب وو، زارۍ یې کوله او سلګۍ یې وهلې...

 سوړ باد چې د ور د درزونو څخه خونی ته ننوت د نجلۍ زلفو ته چې پر تندی یې پرتې وې لکه د پتنګ وزرونو حرکت ورکاوه.

 لکه چې ددې د روح د پرواز وخت رسیدلى وی.

 

مور یې چې دا بد حالت لیده شېبه په شېبه یې زړه نور هم ډکیده او په زړه کې یې اور لمبى کولى. د غم او انتظار له لاسه ستړى شوه، او په هغه کار یې اقدام وکړ چې یوه اونۍ راهیسی په کولو یې زړه نا زړه وه. د سوال کولو ننګ او عار یې په ځان ومنو او د ځان سره یې وویل: په نړۍ کې سخی خلک زیات دی، هرومرو یو څوک خو پیدا کیږی چې د بېوزلو لاس ونیسی!

 

خو دا دوه ساعته راهیسی څوک ددې مظلومى غږ نه اوری، د دې د اوښکو سیلاب نه وینی! □

 

اى خلکو، تاسی خو د هال د کړکۍ څخه یو ځلى دې ښځی ته ځیر شې. ددې ښځی اوښکی ستاسو تر مرغلرو ډیر ارزښت لری. پدې فیشنی محفل کې تاسی خوشالی او مستی کوې، او ستاسو د عیش محفل څخه څو ګامه لیرى په یوه خواره جونګړه کې یوه نجلۍ چې شاید ستاسو تر نجنو ښکلې وی، د زکندن په حالت کې ده.

د هغې انجلۍ د مور سترګی ستاسو د مرستو په تمه دی، خو تاسو د هغې نارې او زارۍ نه اورئ.

 

 

ښځی انتظار وکړ، ودریدله... بالاخره یې پر انسانیت باندی لعنت ووایه او د وینو نه ډک زړه او تش لاس سره خپل خرابه کور ته راغله..

.

 څه یې ولیده؟

 څراغ خاموشه شوى و، او لور یې مړه شوى وه... باد چلیدى او واوره وریدله...

 

په سبا یې وړوکى جنازه د کوره ووتله،بله ورځ د سباوون

 پر مهال د نجلۍ مور ځان سیند ته وغورزوه او د ژوند د غمونو څخه د خلاصون لپاره د څپو غیږی ته یې پناه یوړه!..

 

 اوس ګهیځ مهال لمر په خپلو وړانګو ددې ښځی ګور،

 چې په سیند کې د شګو لاندی دى، ښکلى کوی...

بېچاره مور!..

                                                                        

 

ګیدړه او لیوه

لیکنه: هنری کان

ژباړه: مامون چخانسوری

 

ګیدړه او لیوه

 

تجربه کار او د پوخ عمر ګیدړې د لیوه د ساده لوحه زوی سره انډیوالی اچولى وه.

دوی په سحراوو او ځنګلونو کې ګرځیدله، او د خپل پوهی په اندازه یې د شاوخوا شیانو د څرنګوالی او ماهیت په هکله خبری اتری کولى.

 

د لیوه زوی چې تازه د خپل مور اړخ څخه لیرى شوى وو، د ژوند لوړو ژورو  سره یې آشنایی نه درلوده. د ګرځیدلو په مهال هر څه چې یې  لیدل د هغه څرنګوالى یې د خپلد ملګری څخه پوښته او د امکان په صورت کې یې هڅه کوله چې یو پوه او هوشیاره لیوه و اوسی.

 

ګیدړه چې د وخت اوضاع او د ژوند بېلابېل پړاونه ورته مالوم وو، لږې خبرې یې کولى او د زړه د تله یې د لیوه پر ناپوهی خندله.

ګیدړه په ډیر احتیاط پر لاری تله، د یو څو ګام اخیستلو وروسته به یو ځل دریده، خپل غوږونه یې تیزول او د شاوخوا ډیر کرار غږونه ته یې پام کاوه.

د لیوه زوی چې د ګیدړې دا حرکات لیدله، حیران پاته کیده، نه پوهیده چې اوضاع څه ډول ده، او ګیدړه ولی داسی حرکتونه کوی.

 

وروسته په تنګ شو او ګیدړې ته یې وویل: انډیواله، دا ټوله اندیښنه د څه لپاره؟ په دې روښانه ورځ هیڅ خطر موږ نشی تهدیدولاى. ولی د دومره ویری او اندیښنى سره حرکت کوى؟

 

ګیدړی جواب ورکړ: کله چې د خطر او ګواښ سره ناڅاپه مخ شو بیا نو ورڅخه تښتیدل ناممکن دی، په هغه وخت کې بیا وخت له وخته تیر دى. وایې چې پدې روښانه ورځ کې موږ ته ګواښ نشته؟ ستا خوشبینی ستا د بی تجربګۍ څخه ده. زه تیاره شپه تر ورځی ښه ګڼم، ځکه د شپې لخوا انسان سره د مخامخ کیدو امکان کم وی.

 

لیوه: دا انسان چې تاسی ی دوامداره په اړه یې غږیږئ، څه ډول شى دى؟ ستا فکر تل د انسان په اړه مشغول وی. ډیر لیوال یم چې د انسان سره مخامخ شم، غواړم پوه شم چې دا څه ډول حیوان دى!؟ څه کوی؟ اندازه او حرکت یې څه ډول دی؟ شکل او څیره یې څه ډول ده؟

 

ګیدړه: په لمړی کاته هغه یو آرام او ملایم مخلوق په نظر درځی، او که ښه ورته ځیر شى نو پوه به شى چې د ظاهر خلاف پېچلى باطن لری، او بې اندازه خونخوار او خاین دى.

ځینی وختونه د چال او فریب نه داسی ډک کار وکړی چې ما هم د دام خواته کش کړی. پوست می له سره باسی!

د شا په دوو پښو دریږی، دوى مخکنۍ پښې یې وړى وی او هر ډول چې وغواړی ترې ګټه اخیستلاى شی. کوم شى یې پر اوږه وی، او هغه د اړتیا په وخت کې په خپلو مخکنیو پښو نیسی، نه پوهیږم چې څه تدبیر په کار وړی، د هغه شی څخه وحشتناکه غږ پورته کیږی او له خولى یې اور وځی چې د لویو بدبختیو لامل ګرځی!

 

لیوه: د انسان غاښونه مخروطی شکل لری، او شکوونکی دی؟

 

ګیدړه: نه پوهیږم، خو فکر کوم چې زموږ تر غاښو واړه دی.

لیوه: ښځینه انسان څه ډول دى؟ تر نر ښکلى ده؟ په خیانت او بدکاری کې لکه نر ده؟

 

ګیدړه: پدې اړه اندونه بیل دی. خو زما په اند ظاهرا ښځینه یې تر نر جذابه او ښکلى مالومیږی.

 

دوی لا په خبرو بوخت وو، چې یو انسان له لیرې ښکاره شو، ګیدړی وویل:

انډیواله! ودریږه! او هغه چې وینې، پام ورته وکړه!

 

وړوکى لیوه ځیر شو او ویې ویل: دا خو هغه څه چې تا د انسان په هکله وویل هغسی دى، خو زیات کوچینى په نظر راځی!

 

هغه یو ماشوم هلک وو چې د لرګی سره یې لوبی کوله.

 

ګیدړه: دا یو ماشوم انسان دى او تر اوسه بشپړ انسان شوى ندى، د انسان اولاد دى. هغه به هم یوه ورځ د یو پوخ او بشپړ انسان مقام ته ورسیږی...

 

لیوه: آه! څه وخت به د انتظار له زحمت نه خلاص شم او یو بشپړ انسان ووینم!

 

ګیدړه: بېړه مکوه! خپل هیلی ته به ورسیږى، کیداى شی همدا اوس برى شې او دا ښه مخلوق به ووینې!

 

ګیدړی خپلې خبری لا پاى ته نه وى رسولی چې یو بل څوک ښکاره سو. د هغه په لیدو سره سمدستی خپل په خیټی پریوت. خو لیوه بیله دې چې خپل  ځاى یا حالت ته توپیر ورکړی، تماشه یې کوله.

 

یو زوړ سړى چې ملا یې کړوپه وه، دواړه لاسونه یې ترشا نیولی وو او زمکی ته یې کتله په کرارو ګامونو له هغه ځایه تیریده.

 

ګیدړی خپل ملګری ته وویل: دا انسان بیا زوړ او له کاره لویدلى دى، د ژوند مزلونو دده څخه ځوانی تښتولى ده، دې یو وخت یو کارنده انسان وو!

 

د لیوه زوی چې د انسان په اړه د زیاتو خبرو اوریدلو څخه ستړى شوى و، وویل:

هیڅ می له هیره نه وځی، کله چې  د شیدو ماشوم وم او شوخی می کوله مور می د انسان په راتګ سره ویرولم، او زه به له ویری کرار کینستلم. په هغه وخت کې می انسان ونه لید، او تر اوسه می لا یو بشپړ انسان ندى لیدلى.

بیا یې په خواشینۍ سره وویل: اوس یې به هم ونه وینم.

 

ګیدړې چې د ژوندانه ډیری حادثى لیدلی وی، په تعحب سره یې خپلې اوږې وڅنډلی او پوزخند یې وواهه. په همدى مهال یو شکاری د ښى خوا څخه څرګند شو.

 ګیدړی وویل:

اى ملګرى! پام وکه. هغه وینې؟ هغه یو بشپړ او خطرناک انسان دى. که غواړی ورته نږدى ولاړ شى ستا سره به انډیوالی ونشم کړاى!

ځان یې تیښتی ته چمتو کړ او ویې ویل: ښه وختونه! 

 

په منډو یې پېل وکړ او یوى ګوښى ته یې ځان ورساوه.

 

کله چې شکاری لیوه ولید، سمدستی یې ټوپک د خپل اوږى څخه کښته کړ او په زنګون شو، د ناپوه او وړوکی لیوه خواته یې نشانه برابره کړه او ډز یې ورباندی وکړ. مردکه د لیوه پر اوږو ومښته.

لیوه بېچاره څو ځلی پر ځان تاو را تاو شو، د بوغارو او چیغو سره یې په تیښتی پېل وکړ او ځان یې ګیدړې ته ورساوه.

 

 ګیدړی د ټوکو په انداز ورڅخه وپوښتل:

 انډیواله! وخت درباندی څه ډول تیریږی؟ د خان صیب سلامت وجود لپاره باید شکر وباسو! آخر دی انسان ولیده او د هغه د دوستانه ملاقات خوند دې وڅکه!

 

لیوه: هو! ومی لید، کاش هیڅ می نه واى لیدلى! څه بدخویه مخلوق! زموږ تر داړنو لیوانو هم وحشی او په وینو ککړ دى!...

 

ګیدړه: ستا سره یې څه وکړه؟

 

لیوه: څه  به یې کړی واى! څه چې دې مخکی وویل هغه چم وشو. په خپلو دوو مخو پښو یې کوم شى له اوږى کښته کړ او زما خواته یې ونیو، ناڅاپه اور می مخې ته بل شو او خوږ یې کړم... ما خو د هغه سره هیڅ غرض هم نه درلوده!

 

ګیدړه: ښکاره خبره ده چې تا د هغه سره کار نه درلوده. خو ته څه لیوه نه یې؟ او هغه څه انسان ندى؟ هغه خپل د انسانیت په وظیفى عمل وکړ!

 تر اوسه لا ماشوم یې، یو څه موده لا صبر وکړه تر څو زما په خبره ښه پوه شى. هر څومره چې غاښونه دی تېره شی د زمان په احوالو او انسان په خویونو به ښه پوه شى. په ژوندانه  کې باید هر ګام په احتیاط واخلى تر څو د چا ښکار ونه ګرځى!