امریکا
ستا د درواغو اوښکی
ستا مکاره خندا
زموږ خطا ایستل دی
بل څه نه دی
ستا د خپلواکۍ د هیلو تش شعارونه
ستا نه مړیدونکی حرص دی
زموږ د وینو تویول دی
بل څه نه دی
د آزادۍ په نوم ستا جګړ
زموږ د واک اخیستل دی
بل څه نه دی
دا ستا د پیړیو لوبه
استثمارول دی
بل څه نه دی
طالب
زموږ ماشومان انتهاری روزل
زموږ بربادول دی
بل څه نه دی
د ښوونځیو سووځل
د زده کوونکو وژل
موږ پیړی پیړی پر ښا اچول دی
بل څه نه دی
ستا د جنت زیری
ستا د قربانۍ ډرامه
موږ په بیلابیلو نومونو اغوا کول دی
بل څه نه دی
ستا د الله و اکبر ناره
د چاودنی د دړز غږ
ستا مغز پریول
ځان او د خپل نسل وژل دی
بل څه نه دی
ټوپکسالار او جهادی
ستا د جهاد جهاد ناری
د هیواد ورانول دی
بل څه نه دی
په بیګناه وینو ستا سره لاسونه
ستا د لاسه ټپی زړونه
ستا د تیرو کیسو بیانول دی
بل څه نه دی
ستا خبری
ستا کردار
د هیواد خرڅول دی
بل څه نه دی
ستا ملاتړ
او
په واک کې پایښت
د مظلوم د حق خوړل
د انصاف خفه کول دی
بل څه نه دی
نه امریکا، نه طالب، نه ټوپکسالار او جهادی!
مامون
بډو خان د نیویارک په کوڅو کې چکر واهه. ګوری چې یو کوټه او وحشی سپی د کومی ماشومی انجلۍ پسی دی. سپی پر انجلۍ حمله کړه. بډو خان ور منډه کړه او د سپی سره په جګړه شو. په یوه غټ لرګی یې سپی پر سر وواهه او انجلۍ یې وژغورل.
له هاخوا د انجلۍ مور په منډه راغله او بډوخان ته یې وویل:
- ډیره مننه چې زما ماشوم دی وژغوری. په ریشتیا چې ته نامی یې. سبا به ټول اخبار او مجلی ستا په هکله خبری وکړی. د اخبارو عنواین به وی. ْ د نیویارک یو بهادر اوسیدونکی د یوه ماشوم ځان له وحشی سپی څخه وژغوری! ْ
بډو خان ورته وویل:
- زه د نیو یارک اوسیدونکی نه یم.
د ماشومی مور وویل:
- ښه، نو بیا به په اخبار کې داسی ولیکل شی چې: یو بهادر امریکایی د یوه ماشوم ځان له وحشی سپی څخه وژغوری!
- زه امریکایی هم نه یم.
- نو، ته له کوم ځای یې؟
- زه د افغانستان یم.
په سبا یې بډو خان د اخبار عنوانونه وینی چې پکی لیکلی:
یوه بنسټ پاله افغان یو امرکایی سپی وواژه!