-
یو بندی احساس
دوشنبه 5 فروردینماه سال 1392 21:33
یو بندی احساس نوم یې پښتون غوسه او خپه بی وسه، لکه یو قیدی د زندان په کنج کې پر کوناټو ناست، وروڼونه پر ځیګر مښتی، لاسونه تر پښو راتاو، سر پورته کړی، لوړ وګوری: څیری کې مایوسی سترګو کې غوسه چپه خوله ډک زړه ژور ټپونه سوځیدلی خیالونه ځان یې تقدیر ته سپارلی ته وا ماته یې منلی پر ځان شکی ځانته خشمیدلی سرچپه حالت ناروغۍ یې...
-
اتل!
جمعه 27 مردادماه سال 1391 23:27
د یو اتل کیسه دشرات مانجی - ۱۹۳۴ - ۲۰۰۷ د هندوستان بیهار ایالت په یوی څنډی کې د ګیهلور په نامه یو کوچینی کلی پروت دی. اوسیدونکې یې د خټو په خوار و زار او د کوډلو په شان کورونو کې چې په خاشو او لرګو پوښل شوی دی، ژوند کوی. د خلکو ژوند هم د هغوی د کورنو په شان د بی وزلی له لاسه خوار و زار دی. دا خلک د «مانجی یا موساحر» د...
-
یو جهادی طنز
یکشنبه 14 اسفندماه سال 1390 23:40
یو زوړ سور هونډا موټر سایکل باندی سپور، د زمان خان کلا یوی تنګی کوڅی څخه راووت. بور کمیس باندی یې توره سدرۍ اغوستی وه. پیښوری چپلۍ یې په پښو وی. خور یې تازه واده شوی وه. هغی ګیله کوله چې ورونه یې ورباندی پوښتنه نه کوی. فرهاد دری ورځی مخکی د خپل خور کره راغلی و. کابل کې د تنظیمی جګړو وخت و. حزب اسلامی به د نادر خان تپی...
-
لنډه کیسه
یکشنبه 13 آذرماه سال 1390 06:46
یو کس سمندر ته په چکر تللی وو. چې ګوری توپانی څپو زیات کبان د سمندر څنډی ته راوړی وه. پام یې یوه ماشوم ته شو چې د سمندر د څنډی څخه یو یو کب اخلی او اوبو ته یې غورځوی. هغه ماشوم ته نږدی شو او ورڅخه یې وپوښتل: - څه کوی؟ - ماشوم: کبان اوبو ته اچوم چې مړه نه شی. سړی شاوخوا وکتل چې په سل هاو کبان د سمندر څنډه کې لپتکی وهی....
-
د فلسطین نه یو مین
سهشنبه 19 مهرماه سال 1390 23:46
د فلسطینی شاعر محمود درویش د یوه شعر ژباړه: د فلسطین نه یو مین د هغی سترګی فلسطینی دی د هغی نوم فلسطینی دی جامی او خپګان یې فلسطینی دستمال یې، پښی او وجود یې فلسطینی خبری او چپتیا یې فلسطینی غږ یې فلسطینی زیږیدنه او مړینه یې فلسطینی
-
بد دی ګرځوه د ښه څخه دی بیزار یو!
چهارشنبه 9 شهریورماه سال 1390 08:04
بد دی ګرځوه د ښه څخه دی بیزار یو د پرویز مشرف مرکی (بی بی سی ۲۹ می ۲۰۱۱) په ځواب کې د پاکستان پخوانی صدر اعظم پرویز مشرف څخه پوښتنه وشوه چې: ولی د پاکستان څخه طالب جنګیالی یا ترهګر افغانستان ته ځی او د هغه ځای د حکومت په وړاندی جنګیږی؟ هغه داسی ځواب ورکړ: ګوری، په افغانستان کې پیړۍ راهیسی پښتانه حکومت کوی. خو اوس دولت...
-
د بامیان بتان او د ملا عمر دلایل
جمعه 19 آذرماه سال 1389 07:43
د بامیان بتان او د ملا عمر دلایل د سټیو کول د - پیریانو جګړی - کتاب څخه Ghost Wars by Steve Coll د ۲۰۰۱ کال مارچ په میاشت کې د طالبانو دولت تصمیم ونیوی چې په افغانستان کې ټوله هغه بوتان له منځه یوسی چې د انسان په څیر جوړ شوی دی . د بامیان لوی بوتان په سیمه کې د بودیستانو د مذهب خپریدو سره په ۲ - ۵ زیږد کال کې توږل شوی...
-
دا مو حال دی چې نه چاغیږو
دوشنبه 29 شهریورماه سال 1389 02:27
دا مو حال دی چې نه چاغیږو کله چې په امریکا کې د یوی وړی کلیسا مشر، ټیری جونز، د سپټمبر پر ۱۱مه د قرآن سوځونی ګواښ وکړ، د نړۍ اکثره مسلمانان یې- په ځانګړی توګه د افغانستان خلک چې د همداسو خبرو پر وړاندی پر ماشه دی- په شور کړل. خو وروسته بیا د هر لامله چې وو، ټیری، د خپل خبری څخه واوښت او ویې ویل: « زه به هیڅکله قرآن و...
-
ټوکی
سهشنبه 2 شهریورماه سال 1389 01:48
د جهاد لمړی ورځی شپی وی. جهادی مشران په خپله کوټه کې سره پراته وه چې یو ځل په بوټو کې د کوم شی غږ شو. یوه یې بل ته وویل : هلکانو ویښ شی چې خطر دی. ټولو خپل ټوپکان راواخیستل او بهر ووتل. په بوټو کې کوم شی دیخوا هاخوا حرکت کوی. دوی هم له ویری د الله و اکبر ویلو سره ټکان پیل کړل. وروسته له څو شیبو څخه کرار کرار د بوټو...
-
ستاسو د روغتیا لپاره نسخی!؟
پنجشنبه 14 مردادماه سال 1389 00:04
دا درمل وخوره روغ به شی . که روغ نه شوی، نو بیا دا بل شربت د دی ټابلیټونو سره وخوره . که بیا هم روغ نشوی دا بل درمل به دی روغ کړی، دخیره . د احتیاط لپاره دا درمل هم درسره واخله که هغو نورو تاثیر و نه کړ دا به دی هرومرو روغ کړی . او که چیری د دی ټولو درملونه سره سره هم روغ نه شوی، بیرته د معاینی لپاره راشه . نه، دا د...
-
پارلمان ته د کاندیدیدو فورمه
یکشنبه 27 تیرماه سال 1389 07:23
پارلمان ته د کاندیدیدو فورمه ۱- د کاندید نوم: ...................................................... ۲ـ سیاسی حزب: (لطفا یوازی د خپل وروستۍ پنځه حزبونو نومونه په ترتیب ولیکی.) ۳- ستاسو انتخابی نښان څه دی؟ [ ] الف: پرتوګاښ (چې پرتوګاښ نه وی غزت خوندی نه دی) ب- ګډوه (ګډوه نه وی استنجا وهل ستونزمنه ده) ج- کانډوم (د نفوس...
-
نه امریکا، نه طالب، نه ټوپکسالار او جهادی!
دوشنبه 17 خردادماه سال 1389 22:38
امریکا ستا د درواغو اوښکی ستا مکاره خندا زموږ خطا ایستل دی بل څه نه دی ستا د خپلواکۍ د هیلو تش شعارونه ستا نه مړیدونکی حرص دی زموږ د وینو تویول دی بل څه نه دی د آزادۍ په نوم ستا جګړ زموږ د واک اخیستل دی بل څه نه دی دا ستا د پیړیو لوبه استثمارول دی بل څه نه دی طالب زموږ ماشومان انتهاری روزل زموږ بربادول دی بل څه نه دی...
-
امریکایی میډیا
شنبه 1 خردادماه سال 1389 20:20
بډو خان د نیویارک په کوڅو کې چکر واهه . ګوری چې یو کوټه او وحشی سپی د کومی ماشومی انجلۍ پسی دی . سپی پر انجلۍ حمله کړه . بډو خان ور منډه کړه او د سپی سره په جګړه شو . په یوه غټ لرګی یې سپی پر سر وواهه او انجلۍ یې وژغورل . له هاخوا د انجلۍ مور په منډه راغله او بډوخان ته یې وویل : - ډیره مننه چې زما ماشوم دی وژغوری. په...
-
د جګړی ځپلو ماشومانو اکو بکو
سهشنبه 17 فروردینماه سال 1389 21:14
اکو بکو سرسیندکو خوب والوت د سرتیرو په ترپکو درخانۍ خوری ته ورته را وځه چې ورسره سپی دی که ټوپک دوی ناست په میدان غشی ولی زموږ په دالان دا دالان کی څومره ناری دی اوښکی څاڅی لکه باران په نړۍ کی د وینو تږی پاچاهان دی موږ ولی په خپلو کورو کی موږ تښتو په شیبو کی د شیبو سپینو کوترو نه لاره ورکه په آسمان یو خواته دی سرتیری...
-
افغان ماشوم
پنجشنبه 26 آذرماه سال 1388 01:21
دلته د افغان کور دی. چیغی، ناری او سلګۍ دی. زوړ، ځوان او ماشوم ټوله وهم اخیستی دی. ټوله عمر په وهم کې تیروی. دلته پیړۍ راهیسی د سولی خوبونه لیدل کیږی. ماشوم د انا د خواږه کیسو پر ځای د ناڅاپه چاودنو ږغونه اوری. نیمه شپه د چورلکو غږ شی، سپیان په غپا کور ته را ننوځی او ټوله له خوبه راوپاڅی. سپی ماشوم ته نږدی شی بوی یې...
-
د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدیدو فورمه
یکشنبه 25 مردادماه سال 1388 22:28
د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدیدو فورمه ۱ .. د کاندید نوم: ...................................................... ۲ ـ سیاسی حزب: (لطفا یوازی د خپل وروستۍ پنځه حزبونو نومونه په ترتیب ولیکی.) ۳ ـ جنس: [ ] الف: نارینه ب: ښځینه ج: خثنه ۴ ـ د څو هیوادونو لپاره مو چاپلوسی او جاسوۍ کړی ده: [ ] الف: ۲ تر ۳ ب: ۳ تر ۵ ج: حساب یې نه...
-
ولسمشر مرضی او سپینی خبری (طنز)
پنجشنبه 22 مردادماه سال 1388 22:08
لیکونکی: انډیوال ولسمشر مرضی او سپینی خبری د ټلیفون ګوښۍ په زنګیدو شوه. د شیعګانو د کومی ټولۍ مشر شریعتی صیب، چې د خپل ښځی او لورګانو سره یې جګړه کړی وه او عصاب یې خراب وو ولسمشر مرضی ته زنګ وواهه. شکایت یې درلود چې ښځه او کوچینان یې په خوله نه کوی او بی له دی نه چې له د څخه اجازه واخلی بهر ته د سودا لپاره ځی. همدا...
-
د ولسمشرۍ لپاره کاندید
دوشنبه 15 تیرماه سال 1388 02:41
د بډو خان خر ورک شو. بیچاره بی وزله وو او همدا یو خر یې د کر تر ځای د ټرانسپورټ وسیله وه. خر یې ورباندی ډیر زیات ګران وو، نو ځکه یې پایڅی بر و وهلی او د خره په لټه روان شو. ځنګل، دښت، بڼونه او کښتونه ټول یې ولټول خو خر یې و نه موند. یوه انډیوال یې ورته وویل: بډو خانه، دا ځایونه چې ته د خپل خره د موندلو لپاره لټوی...
-
[ بدون عنوان ]
دوشنبه 25 خردادماه سال 1388 04:09
پریږده چې بیا دا سوځیدلی دشتی د پیغلو څڼو ته ګلونه راوړی د غم له ساندو ستړی سوی کوڅی بیا اتڼونو ته ډولونه راوړی جهانی
-
مینه هم عجب شی دی
جمعه 18 اردیبهشتماه سال 1388 00:54
مینه هم عجب شی دی مور سره وی، نو عبادت دی پلار سره وی، نو مقدس شی دی ورور سره وی، نو طاقت دی خور سره وی، نو فرض دی او د ښځی سره چې وی نو بیا خلک وایی دله دی د ښځی نه ویریږی !
-
ها ها ها
چهارشنبه 9 اردیبهشتماه سال 1388 07:55
یو ملا په لمونځ کې پوسکۍ واچوله. چې سلام یې وګرځاوه. یو کس ورته وویل: ملا صیب کمال دی وکړ. په پنچر ټیر دی موټر منزل ته ورساوه.
-
دا څه دی !
جمعه 14 فروردینماه سال 1388 06:56
وایی چې په هیواد کې زیات کسان خپل زامن له ښوونځۍ څخه باسی. دوی وایی چې ښوونځۍ موونځۍ یې په درد نه خوری، له ښوونځۍ نه یې ځکه باسم چې وزیر ترینه جوړ کړم.
-
ورته خانده
دوشنبه 26 اسفندماه سال 1387 17:56
ورته خانده له سیاف څخه یې وپوښتل، چې کولای شی په انګریزی تر لس پوری وشمیری. سیاف وویل ولی نه: Ten, nine, eight, seven, sex نعوذ باالله, five, four, three, two, one اسماعیل خان چې غوښتل د علم تعریف وکړی او ښکاره کړی چې دی د ټولو عالمانو قدر کوی که مسلمان وی او که نه، خپل په وینا کې یې داسی وویل: که ادیسن بریښنا نه وای...
-
هغه خرک او درک
جمعه 23 اسفندماه سال 1387 18:33
هغه خرک او درک په میلیونونو بیګناه کسان ووژل شول، میلیون کسان معیوب او محتاج شول، په میلیونونو کډوال او آواره شول، د هیواد روڼ اندی طبقه تقریبا له منځه ولاړه، میلیون کسان بی سواد پاته شوه، پوهنتونونه او ښوونځۍ خالی شوی، تضاد خپل اوج ته ورسید، د خلکو کورونو او جایدادونه چور شول، بی ناموسۍ وشوی، هیواد ټوټی ټوټی او هره...
-
قصور زما خپل دی
یکشنبه 24 آذرماه سال 1387 02:56
د هندی شاعر، جاوید اختر د یوه شعر ژباړه. ریښتیا خو دا ده چې قصور زما خپل دی تمنا می درلود چې سپوږمۍ ته لاس ووهم آسمان می پر زمکه غوښتی غوښتل می ګلان پر ډبرو شنه شی په اغزیو کې د خوشبوی په لټه وم هیله می درلود چې اور یخنی راکړی په واوره کې می ګرمی لټول هر خوب چې می لیده، غوښتل می ریښتیا شی د دی سزا خو را ته رسیدله هو،...
-
ولامبه
یکشنبه 5 آبانماه سال 1387 21:57
ولامبه جورج بش او مشاور یې په یوه پارک کې خبری کول: بش: غواړم چې دریمه نړیواله جګره پیل کړم. مشاور: سمه ده، یو څو میلیونه بیګناه افغانان او عراقیان به و وژنو او یوه ښکلی ښایسته نجلۍ (اروپایی یا امریکایی) به هم مړه کړو. یو کس چې ددوی خبری یې اوریدل ور نږدی شو او دوی ته یې وویل: دا ښایسته نجلۍ ولی وژنی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ د بش...
-
توپیرونه
جمعه 3 آبانماه سال 1387 21:44
تو پیرونه
-
بهرنی سپی- عکس
دوشنبه 29 مهرماه سال 1387 07:41
-
بهرنی سپی
سهشنبه 23 مهرماه سال 1387 04:10
څوک چې د لیکلو سره مینه لری او لیکل یې مرض وی، نو چې بل هیواد ته ځی د هغه هیواد د خلکو د ژوند، کلتور، پرمختګ او ځینی هم خپل خاطری لیکی او عسکونه اخلی. خو زه به د سړیو په هلکه نه بلکه د سپیو په هکله څه ولیکم،البته بهرنی (کاناډایی، امریکایی او اروپایی، اسټرلیایی هم ور اضافه) سپیو په هکله. ښه خبره پدې لیکنه کې به دا وی...
-
ټوکی
سهشنبه 19 شهریورماه سال 1387 02:43
ټوکی سړی: مولوی صیب زما سپی وفات شوی دی او غواړم ختم ورته ونیسم. مولوی: سپی ته ختم نیول ګناه لری، ځه توبه وباسه! سړی: نه، زما سپی وصیت کړی وو چې باید حتما ورته ختم ونیسم. مولوی: (په قهر) ګناه لری په خبره پوهیږی که نه؟ سړی: زما سپی همدارنګه وصیت کړی وو چې مولویانو ته یوه یوه جوړه کالی ورکړم. مولوی: مرحوم نور څه ویلی...