انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

ټوکی

ټوکی  

سړی: مولوی صیب زما سپی وفات شوی دی او غواړم ختم ورته ونیسم.

مولوی: سپی ته ختم نیول ګناه لری، ځه توبه وباسه!

سړی: نه، زما سپی وصیت کړی وو چې باید حتما ورته ختم ونیسم.

مولوی: (په قهر) ګناه لری په خبره پوهیږی که نه؟

سړی: زما سپی همدارنګه وصیت کړی وو چې مولویانو ته یوه یوه جوړه کالی ورکړم.

مولوی: مرحوم نور څه ویلی دی. 

 

بډو خان مړ شو او وروسته له مرګه ملایکو  بلې نړۍ (آخرت) ته بوت. بډو خان له ملایکو نه وپوښتل چې تاسو څه ډول پوهیږی چې یو کس څو ځلې دروغ ویلی دی؟ ملایکو بډو خان یوې خونی ته بوت چې هلته زیات ساعتونه پر دیوالو باندی ځوړند وه. ملایکو وویل: هر ځلې چې یو څوک دروغ وایی د ساعت عقربه یو ځلې حرکت کوی. هغه ساعت د ګاندی دی په ټول عمر کې یې دوه، درې ځلې حرکت کړی همدا ډول د پاچا خان ساعت. هغه بل ساعت د کرزی دی هغه په څو ساعتونو کې یو ځلې حرکت کوی. بډو خان حیران پاته شو ځکه د جهادی مشرانو ساعتونه یې و نه موندل. بډو خان د ملایکو وپوښتل د جهادی مشرانو (مسعود، حکمتیار، ربانی، دوستم، سیاف، فهیم ...) ساعتونه نشته؟ ملایکو وویل هو، د دوی د ساعتونه څخه موږ په خپل دفترونو کې د چت د پکی په توګه کار اخلو.

نظرات 1 + ارسال نظر
ایمل هاشور سه‌شنبه 19 شهریور‌ماه سال 1387 ساعت 09:41 ق.ظ

ډیر خوند یې وکړ. له دې ډیرې مودې وروسته مې وخندلى. زموږ په هیواد کې خو خندا مړه شوی او آن ژړا هم د ځنکندن په حال کې ده.

مرحوم او بیا هم مرحوم او مرحوم، رښتیا چې ښایی همداسې چل و مل ورسره وشی.

یادیږى مې
هاشور

برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد