ورته خانده
له سیاف څخه یې وپوښتل، چې کولای شی په انګریزی تر لس پوری وشمیری.
سیاف وویل ولی نه:
Ten, nine, eight, seven, sex نعوذ باالله, five, four, three, two, one
اسماعیل خان چې غوښتل د علم تعریف وکړی او ښکاره کړی چې دی د ټولو عالمانو قدر کوی که مسلمان وی او که نه، خپل په وینا کې یې داسی وویل:
که ادیسن بریښنا نه وای اختراع کړی نو اوس به موږ ټلویزیون په توره تیاره کې کاته!
مسعود د کورنۍ جګړی په وخت کې خپل د جبهی مړی ټولول او په بوجیو کې یې اچول. یو کس چې ډیر زیات زخمی وو په ستونزی سره مسعود ته وویل چې، زه مړ نه یم، زخمی یم.
مسعود: چپ شه، ته مړ یې خو اوس ګرم یې په ځان نه پوهیږی.
کله چی پلار ته وویل شی ماشوم وساتی!
ښاغلی متلوال سره مرکه
ښاغلی متلوال اکثری خبری په متل کوی. نن د متلوال سره د ثور د ۸ نیټی په هکله خبری اتری کوو.
غوږ شئ!
انډیوال: ښاغلى متلوال ښه راغلاست
متلوال: مننه، که انډیوال یې که نه یې مجبوره یم چې انډیوال درته ووایم ځکه نوم دی انډیوال دى.
انډیوال: وی موری، دا څه بلا دى. په هره توګه. د ثور په ۸ جهادی مشران د افغانستان څخه د شوروی د ایستولو ورځ ولمانځل، تاسی ددغی ورځ لمانځل ددوی له خوا څه ډول ارزیابی کوئ.
متلوال: ښه کار وشو چې شورویان یې وایستل خو وروسته بیا جنګ پر پوستین (څوکۍ) پېل شو!
انډیوال: د سټډیوم پر شاوخوا یې ځینی عکسونه لګولی چې په هغوی کې د احمدشاه بابا او میرویس نیکه عکسونو تر څنګ یې د احمدشاه مسعود او مزاری عکسونه هم لګولی دی، پدې اړه څه وایې؟
متلوال: د کم اصل لویتیا د اصیل سپکتیا وی!
انډیوال: جهادی مشران ډیری ښى ویناوی کوی.
متلوال: په خوله خواږه دی او په زړه کاږه!
انډیوال: شورویان چې د افغانستان څخه ووتل وروسته بیا کورنۍ جګړه پېل شوه، آیا جهادی مشران پدې کې ملامت دی؟
متلوال: لمر په دوو ګوتو نه پټیږی!
انډیوال: آیا جهادی مشران خپل په اشتباهاتو نه پوهیږی؟
متلوال: خپل عیب د اوږو منځ وی!
انډیوال: جهادی مشران په عزت او درانه لقبونو ویناوو ته غوښتل کیږی.
متلوال: دنیا چې پر خره بار کى، خر خیرالله خان شی!
انډیوال: کله چې د بشر حقونه جهادی مشران د بشر حقونو ناقضان بولی، پر جهادیانو بده لګی او ولی ځینی یې دفعتا غبرګون ښکاره کوی؟
متلوال: د غله په ږیره خس وی!
انډیوال: که تیر هیر کړو، اوس جهادی مشران ادعا کوی چې دوی غواړی خلکو ته خدمت وکړی، او دا ځپلى هیواد سمسور او ودان کړی.
متلوال: په ګوړه ویلو خوله نه خوږیږی! او، چې هوسۍ نیسی د هغو تازیانو خولې توری وی!
انډیوال: جهادی مشران ادعا کوی چې دوی بې ګناه دی، کورنۍ جګره یو اضطراری حالت وو.
متلوال: ویل یې توتکۍ بیګناه ده. ورته یې وویل: د چمن چنجیان وپوښته!
انډیوال: کله چې کورنۍ جګړه پېل شوه اوحالات زیات کړکیچن شوه، د خلکو کورنه لوټ شوه، بې عزتیانی وشوى... خلک ادعا کوی دا همدغه جهادیان وه چې دغه کارونه یې کول، تاسی څه وایاست؟
متلوال: شرمښ له خدایه څه غواړی؟ باد او باران!
انډیوال: جهادیان وایی چې طالبان د افغانستان شاته تګ لوی لامل وه.
متلوال: غلبېل منګی ته ویل سورۍ!
انډیوال: جهادیان شرم لری؟
متلوال: شرمیږی هغه چې په شرم پوهیږی! او حیا ولاړه او شرم غره ته وخوت!
انډیوال: زمونږ ملت ټنبل دى که دولت؟
متلوال: څه غنم لانده او څه ژرنده پڅه!
انډیوال: نړیوال مرستی کولاى شی چې زموږ هیواد ودان کړی؟
متلوال: د نړیوالو مرستو ګټه خو ملت ته نه رسی، د سوال په اوبو ژرنده نه چلیږی!
انډوال: تاسی چې داسی خبری کوی، د جهادیانو څخه نه ویریږئ؟
متلوال: لڅ له اوبو نه ویریږی!
انډیوال: ښاغلى متلوال ستاسو څخه مننه. هیله ده چې ستاسو غږ ملت ته ورسی او دولت یې هم واوری.
متلوال: څه ګټه، کاڼه ته ډول مه وهه، ړانده ته رقصیږه مه!
انډیوال: پدې هیله چې په هیواد کې ټول کاڼه او ړانده نه وی. ستاسو پیغام ځوانانو ته څه دى؟
متلوال: هغه متل چې مخکې می هم ووایه، په ګوړی ویلو خوله نه خوږیږی!