د ۱۱ سپټمبر له واقعی څخه وروسته دا څرګنده نه وه چې اسامه بن لادن مړ دی که ژوندی. اسامه ددی لپاره چې د خلکو او د امریکا د ولس مشر جورج بش دغه شک لیری کړی نو په لاس یې ورته خط ولیک ( کله چې بش دده لیک ووینی نو پوه به شی چې سړی ژوندی دی). په خط کې لیکل شوی وه چې: 370HSSV 0773H ، بش پوه نه شو چې له دی نه مقصد څه دی. کانډولیزا رایس ته یې خبر ورکړ خو هغه هم پوه نه شوه. FBI, CIA ټوله عاجز پاته شوه. با الاخره خدای نظر اکا یې د مرستی لپاره وغوښت. خدای نظر اکا چې دا کوډ ولید نو په ۱ دقیقی که پوه شو او بش ته یې وویل چې: انډیواله، لیک دی چپه نیولی دی!!!
نوټ: (370HSSV 0773H) چپه ونیسی او ویې لولی.
د افغانستان د بریښنا او اوبو وزیر او ځینی نور وزیران په چورلکۍ کې کوم ولایت ته تلل. هوا خرابه شوه او چورلکه د یوه بزګر پر کر ولویده. بزګر چې ولیدل وزیر صاحبان دی نو مړو ته یې قبرونه وکیندل او ښخ یې کړل.
وروسته له څو ساعتونو څخه ایمرجنسی چورلکۍ او ځینی لوړپوری چارواکی راغلل. له بزګر څخه یې وپوښتل: ټول شهیدان شول؟
بزګر ورته وویل: ځینی یې مړه وه او ځینو یې ویل چې زه ژوندی یم، تاسی خو بهتره پوهیږی چې ددی وزیرانو پر خبرو اعتبار نشته نو ځکه ټوله می ښخ کړی.
هلو اس هول سر راسته