انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

د کراچی که چاه بهار بندر؟

 

مامون واک لیکنه د کلید اوونیزی

 

د کراچی که چاه بهار بندر؟

 

افغانستان د خپل اقتصاد او نورو سکټورونو پیاوړی کولو لپاره عایداتی سرچینو ته زیاته اړتیا لری. د اقتصادی پرمختیا لپاره د مناقلاتی لارو، اقتصادی بیخ بنسټونو او د سوداګرۍ لپاره مناسبو او محفوظو کانالونو جوړول، تر ټولو ستر اصل ګڼل کیږی. افغانستان د دی وړتیا لری چې د سوداګرۍ لپاره یوه ستره لاره وی چې سویلی او مرکزی آسیا د منځنی ختیځ او اروپا سره ونښلوی. همداراز افغانستان د روسیې او مرکزی آسیا هیوادونه د بحر سره تر ټولو نږدی لاره ده. د پاکستان لپاره هم، افغانستان د مرکزی آسیا سره د سوداګرۍ لپاره اقتصادی لاره ګڼل کیږی.

 

افغانستان د خپل سوداګرۍ لپاره کولای شی چې د پاکستان د ګوادر او کراچی بندر او د ایران د چاه بهار بندر څخه ګټه واخلی. اوس مهال د بهر سره د افغانستان سوداګرۍ عموماْ د پاکستان د کراچی، او د ګوادر بندر له لاری چې ۶۰۰ کیلو متره اوږدوالی او د افغانستان سره تر ۱۲۰۰ کیلو متر زیات واټن کې پروت دی، کیږی.

 

افغان سوداګران د کراچی له لاری د سوداګرۍ په برخه کې د بیلابیلو ستونزو سره مخ دی او تل ګیله کوی چې په کراچی کې د دوی مالونه د زیاتی مودی لپاره ځنډول کیږی او افغان سوداګرانو ته واګونونه او نور سهولیات (افغانی باروړونکی موټران پاکستان ته د تګ او راتګ اجازه نلری) خاص مساعد ندی. همدا راز د دغه بندر له لاری د دوی صادرات او واردات د بیلابیلو  قیودونو سره مخ کیږی چې دا ټول پر سوداګرۍ منفی اغیزی کوی. د پورتنیو ستونزو تر څنګ افغان سوداګر اندیښمن دی چې په پاکستان کې امنیتی حالت هم ثبات نلری او ورځ تر بلی لا پسې خرابیږی او د نورو سکټورونو تر څنګ د دوی پر سوداګرۍ هم خپل منفی اغیزه پریږدی.

 

د پاکستان دولت د کراچی او ګوادر د بندرونو څخه د یوې سیاسی وسیلی په توګه هم کار اخلی او پدې توګه کولای شی چې افغان سوداګر تر فشار لاندی راوړی چې د هیواد پر اقتصاد یې اغیزه له ورایه مالومه ده. د بېلګی په توګه څه موده مخکې پاکستان دولت افغان سوداګرو ته اجازه نه ورکوله چې ځینی خوراکی توکی (غنم، غوړی او . . .) د کراچی ښار څخه هیواد ته وارد کړی.

 

د افغانستان سره تر ګوادر نږدی بحری ټرانزیټی لاره د چاه بهار بندر دی چې د ایران سویل ختیځ او د افغانستان د نیمروز ولایت په ۷۰۰ کیلو متری کې موقعیت لری. دغه بندر د افغانستان او منځنۍ آسیا د سوداګرۍ لپاره تر ټولو نږدی بندر دی.

 

 د چاه بهار سیمه ۱۴۰۰۰ هکتار ځمکه لری چې د ایران سره د تړون له مخې ۵۰ هکتاره ځمکه یې افغانی سوداګرانو ته د مالونو ساتلو لپاره ورکول کیږی.  د پاکستان د ګوادر بندر خلاف د چاه بهار له لاری سوداګرۍ د افغانستان لپاره پرته له نږدیوالی، نوری ګټی او آسانتیاوی هم لری.

 

په چاه بهار کې د ایران د ولسمشر استازی وایی، ددې تړون له مخې افغان سوداګر کولای شی په کمو پیسو د ۳۰- ۹۰ کلونو پورې زمکی اجاره کړی. د دې تر څنګ افغان سوداګران کولای شی چې ۲ میاشتی خپل مالونه د چاه بهار په ګدامونو کې وساتی او تر ۳ کلونو پورې د دوی د مالونو ساتنه او امنیت به وړیا وی. همدا راز افغانی باروړونکی موټرانو ته به د ایران په خاوره کې د تګ او راتګ اجازه هم ورکړل شی.

 

په تیرو کلونو کې د افغان سوداګرو واردات او صادرات د ایران د بندر عباس له لاری د کومو خاصو ستونزو سره ندی مخ شوی، افغان سوداګر خوشبینه دی چې د دوی سوداګری به د چاه بهار له لاری هم د کوم بندیزونو سره مخ نشی.

 

د چاه بهار د بحری ټرانزیټی لاری نه سوداګرۍ لپاره ښایی چې نیمروز ولایت ګمرک په ښه توګه احداث شی او هغه فاسدی او مافیایی شبکی چې اوس د دغه ولایت په ګمرک او نورو مهمو پوسټونو کې کار کوی کمی شی او له مینځه ولاړی شی. د دې تر څنګ بل چلینج د زرنج او دلارام لاری امنیتی ستونزه ده. سوداګران هغه وخت په ډاډه زړه سوداګری کولای شی چې د امنیت او د لارو سموالی له پلوه ډاډمن وی.

 

د اقتصادی چارو کار پوهان وایی، چې د چاه بهار له لاری سوداګرۍ د هیواد لپاره د عاید یوه ښه سرچینه ګرځیدلای شی. همدا راز به د هیواد هغه ځوانانو ته به چې د کار لپاره ایران او نورو هیوادونه ته ځی تر یوې اندازې پورې د کار سرچینه برابره شی. دوی زیاتوی چې د ایران سره د سوداګری پراخوالی د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو په ښه والی کې مرسته کوی ځکه سوداګری د دواړو هیوادونو لپاره ګډی ګټی لری.

 

له بله پلوه داسی اندیښنی هم شته چې ښایی ایران هم د خپل بندر څخه د سیاسی تحمیلاتو وسیلی په توګه کار واخلی، ځکه د امریکا سره د ایران اړیکی هم پر دغه تړون اغیزه درلودلای شی. او داسی نه شی چې له باران څخه ځان خلاص او ناوې ته کینو.

 

 که چیری دغه تړون بې له کوم سیاسی غرض نه عملی بڼه پیدا کړی نو د هیواد اقتصادی وضعیت به یو څه سم شی او همدا راز  د پاکستان د بندیزونو او ستونزو نه به افغان سوداګر بې غمه شی او د پاکستان د سیاسی تحمیلاتو یوه وسیله به تر یوې اندازی پورې له مینځه ولاړه شی.

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد