انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

ملی سرود خو هم یو داستان لری

ملی سرود خو هم یو داستان لری

د کال ٢٠٠٢ د اپرېل د میاشتې په شاوخوا کې مې د افغانستان د جمهوریس جلالتمآب حامد کرزی په غوښتنه د ملی سرود متن ترتیب کړ، او له ده څخه مې د ملاقات غوښتنه وکړه. جمهوریس کرزی د خپلې همېشنۍ مهربانۍ سره سم په هغه ورځ د ملاقات وخت راکړ ، او کله چې د هغوی دفتر ته ورغلم نو تصادفا درې تنه نور پښتانه عالی رتبه مامورین هم ناست وو. د ملی سرود متن مې ، چې ډېر اضافی بندونه مې د هغوی د نور انتخاب دپاره پکې ځای کړی وو، ورته ولوست. البته جلالتمآب جمهوریس هغه سمدستی رد کړ او ما ته یې وویل چې په دې سرود کې باید تغیرات راوستل. په دفتر کې ناستو پښتنو مامورینو هم د تایید په علامه سرونه وښورول او سرود گواکی رد سو. د سرود ډېره لویه نیمگړتیا دا بلل کېدله چې د پښتنو نوم په سر کې  راغلی او دا خبره دنورو قومونو حساسیت را پاروی.
دا وطن افغانستان دی
دا د ټولو خلکو ځان دی
دلته هر وگړی خپل دی
دلته هر سړی افغان دی
دا وطن د پښتنو دی
دا وطن دی د تاجکو
دلته کور دهزاره دی
دلته اور دی د اوزبکو
د ورورۍ د سولې مېنه
دا ټاټوبی د جرگو دی
دا کیږدۍ د وروڼو خویندو
دا وطن د مرکو دی
څوچې نوم د دې نړۍ وی
دا به کور وی د افغان
تور او سور زرغون بیرغ به
وی د هرمنبر نښان
پر غلیم چې مو لاس بر دی
زور د الله اکبر دی زور دالله اکبر دی.


څه باندې یو کال وروسته زلمی هیواد مل، د جلالتمآب جمهوریس صاحب سره امریکې ته راغلی وو او ماته یې په ټلفون کې وویلې چې د ملی سرود په اړه ماته څه ویل غواړی. کله چې زه په واشنگټن کې دافغانستان سفارت ته ورغلم نو هلته هیوادمل راته وویل چې د ملی سرود یوه لویه نیمگړتیا دا ده چې پښتون قوم لومړی ذکر شوی دی او بله نیمگړتیا یې دا ده چې د نورو قومونو یادونه نه ده سوې. نو لومړی خو باید د نورو قومونو یادونه وسی او بله دا چې پښتون په منځ کې یا په پای کې چېرته واچول سی.
ما بیا هم د ملی سرود هغه پخوانی متن ورته فاکس کړ او ځینې بندونه مې ورسره زیات کړل، چې د زلمی هیوادمل قناعت یې طبعا نه سوای حاصلولای. نو طبیعی خبره ده چې هغه سرود ونه منل سو او څه موده وروسته خبر سوم چې د پښتو ژبې د یوه خوږ ژبی شاعر ډاکټر محمد اکبر اکبر شعر د ملی سرود دپاره غوره سوی دی. خدای سته چې په دې خبرې بېحده خوښ سوم او فکرمې وکړ چې یو لوی بار مې له اوږو لیرې سو. دا خبره لا توده وه چې څه وخت وروسته مې واورېدل چې د ډاکټر اکبر شعر بیرته رد سوی او پر ځای باندې یې د حبیب الله رفیع نظم، چې لومړۍ برخه یې د پښتو د مشهور شاعر او لیکوال عبدالروف بېنوا او د قومونو او د الله اکبر برخه یې د
حبیب الله رفیع ده، د ملې سرود دپاره غوره سوی دی.
زه نه پوهېږم چی حبیب الله رفیع به د یوه مشهور شاعر او لیکوال په حیث دې کار ته څرنگه تن ورکړی وی. ځکه چی دا کار خو د ټولو ادبی موازینو په خلاف عمل دی، اوهیڅ ادبی او مطبوعاتی قانون اجازه نه ورکوی چی د یوه شاعر له شعر سره، چی هغه هم تقریبا دوه ویشت کاله مخکی وفات سوی وی، د بل شاعر شعر وتړل سی،اوداسی مواد پکښی اضافه سی چی ښایی هغه مرحوم به هیڅ موافقه نه ورسره درلوده.
زما دپاره د خوشالۍ خبره بیا هم دا وه چی دملی سرود د جوړولو څخه بېغمه سوی وم. ځکه چی جلالتمآب جمهوریس هم هغه منلی او ډېرو مجلو اوورځپاڼو یې متن خپور کړی وو. خو دروان کال د اپرېل په میاشت کی یوه ورځ محترم جمهوریس حامد کرزی کورته ټلفون راته وکړ او راڅخه یې وغوښتل چی د ملی سرود متن ورته ترتیب کړم. ما د ملی سرود یومتن د د وی د ټلفون په ورځ ترتیب کړ، په هغه ماښام می د هغوی د فتر ته ورفاکس کړ، او دوی هم څلور پنځه ورځی وروسته افغانستان ته وبللم. زه هم افغانستان ته ورغلم او د ملی سرود په باب د خبرو دپاره څلور ځله ارگ ته د ماښامنۍ دپاره وبللم. دا هم هغه متن چی ما د دوی دغوښتنی سره سم تریب کړ.
دا وطن افغانستان دی
دا عزت د هر افغان دی
کورد سولې کور د تورې
هر بچې یې قهرمان دی
دا وطن د ټولو کور دی
د بلوڅو داوزبکو
د پښتون د هزاره وو
د ترکمنو د تاجکو
د ورورۍ پرمېنه گرځی
پشه یان نورستانیان
چې سمسور کړی خپله مېنه
مله یې وروڼه پامیریان
دا هیواد به تل ځلېږی
لکه لمر پر شنه اسمان
په سینه کې د اسیا به
لکه زړه وی جاودان
را ژوندی به کړو له سره
تاریخی افغانستان
راغی کور په کور اختر
غږ د الله اکبر غږ د الله اکبر


دا شعر د ملی سرود د ارزیابۍ هغه کمېسیون ته ، چی ریس یې اعظم رهنور زریاب دی، وسپارل سو. د محترم زریاب د پښتو سواد ټولو وطنوالو ته معلوم دی، او دا د تعجب وړ خبره ده چی څرنگه د پښتو ژبی د یوه نظم د ارزیابۍ د کمېسیون مشری داسی یوه چاته سپارله کېږی چی هغه په پښتو ژبه نه پوهېږی. دا خبره باید په یاد ولرو چی د کمېسیون د ریس او غړو انتخاب ټوله په زلمی هیواد مل اړه درلوده. دې کمېسیون ته څه باندی سل نظمونه وړاندی سول او ټول په یوه او بل نامه رد سول. څو بالاخره د کمېسیون ریس ښاغلی زریاب دونه جرأت پیدا کړ چی په یوه مجلس کی یې پېشنهاد وکړ چی که تاسی د سرود متن نه سی ترتیبولای نو موږ به یې په فارسی درته ولیکو او تاسی به یې په پښتو ترجمه کړی.
په هرصورت د جلالتمآب جمهوریس کرزی په کور کی په لومړی ماښام می هغوی ته 
وویل چی که چېری په ملی سرود کی د قومونو د نومونو یادول ضروری وی نو په نهو قومونو نه خلاصېږو. لږ تر لږه شیعه گان، عربان، قیرغیزیان، سیکهان او هندوان باید په سرود کی شامل سی. او که چېری دا ټول قومونه په ملی سرودکی شامل سی نو حمید ماشوخېل، چی زموږ پښتنو شاعرانو سالار دی ، هم نه سی کولای چی ښایسته سرود درته جوړ کړی. بهتره به داوی چی د قومونو د نومونو د یادولو پر ځای د هغو منطقو نومونه واخیستل سی چی دا ټول قومونه ژوند پکښی کوی. او په د ې توگه به د ټولو قومونو شکایتونه لیری سوی وی. د دې خبری سره سم می خپل هغه سرود ورته ولوست چی تازه می لیکلی او زما په نظر له هره پلوه جامع او غنی وو.
له امو تر ننگرهاره
له هلمنده ترمزاره
له پامیر تر هریروده
له بامیان ترکندهاره
یو بیرغ دی یو هیواد
یو ملت پکې آباد
تل دی وی افغانستان
هم دې ښاد وی هم آزاد
ټینگوو ملی وحدت
ځو پر لار د عدالت
نوم دحق مو دی رهبر
وایو الله اکبر وایو الله اکبر


محترم کرزی صاحب ویل واه واه دا بهترین سرود دی. خو هیواد مل ، چی په دغه راز وختونو کی همېشه ویښ وی، سمدستی مداخله وکړه ویل یې دا سرود به کمېسیون ځکه ونه منی چی د اساسی قانون د تصویب په خلاف د قومونو ذکر پکښی نسته. په هر صورت دا سرود په هغه شپه رد سو او پخوانی سرود، چی د قومونو لیست یې په ځان کی درلود، مطرح سو.
د ملی سرود د متن د ارزیابی کمېسیون زما پر لیکلی شعر باندی عجیب او غریب انتقادونه درلودل. مثلا ویل یې چی سرود په
دا وطن افغانستان دی پیل کېږی. خو که چېری دا سرود په کوم بل هیواد کی ویل کېږی نو هلته خو بیا معنی نه ورکوی. مثلا موږ به په اسلام اباد یا واشنگټن کی څرنگه وایو چی دا وطن افغانستان دی. اوس نو د کمېسیون محترم غړی په دې نه پوهېږی چی په خارج کی معمولا یوازی د سرود موسیقی ږغول کېږی، او که چېری شعر هم ورسره وږغول سی نو پرته له زریاب څخه به هیڅ ساده سړی دا فکر ونه کړی چی افغانانو په اسلام اباد یا واشنگټن دعوه کړې ده . یو انتقاد یې دا وو چی د وطن پر ځای باندی که چېری د فارسی د سرزمین معادله کلمه راسی بهتره به وی. خدای سته په دې پېشنهاد یا انتقاد نو زما هم چندانی سر خلاص نه سو. یو بل انتقاد یې دا دوو چی په دې شعر کی راغلی دی چی دا هیواد به تل ځلېږی لکه لمر پر شنه اسمان. او کله چی سړی دا شعر اوری نو فکر کوی چی افغانستان په اسمان کی دی. زه هیڅ فکر نه کوم چی د زلمی هیوادمل د غوره کړی کمېسیون له غړو څخه پرته دی بل هیڅوک دا شعر دغه راز تعبیر کړای سی.
کله چی زلمی هیوادمل د دوهم ځل لپاره د کمېسیون بې معنی انتقادونه را وسپارل نو می په جواب کی ورته ولیکل چی د ملی سرود د متن د ارزیابۍ د کمېسیون محترمو پوهانو، عالمانو، لیکوالانو او شاعرانو. ماته داسی څرگنده سوه چی که زه د سرود په متن کی هر څونه تغیرات راولم ستاسی له انتقادونو څخه نه خلاصږم. زه دادی متن تاسی ته درسپارم او تاسی ته اختیار درکوم چی د خپلی خوښی سره سم بشپړه لاس وهنه پکښی وکړی. زه له دې افتخار څخه چی د ملی سرود پاره به 
زما شعر غوره کېږی تېر یم او دا افتخار تاسی محترمو پوهانو، فاضلانو او لیکوالانو ته درسپارم.
ستاسی وطندار جهانی.
په دې لیک ، د زلمی هیواد مل ډېر چرت خراب سو،خو زه صرف دوې درې ورځی وروسته له افغانستان څخه امریکې ته ولاړم او سرود می زلمی ته پرېښود. څه کم یوه میاشت وروسته د جولای پر دوهمه نېټه محترم جمهوریس صاحب ماته زما دمېرمنی د فاتحې راکولو په ترڅ کی په ټلفون کی وویل چی د ملی سرود پاره یې زما شعر غوره کړی دی، او اوس به نو د موسیقۍ اوکمپوز غم خوړل کېږی. خو له دې څخه زیات وکم پنځه لس ورځی وروسته د جمهوری ریاست نوی نطاق کریم رحیمی په ټلفون کی راته وویل چی باید په شعر کی پنځه نور قومونه زیات کړم او د پای هغه بیت چی وایی را ژوندی به کړو له سره تاریخی افغانستان ورڅخه وغورځوم. او په نتیجه کی له سرودڅخه داسی شی جوړ سو چی پرته د قومونو له لیست څخه د بل شی نوم باندی ایښودل کېدلای نه سی
دا وطن افغانستان دی
دا عزت د هر افغان دی
کور دسولې کور دتورې
هر بچې یې قهرمان دی
دا وطن د ټولو کور دی
د بلوڅو د اوزبکو
د پښتون دهزاره وو
د ترکمنو د تاجکو
ورسره عرب، گوجر دی
پامیریان ، نورستانیان
براهویی دی، قرلباش دی
هم ایماق هم پشه یان
دا هیواد به تل ځلېږې
لکه لمر پر شنه اسمان
په سینه کې د اسیا به
لکه زړه وی جاودان
نوم د حق مو دی رهبر
وایو الله اکبر وایو الله اکبر


البته زلمی هیواد مل په دې هم بسیا نه سو او د خپلی ورسپارل سوی وظیفې ، چی تر نامعلومی مودې او یا تل لپاره د پښتو ملی سرود ځنډول، بې خاصیته کول اوحتی مسخره کول وه، سرته رسولو دپاره یې دا ملی سرود عامی نظر غوښتنی ته واچاوه . څو لږ ترلږه د دې سرود لیکونکی ته د یو څو بې مسولیتو لیکوالانو په خوله پوچ او فحش ووایی. ځکه خلک نه دی خبرچی دا سرود اصلا په څه شکل وو او بیا د زلمی هیوادمل د کمېسیون په فرمایش څه تغیرات پکښی راغلی دی.
زه باید دا خبره وکړم چی ما دملی سرود متن یوازی او یوازی د جمهوریس حامد کرزی په غوښتنه کړی دی. او دا کار می له هغوی سره د اوږدو دوستانه اړېکو په اساس کړی دی. هغوی زما بې اندازې زیات قدر کړی او زه دهغوی د قدردانۍ پوروړی یم. البته زه په دې توگه له مسولیته نه خلاصږم او په کار خو دا وه چی کله زما لیکلی متن ونه منل سونو باید چی ما هم فرمایش نه وای منلی. او اوس می له حکومت څخه دا صمیمانه غوښتنه ده چی دا سرود کمپوز نه کړی او له بل چا څخه د سرود جوړولو غوښتنه وکړی. د ملی سرود د متن په برخه کی باید ټول وطنوال په یوه اواز د اساسی قانون د تسوید پر کمېسیون باندی اعتراض وکړی چی ولی یې په سرود کی 

د قومونو ذکرول حتمی کړی دی، ځکه چی دا کار ملی یوالی نه بلکه ملی انشعاب او بې اتفاقی تشویقوی. د بلی خوا د الله اکبرد مقدسی کلمې څخه باید سیاسی استفاده ونه سی ځکه چی الله اکبر د آذان پر منبر ویل کېږی او له ساز اوموسیقۍ سره یې ویل ناروا دی.
له محترم جمهوریس حامد کرزی څخه د یوه وطندار، دوست او ورور په حیث غوښتنه کوم چی نور دی نو د دغه راز مشاورینو څخه، چی ده ته پرته له بدنامۍ او تنفر څخه نور هیڅ نه ور په برخه کوی ، ځان خلاص کړی اوکنه نو

اگر این مسجد است و این ملا
حال طفلان خراب مې بینم

عبدالباری جهانی 

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد