انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

د کراچی که چاه بهار بندر؟

 

مامون واک لیکنه د کلید اوونیزی

 

د کراچی که چاه بهار بندر؟

 

افغانستان د خپل اقتصاد او نورو سکټورونو پیاوړی کولو لپاره عایداتی سرچینو ته زیاته اړتیا لری. د اقتصادی پرمختیا لپاره د مناقلاتی لارو، اقتصادی بیخ بنسټونو او د سوداګرۍ لپاره مناسبو او محفوظو کانالونو جوړول، تر ټولو ستر اصل ګڼل کیږی. افغانستان د دی وړتیا لری چې د سوداګرۍ لپاره یوه ستره لاره وی چې سویلی او مرکزی آسیا د منځنی ختیځ او اروپا سره ونښلوی. همداراز افغانستان د روسیې او مرکزی آسیا هیوادونه د بحر سره تر ټولو نږدی لاره ده. د پاکستان لپاره هم، افغانستان د مرکزی آسیا سره د سوداګرۍ لپاره اقتصادی لاره ګڼل کیږی.

 

افغانستان د خپل سوداګرۍ لپاره کولای شی چې د پاکستان د ګوادر او کراچی بندر او د ایران د چاه بهار بندر څخه ګټه واخلی. اوس مهال د بهر سره د افغانستان سوداګرۍ عموماْ د پاکستان د کراچی، او د ګوادر بندر له لاری چې ۶۰۰ کیلو متره اوږدوالی او د افغانستان سره تر ۱۲۰۰ کیلو متر زیات واټن کې پروت دی، کیږی.

 

افغان سوداګران د کراچی له لاری د سوداګرۍ په برخه کې د بیلابیلو ستونزو سره مخ دی او تل ګیله کوی چې په کراچی کې د دوی مالونه د زیاتی مودی لپاره ځنډول کیږی او افغان سوداګرانو ته واګونونه او نور سهولیات (افغانی باروړونکی موټران پاکستان ته د تګ او راتګ اجازه نلری) خاص مساعد ندی. همدا راز د دغه بندر له لاری د دوی صادرات او واردات د بیلابیلو  قیودونو سره مخ کیږی چې دا ټول پر سوداګرۍ منفی اغیزی کوی. د پورتنیو ستونزو تر څنګ افغان سوداګر اندیښمن دی چې په پاکستان کې امنیتی حالت هم ثبات نلری او ورځ تر بلی لا پسې خرابیږی او د نورو سکټورونو تر څنګ د دوی پر سوداګرۍ هم خپل منفی اغیزه پریږدی.

 

د پاکستان دولت د کراچی او ګوادر د بندرونو څخه د یوې سیاسی وسیلی په توګه هم کار اخلی او پدې توګه کولای شی چې افغان سوداګر تر فشار لاندی راوړی چې د هیواد پر اقتصاد یې اغیزه له ورایه مالومه ده. د بېلګی په توګه څه موده مخکې پاکستان دولت افغان سوداګرو ته اجازه نه ورکوله چې ځینی خوراکی توکی (غنم، غوړی او . . .) د کراچی ښار څخه هیواد ته وارد کړی.

 

د افغانستان سره تر ګوادر نږدی بحری ټرانزیټی لاره د چاه بهار بندر دی چې د ایران سویل ختیځ او د افغانستان د نیمروز ولایت په ۷۰۰ کیلو متری کې موقعیت لری. دغه بندر د افغانستان او منځنۍ آسیا د سوداګرۍ لپاره تر ټولو نږدی بندر دی.

 

 د چاه بهار سیمه ۱۴۰۰۰ هکتار ځمکه لری چې د ایران سره د تړون له مخې ۵۰ هکتاره ځمکه یې افغانی سوداګرانو ته د مالونو ساتلو لپاره ورکول کیږی.  د پاکستان د ګوادر بندر خلاف د چاه بهار له لاری سوداګرۍ د افغانستان لپاره پرته له نږدیوالی، نوری ګټی او آسانتیاوی هم لری.

 

په چاه بهار کې د ایران د ولسمشر استازی وایی، ددې تړون له مخې افغان سوداګر کولای شی په کمو پیسو د ۳۰- ۹۰ کلونو پورې زمکی اجاره کړی. د دې تر څنګ افغان سوداګران کولای شی چې ۲ میاشتی خپل مالونه د چاه بهار په ګدامونو کې وساتی او تر ۳ کلونو پورې د دوی د مالونو ساتنه او امنیت به وړیا وی. همدا راز افغانی باروړونکی موټرانو ته به د ایران په خاوره کې د تګ او راتګ اجازه هم ورکړل شی.

 

په تیرو کلونو کې د افغان سوداګرو واردات او صادرات د ایران د بندر عباس له لاری د کومو خاصو ستونزو سره ندی مخ شوی، افغان سوداګر خوشبینه دی چې د دوی سوداګری به د چاه بهار له لاری هم د کوم بندیزونو سره مخ نشی.

 

د چاه بهار د بحری ټرانزیټی لاری نه سوداګرۍ لپاره ښایی چې نیمروز ولایت ګمرک په ښه توګه احداث شی او هغه فاسدی او مافیایی شبکی چې اوس د دغه ولایت په ګمرک او نورو مهمو پوسټونو کې کار کوی کمی شی او له مینځه ولاړی شی. د دې تر څنګ بل چلینج د زرنج او دلارام لاری امنیتی ستونزه ده. سوداګران هغه وخت په ډاډه زړه سوداګری کولای شی چې د امنیت او د لارو سموالی له پلوه ډاډمن وی.

 

د اقتصادی چارو کار پوهان وایی، چې د چاه بهار له لاری سوداګرۍ د هیواد لپاره د عاید یوه ښه سرچینه ګرځیدلای شی. همدا راز به د هیواد هغه ځوانانو ته به چې د کار لپاره ایران او نورو هیوادونه ته ځی تر یوې اندازې پورې د کار سرچینه برابره شی. دوی زیاتوی چې د ایران سره د سوداګری پراخوالی د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو په ښه والی کې مرسته کوی ځکه سوداګری د دواړو هیوادونو لپاره ګډی ګټی لری.

 

له بله پلوه داسی اندیښنی هم شته چې ښایی ایران هم د خپل بندر څخه د سیاسی تحمیلاتو وسیلی په توګه کار واخلی، ځکه د امریکا سره د ایران اړیکی هم پر دغه تړون اغیزه درلودلای شی. او داسی نه شی چې له باران څخه ځان خلاص او ناوې ته کینو.

 

 که چیری دغه تړون بې له کوم سیاسی غرض نه عملی بڼه پیدا کړی نو د هیواد اقتصادی وضعیت به یو څه سم شی او همدا راز  د پاکستان د بندیزونو او ستونزو نه به افغان سوداګر بې غمه شی او د پاکستان د سیاسی تحمیلاتو یوه وسیله به تر یوې اندازی پورې له مینځه ولاړه شی.

په یوه کال کې افغانستان=امریکا

افغانستان کولای شی په یوه کال کې امریکا سره یو شان شی!

 

نه یې منئ؟ هو دا د امکان وړ خبره ده، هغه داسی:

د افغانستان ټول جهادی رهبران او د هغوی پلویان سره راغونډ کړی او امریکا ته یې ولیږی او د امریکا ولس افغانستان ته راوړی. نو په یوه کال کې به دغه جهادی رهبران امریکا دومره ورانه کړی چې د افغانستان په شان یو ویجاړ هیواد ترینه جوړ کړی. نو هغه وخت امریکا = افغانستان.

جهادی رهبرانو ولامبئ چې یخ شئ!

د افغانۍ د ارزښت لوړوالی د هیواد د اقتصاد په ګټه دی

مامون واک لیکنه د کلید اوونیزی څخه

 

د افغانۍ د ارزښت لوړوالی د هیواد د اقتصاد په ګټه دی

 

د اسعارو د تبادلی بازارونه د نړۍ تر ټولو مصروفو بازارونو څخه شمیرل کیږی چې د ورځی د میلیارډونو امریکایی ډالرو په اندازه پېسی پدې بازارونو کې تبادله کیږی. د اسعارو نرخونه د یوبل په وړاندی بیلابیل وی او د دغو نرخونو د توپیر څخه مالی سوداګران په میلیونونو ګټه اخلی.

 

افغانۍ، که څه هم په نړیواله کچه مبادلوی بازار نلری خو دننه په افغانستان او ځینی ګاونډی هیوادونو کې یې د تبادلې ښه بازار رامنځته کړی دی. د ۲۰۰۳ کال د جنوری په میاشت، کله چې نوی افغانۍ نشر شوی نو ارزښت یې د امریکایی ډالرو په وړاندی په اوسطه توګه تر اوسه پورې د یو امریکایی ډالر په وړاندی د ۴۹ او ۵۰ افغانیو په منځ کې دی او د آزاد بازار پر اصولو یعنی د عرضی او تقاضا پر اساس تغییر مومی.

 

د پیسو د تبادلې په نرخ کې بدلون د اقتصاد پر زیاتو متحولینو ډیره اغیزه کولای شی د بېلګی په توګه د صادراتو او وارداتو پر تقاضا، د ناخالص ملی تولیداتو پر ودې، د انفلاسیون او استخدام پر کچې باندی، اغیره کولای شی. دا چې د پېسو په ارزښت کې بدلون پر دغو متحولینو څومر تاثیر لرلی شی، هغه د پېسو د ارزښت د تغییر په اندازی، د تغییر موده (اوږد مهال او لنډ مهال)، او د ارزښت د بدلون په وړاندی د مستهلکینو او سوداګرانو غبرګون پورې تړاو لری.

 

کله چې د افغانیو ارزښت د نورو اسعارو په وړاندی لوړ وی، د هیواد د اقتصاد لپاره لاندینی ګټی درلودلای شی:

۱. کله چې د افغانیو ارزښت د کلدارو په وړاندی پورته وی نو په لږو افغانیو زیات پاکستانی توکی رانیولای شو. دا پدې مانا ده چې د افغانیو د ارزښت لوړوالی سره د وارداتی توکو بیه راټیټیږی او مستهلکین کولای شی په کمو افغانیو ډیر وارداتی توکی وپیری.

 

۲. همدا ډول کله چې د افغانیو ازرښت لوړ وی، وارداتی اومه مواد او نور وارداتی ماشین آلات د تولید لپاره ارزانه پریوځی او د تولیدونکو تولیدی مصارف کموی.  دا په ځانګړی توګه د هغه سواداګرانو په ګټه وی چې سوداګری یې پر وارداتو ولاړه وی. کله چې د تولید مصارف کم شی، توکی ارزانه کیږی او تقاضا ورته اوچته ځی چې دا په خپله د تولید د زیاتوالی لامل ګرځی او نتیجه یې هم د استخدام لوړوالی دی.

 

۳. کله چې د افغانۍ ارزښت لوړ شی او څرنګه چې یادونه وشوه ورسره سم د وارداتی توکو بیه راټیټیږی، نو کورنی تولیدونکی د سیالۍ د اصولو له مخی اړ کیږی چې د خپلو توکو بیه هم راټیټه کړی. د بیو راټیټیدل د انفلاسیون د کچی د کموالی په مانا ده چې د مستهلیکنو په ګټه تمامیږی.

 

 خو که د خوراکی او نورو ضروری توکو واردولو باندی زیاته تکیه وشی پایله یې د خلکو پر ژوند منفی اغیزی هم درلودلای شی او ځینی وخت د انفلاسیون د کچی زیاتوالی لامل کیږی، که څه هم دغه توکی ارزانه وی. د ساری په توګه زموږ هیواد غنم، وریجی او نور حبوبات له پاکستان او ایران څخه واردوی خو کله چې د انفلاسیون کچه په پاکستان کې یو څه جګه شوه نو د دغو توکو قیمتونه یې زیات اوچت یوړل او په افغانستان کې د وارداتی انفلاسیون کچه یې څو برابره لوړه کړی چې د خلکو پر ژوند یې ډیره منفی اغیزه کړی ده.

 

د افغانۍ لوړ ارزښت د کلدارو (یا نورو اسعارو) په وړاندی منفی اغیزی هم درلودلای شی. د افغاۍ لوړ ارزښت د تادیاتو د بیلانس کسر زیاتوی. د پېسو د لوړ ارزښت په نتیجه کې د وارداتو بیه ارزانه وی او د وارداتو لپاره تقاضا لوړه ځی. د ارزانه وارداتی توکو لپاره لوړه تقاضا د داخلی تولیدونکو په تاوان وی ځکه واردات زیات ارزان وی نو خلک وارداتی توکی زیات رانیسی چې په نتیجه کې یې د کورنۍ توکو لپاره تقاضا راټیټیږی او د استخدام او ملی تولیداتو پر کچې منفی اغیزه اچوی.

 

اقتصاد پوهان پدې اند دی چې د اوس مهال لپاره که د افغانیو ارزښت د نورو اسعارو په وړندی جګ وی دا به د هیواد اقتصاد لپاره ګټور وی. ځګه اوس مهال د هیواد د صادراتو کچه کمه ده او کموالی او زیاتوالی یې د هیواد پر اقتصاد هومره منفی تاثیر نلری. نو ښایی هڅه وشی چې ارزانه وارداتی سرمایوی توکی په ځانګړی توګه ماشین آلات او اومه مواد زیات وارد شی ترڅو په راتلونکی کې د هیواد د تولید، استخدام او صادراتو کچه پورته لاړه شی.

اوس ورته خانده


 

 د ۱۱ سپټمبر له واقعی څخه وروسته دا څرګنده نه وه چې اسامه بن لادن مړ دی که ژوندی. اسامه ددی لپاره چې د خلکو او د امریکا د ولس مشر جورج بش دغه شک لیری کړی نو په لاس یې ورته خط ولیک ( کله چې بش دده لیک ووینی نو پوه به شی چې سړی ژوندی دی). په خط کې لیکل شوی وه چې:   370HSSV 0773H ، بش پوه نه شو چې له دی نه مقصد څه دی. کانډولیزا رایس ته یې خبر ورکړ خو هغه هم پوه نه شوه. FBI, CIA  ټوله عاجز پاته شوه. با الاخره خدای نظر اکا یې د مرستی لپاره وغوښت. خدای نظر اکا چې دا کوډ ولید نو په ۱ دقیقی که پوه شو او بش ته یې وویل چې: انډیواله، لیک دی چپه نیولی دی!!! 

 

نوټ:  (370HSSV 0773H) چپه ونیسی او ویې لولی.

 

 

 

د افغانستان د بریښنا او اوبو وزیر او ځینی نور وزیران په چورلکۍ کې کوم ولایت ته تلل. هوا خرابه شوه او چورلکه د یوه بزګر پر کر ولویده. بزګر چې ولیدل وزیر صاحبان دی نو مړو ته یې قبرونه وکیندل او ښخ یې کړل.

 وروسته له څو ساعتونو څخه ایمرجنسی چورلکۍ او ځینی لوړپوری چارواکی راغلل. له بزګر څخه یې وپوښتل:  ټول شهیدان شول؟

بزګر ورته وویل: ځینی یې مړه وه او ځینو یې ویل چې زه ژوندی یم، تاسی خو بهتره پوهیږی چې ددی وزیرانو پر خبرو اعتبار نشته نو ځکه ټوله می ښخ کړی.

اوښکی

اوښکی

 

څه تودې تروې اوبه دی 

د ګریوان په لور بهیږی   

ابدی سکون ته درومی  

له ژوندۍ سترګی بیلیږی

 

 

له هر څاڅکی سره مله وی

د مرموز جهان ږغونه

پر آشنا لارو ور اخلی

نا بلده قدمونه

 

 

د کمزوری دنیا ژبه

د قدرت پښو ته ورلویږی

د احساس بیده نغمه ده

په باڼو ږغول کیږی

 

 

دا شریکه ګونګۍ ژبه

هرې سترګی ته اشنا ده

دا د هرې مینی کور دی

دا د هر نفرت غوغا ده

 

 

جهانی

بیی ټیټی شوی!

بیی ټیټی شوی!

د ماشومانو بیی له ۲۰۰۰ اف څخه په هرات کې، ۵۰۰ اف ته په کندز کې ټیټی شوی. هر ژمی خلک له یخنۍ مړی وروسته بیا دولت له خوبه پاڅی او ډیر کم کار ورته کوی.

 

-         وروسته له ګوزه چارزانو کیناستل.

-         کاڼه ته ډول مه وهه، ړانده ته نڅیږه مه.

-         حیا ورکه شوه او شرم غره ته وخوت. (احساس هم مړ شو)

 

په افغانستان کې د خلکو هیلی

په افغانستان کې د خلکو هیلی

 

بازار ته د تګ حوصله او جرئت،  ځکه ژوند انتهاریانو نور هم بې اعتباره کړی دی.

 

په دولتی ادارو کې د رشوت خورانو سره د مخامخ کیدو لپاره زیاته حوصله او ګرم جیب.

 

د غلو پولیسو او ترافیکو له سایې څخه لیری والی ځکه هغوی د شرافت او انسانیت په نامه څه نه پیژنی.

 

د بریښنا د نشتوالی له امله په تیاره کې د اوسیدلو عادت.

 

د (قیمته) اړینو توکړ د رانیولو قدرت..

 

د هر غرضه کسانو څخه، چې د خلکو په شخصی حریم کې هم مداخله کوی، لیری والی.

 

د ژمی په ساړه هوا کې یو څه منابع تر څو شیرګرمه مو وساتی.

 

د یوه ولایت نه بل ولایت ته د تګ په وخت کې د غلو او طالبانو (چې په عمومی لارو کې مخې ته دریږی) سره نه مخامخ کیدل!

 

په پوهنتون او ښوونځیو کې د نا لایقه او بد چلنده استادانو په وړاندی حوصله، چې پر وړی خبری هم په آزموینه کې د ناکامۍ اخطار راکوی!

 

بېکارۍ څخه لیری والی، هر کار کوم.

 

نور که بې وزله شم نو پښتۍ به می هر یو وشمیرلای شی.

 

د ټوپک سالارانو د خپلوانو سره د جګړی او دعوا څخه لیری والی. دلته ملامت هغه دی چې زور نه لری.

 

د بهرنیانو د بمباریو نه پناه، ځکه دوی او بمونه یې بېګناه نه بیژنی!

 

دا ټوله به څه وخت سم شی ؟؟؟

                                                                                                                                                 

کاشکی دغه هیلی پوره شی تر څو ژوند پېل کړو !

په افغانستان کی د خوراکی توکو د بیو جګ ګراف

په افغانستان کی د خوراکی توکو د بیو جګ ګراف

 

د خوراکی توکو بیې زیاتې جګې تللی دی د کم عاید لرونکو کسانو لاسونه د ځینو توکو رانیولو ته نه رسی. عادی مصرف کوونکی د قیمتونو د اوچتې کچې  څخه په ویره کې دی ځکه د قیمتونو د لوړیدو سره سره د دوی معاشونو کې هیڅ زیاتوالی نه دی راغلی. نو ویلای شوو چې ددوی معاشونه کم شوی دی، ځکه د پیسو حقیقی ارزښت د قیمت د زیاتوالی سره کمیږی.    

 

لاندی جدولد کابل په ښار کې د ځینو خوراکی توکو د شپږو میاشتو نه تر اوسه پورې، بیی په افغانۍ ښکاره کوی:

 

توکی

شپږ میاشتی مخکې      

درې میاشتی مخکی

اوس

50 kg اوړه

۶۰۰

۶۵۰

۹۸۰

1 kg غوړی

۵۰

۶۰

۸۵

25 kg وریجی

۷۰۰

۱۰۰۰

۱۳۵۰

 

لکه څنګه چې په جدول کې لیدل کیږی د ځینو خوراکی توکو قیمتونه دومره اوچت تللی چې سړی هک پک پاته کیزی د کابل په ښار کې د شپږو میاشتو مخکې په پرتله د ځینو خوراکی توکو قیمتونه دومره اوچت تللی چې حیران به شئ: د اوړو بیی 63.33 ٪، غوړی 70٪ او د وریجو بیی 93٪ پورته تللی دی.

 

د خوراکی توکو قیمتونه ولی پورته تللی؟

 دا هغه پوښتنه ده چې د اقتصاد د عرضی او تقاضا ساده قانون یې ځواب ورکولای شی. کله چې د یوه توکی لپاره تقاضا زیاته وی او عرضه کمه نو د هغه توکی بیه لوړیږی. د خوراکی توکو لپاره تقاضا د نورو هیوادونو په شان په افغانستان کې هم زیاته ده خو که عرضه یې کمه شی نو ښکاره خبره ده چې قیمت یې اوچت ځی. په نړۍ کې د اقتصادی پلوه هر هیواد په یو بل پورې تړلی دی، که د توکو قیمتونه په چین کې پورته ولاړ شی، په ښکاره توګه په هغه هیوادونو کې چې دغه توکی واردوی، هم بیی پورته ځی. دغه تاثیر په ځینو هیوادونو کې چې زیات توکی واردوی زیات دی. په افغانستان کې د خوراکی توکو د بیی د لوړوالی یو لامل په نړۍ کې د توکو د بیو زیاتیدل دی. د نړۍ د غنمو لویو عرضه کوونکو هیوادونو (کاناډا، اسټرالیا، او توری بحیری هیوادونه) کې د نا مناسب کرنیز کال (وچکالۍ او سیلاوونه) له امله د نړۍ د غنمو عرضی کې ښکاره کموالی راغلی، چې په نتیجه کې یې  د 2007 کال په دریمه ربع کې د غنمو بیی 33.6٪ پورته ولاړې. د غنمو او نورو غلو د بیو د لوړالی بل لامل په نړۍ کې د نباتی تیلو (بایو فیول) استعمال دی ځکه هغه برخی زمکی چې مخکی د خوراکی غلو د کر لپاره استعمالیدلی اوس د نباتی تیلو لپاره استعمالیږی چې د خوراک لپاره د غلو عرضه کموی او بیی پورته وړی. په نړۍ کې د غنمو تر څنګ د نورو توکو لکه، غوښه، بوره او وریجی، قیمتونه هم پورته تللی دی. همدارنګه د تیلو د بیو لوړالی د خوراکی توکو ټرانسپورتی او تولیدی مصارف لوړ وړی او د خوراکی توکو د بیو د ګراف لوړیدل یې ګړندی کړی دی.

 

 افغانستان خپل د اړتیا اکثره خوراکی توکی د نورو هیوادونو په ځانګړی توګه د پاکستان او ایران څخه واردوی. په هیواد کې د خوراکی توکو د انفلاسیون لویه برخه وارداتی انفلاسیون دی. خو د دی تر څنګ خلک داسی څرګندونی کوی چې، سمه ده چې بیی په نړۍ کې اوچت تللی خو په افغانستان کې د نړۍ په نسبت څو چنده بیی لوړی تللی دی. خلک اندیښمن دی چې د ژمی په راتګ سره به د خوراکی او سوند موادو بیی نوری هم لوړی ولاړی شی.

 

د بیو د کنټرول لپاره په اوږد مهال کې باید په هیواد کې دننه د اړینو توکو تولیدات اوچت یوړل شی او د کرنی سکټور ته ځانګړی پاملرنه وشی. همدارنګه دولت کولای شی چې احتیاطی ذخیری ولری او د اړتیا په وخت کې ورڅخه ګټه واخلی. په لنډ مهال کې دولت کولای شی چې پر خوراکی او اړینو توکو ټاکل شوی تعرفه له مینځه یوسی تر څو د واردولو مصرف یې ټیټ او په نتیجه کې یې بیی هم ټیټی شی. خو دغه عمل بیا نوری اندیښنی ځانه سره منځ ته راوړی، ځکه تعرفی د دولت د عاید یو لویه سرچینه ده او خپل یوه برخه مصارف له دی لاری پوره کوی. همدا ډول بله پالیسی چې کولای شی د بیو په ټیټوالی کې مرسته وکړی د اسعارو د تبادلی د نرخ پالیسی ده. که چیری د افغانۍ ارزښت د کلدارو په وړاندی اوچت لاړ شی نو په لږو افغانیو کولای شو چې زیات پاکستانی توکی وپیرو. پدې مانا چې د نورو اسعارو په وړاندی د افغانیو حقیقی ارزښت اوچت ځی او وارداتی توکی پر موږ ارزانه لویږی. او په دی توګه به د خوراکی توکو بیه ټیټه شی. خو ښکاره خبره دا ده چې دولت د قیمتونو د کنټرول په وړاندی پاته راغلی او دکانداران او نور سوداګران هم د آزاد بازاد څخه په استفاده  خپل جیبونه پړسوی چې تاوان یې بې وزله ولس ته رسی. دولت کولای شی چې حد اعظم نرخونه وټاکی تر څو سوداګران او پلرونکی و نشی کړای چې عادی او بې وزله خلک زیات زیانمن شی.

 

خوټی وهم

 

خوټی وهم

 

د عشق او مینی پدې ستر جهان کې خوټی وهم

دې پیسه خور او بې وفا جانان کې خوټی وهم

 

ماته هر وخت وایی چې ځان پورې بم وتړه

څه لیونی یمه، چې خپله ځان کې خوټی وهم

 

ددې خبری پخلی بش سپینی ماڼۍ کې کړئ

چې یو ایران جوړ دی په جوړ ایران کې خوټی وهم

 

چې می وطن ساتلی نشی چې می سر نه ساتی

زه د ملی اردو په داسی ځوان کې خوټی وهم

 

چې د ملت او د وطن غم ورسره نه وی تل

په دې بې ننګه بې غیرته ځوان کې خوټی وهم

 

چې یې یوازی په کابل کې امنیت رانوست

د ایتلاف او د ناټو پیمان کې خوټی وهم

 

زما وطن او بوستان دواړه سوځولی دی تا

بوشه آخر دی په دې جوړ بوستان کې خوټی وهم

 

یم امریکا د غین په زور ټوله نړۍ نیسمه

زه د ملګری ملتونو سازمان کې خوټی وهم

 

شاعر خوټور

د مـور چـل ځـوانـه

 

عبدلباری جهانی

د مـور چـل ځـوانـه


ځوانه دا څوک یـې چی ګولۍ اوروې
د خـپـل نـیـکـه او د ابـا پـر کلی
دې هدیره کی دی خپلوان پراته دی
څوک یـې پرون څوک یـې پخوا ویشتلی


بـیـا غاړه کـۍ د مــردکـیـو ډکه
بـیـا دی اوږې له راکـټـونـو درنې
بـیا د اهـاړ تـږی مـورچل تـه درومی
بـیا دی پـر ستـړی مخ را ماتی خولې


بـیا لـکه بـاز پـر لـوړو څـوکو ګـرځـې
بیا دی میدان تـه سترګی سرې نیولی
پـر کـومـو مـځـکـو بـه مـرمـۍ اوروې
کـومـی ځوانـۍ دی په قسمت لیکلی


دلـته چی تـه پـر مـاشـه ګوتـه ایږدې
هـلـتـه لـه مـځـکـی نـه اورونـه زیږی
ستا د ګولیو د باران له وهمه
اوس پـر دښـتـونـو غـوټـۍ نه سپړیږی


لـه هـری لـویـشـتـی جنازې را پاڅی
د مـرګـی چیغو کلى کور اخیستى
پر شنو جلـګو بـاندی دودونـه ګرځی
ځـوانـه خبـر سوې کابل اور اخیستى


د خداى دپاره ځـوانه مه اوروه
د خـپـل ابا پر مېـنه سره اورونه
پرېـږده وراره دی د ابۍ غېـږه کی
و ویـنـی ګـرم او مـاشـوم خـوبـونـه


پرېـږده چی بیا دا سوځېـدلـی دښتی
د پېـغـلـو څـڼـو ته ګلـونـه راوړی
د غـم لـه سـانـدو ستړی سوی کوڅې
بـیـا اتـڼـونـو ته ډولــونـه راوړی


پرېـږده چی بیا د شنه اّسمان پـر لمن
سپوږمۍ تـه سـتـوری امېـلونـه راوړی
بـیا د اّدم ربـاب نـغـمـې ویښی کـړې
د مـینی خـوب ته تـعـبـیـرونـه راوړی


بلا د ی واخـلـم مـېـړنـیـه ځـوانه
پرېـږده مـورچـل دا د خـونـیانو ځالۍ
دا ستا د پلار ستا د ټبر قـاتـلان
دا د رهــزنـو لـوټـمـارانـو ټـولۍ


سـتـا د ښـادۍ د غـلـیـمـانـو زړونـه
په تـبـاهـیـو بـانـدی نه سـړیـږی
دا د پـردیـو پر کاسو لوى سوی
زموږ بېـګانه په ویـنـو نه مړیږی

پـرېـږده چی سره کی د قدرت لېونی
پـه بـېـګگـنـاه ویـنـو خـیـرن لاسـونـه
ته لـه مورچـلـه ګـولۍ مه اوروه
ځوانـه وارى دی سم کاږه بـرېـتـونـه