انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

ملی سرود خو هم یو داستان لری

ملی سرود خو هم یو داستان لری

د کال ٢٠٠٢ د اپرېل د میاشتې په شاوخوا کې مې د افغانستان د جمهوریس جلالتمآب حامد کرزی په غوښتنه د ملی سرود متن ترتیب کړ، او له ده څخه مې د ملاقات غوښتنه وکړه. جمهوریس کرزی د خپلې همېشنۍ مهربانۍ سره سم په هغه ورځ د ملاقات وخت راکړ ، او کله چې د هغوی دفتر ته ورغلم نو تصادفا درې تنه نور پښتانه عالی رتبه مامورین هم ناست وو. د ملی سرود متن مې ، چې ډېر اضافی بندونه مې د هغوی د نور انتخاب دپاره پکې ځای کړی وو، ورته ولوست. البته جلالتمآب جمهوریس هغه سمدستی رد کړ او ما ته یې وویل چې په دې سرود کې باید تغیرات راوستل. په دفتر کې ناستو پښتنو مامورینو هم د تایید په علامه سرونه وښورول او سرود گواکی رد سو. د سرود ډېره لویه نیمگړتیا دا بلل کېدله چې د پښتنو نوم په سر کې  راغلی او دا خبره دنورو قومونو حساسیت را پاروی.
دا وطن افغانستان دی
دا د ټولو خلکو ځان دی
دلته هر وگړی خپل دی
دلته هر سړی افغان دی
دا وطن د پښتنو دی
دا وطن دی د تاجکو
دلته کور دهزاره دی
دلته اور دی د اوزبکو
د ورورۍ د سولې مېنه
دا ټاټوبی د جرگو دی
دا کیږدۍ د وروڼو خویندو
دا وطن د مرکو دی
څوچې نوم د دې نړۍ وی
دا به کور وی د افغان
تور او سور زرغون بیرغ به
وی د هرمنبر نښان
پر غلیم چې مو لاس بر دی
زور د الله اکبر دی زور دالله اکبر دی.


څه باندې یو کال وروسته زلمی هیواد مل، د جلالتمآب جمهوریس صاحب سره امریکې ته راغلی وو او ماته یې په ټلفون کې وویلې چې د ملی سرود په اړه ماته څه ویل غواړی. کله چې زه په واشنگټن کې دافغانستان سفارت ته ورغلم نو هلته هیوادمل راته وویل چې د ملی سرود یوه لویه نیمگړتیا دا ده چې پښتون قوم لومړی ذکر شوی دی او بله نیمگړتیا یې دا ده چې د نورو قومونو یادونه نه ده سوې. نو لومړی خو باید د نورو قومونو یادونه وسی او بله دا چې پښتون په منځ کې یا په پای کې چېرته واچول سی.
ما بیا هم د ملی سرود هغه پخوانی متن ورته فاکس کړ او ځینې بندونه مې ورسره زیات کړل، چې د زلمی هیوادمل قناعت یې طبعا نه سوای حاصلولای. نو طبیعی خبره ده چې هغه سرود ونه منل سو او څه موده وروسته خبر سوم چې د پښتو ژبې د یوه خوږ ژبی شاعر ډاکټر محمد اکبر اکبر شعر د ملی سرود دپاره غوره سوی دی. خدای سته چې په دې خبرې بېحده خوښ سوم او فکرمې وکړ چې یو لوی بار مې له اوږو لیرې سو. دا خبره لا توده وه چې څه وخت وروسته مې واورېدل چې د ډاکټر اکبر شعر بیرته رد سوی او پر ځای باندې یې د حبیب الله رفیع نظم، چې لومړۍ برخه یې د پښتو د مشهور شاعر او لیکوال عبدالروف بېنوا او د قومونو او د الله اکبر برخه یې د
حبیب الله رفیع ده، د ملې سرود دپاره غوره سوی دی.
زه نه پوهېږم چی حبیب الله رفیع به د یوه مشهور شاعر او لیکوال په حیث دې کار ته څرنگه تن ورکړی وی. ځکه چی دا کار خو د ټولو ادبی موازینو په خلاف عمل دی، اوهیڅ ادبی او مطبوعاتی قانون اجازه نه ورکوی چی د یوه شاعر له شعر سره، چی هغه هم تقریبا دوه ویشت کاله مخکی وفات سوی وی، د بل شاعر شعر وتړل سی،اوداسی مواد پکښی اضافه سی چی ښایی هغه مرحوم به هیڅ موافقه نه ورسره درلوده.
زما دپاره د خوشالۍ خبره بیا هم دا وه چی دملی سرود د جوړولو څخه بېغمه سوی وم. ځکه چی جلالتمآب جمهوریس هم هغه منلی او ډېرو مجلو اوورځپاڼو یې متن خپور کړی وو. خو دروان کال د اپرېل په میاشت کی یوه ورځ محترم جمهوریس حامد کرزی کورته ټلفون راته وکړ او راڅخه یې وغوښتل چی د ملی سرود متن ورته ترتیب کړم. ما د ملی سرود یومتن د د وی د ټلفون په ورځ ترتیب کړ، په هغه ماښام می د هغوی د فتر ته ورفاکس کړ، او دوی هم څلور پنځه ورځی وروسته افغانستان ته وبللم. زه هم افغانستان ته ورغلم او د ملی سرود په باب د خبرو دپاره څلور ځله ارگ ته د ماښامنۍ دپاره وبللم. دا هم هغه متن چی ما د دوی دغوښتنی سره سم تریب کړ.
دا وطن افغانستان دی
دا عزت د هر افغان دی
کورد سولې کور د تورې
هر بچې یې قهرمان دی
دا وطن د ټولو کور دی
د بلوڅو داوزبکو
د پښتون د هزاره وو
د ترکمنو د تاجکو
د ورورۍ پرمېنه گرځی
پشه یان نورستانیان
چې سمسور کړی خپله مېنه
مله یې وروڼه پامیریان
دا هیواد به تل ځلېږی
لکه لمر پر شنه اسمان
په سینه کې د اسیا به
لکه زړه وی جاودان
را ژوندی به کړو له سره
تاریخی افغانستان
راغی کور په کور اختر
غږ د الله اکبر غږ د الله اکبر


دا شعر د ملی سرود د ارزیابۍ هغه کمېسیون ته ، چی ریس یې اعظم رهنور زریاب دی، وسپارل سو. د محترم زریاب د پښتو سواد ټولو وطنوالو ته معلوم دی، او دا د تعجب وړ خبره ده چی څرنگه د پښتو ژبی د یوه نظم د ارزیابۍ د کمېسیون مشری داسی یوه چاته سپارله کېږی چی هغه په پښتو ژبه نه پوهېږی. دا خبره باید په یاد ولرو چی د کمېسیون د ریس او غړو انتخاب ټوله په زلمی هیواد مل اړه درلوده. دې کمېسیون ته څه باندی سل نظمونه وړاندی سول او ټول په یوه او بل نامه رد سول. څو بالاخره د کمېسیون ریس ښاغلی زریاب دونه جرأت پیدا کړ چی په یوه مجلس کی یې پېشنهاد وکړ چی که تاسی د سرود متن نه سی ترتیبولای نو موږ به یې په فارسی درته ولیکو او تاسی به یې په پښتو ترجمه کړی.
په هرصورت د جلالتمآب جمهوریس کرزی په کور کی په لومړی ماښام می هغوی ته 
وویل چی که چېری په ملی سرود کی د قومونو د نومونو یادول ضروری وی نو په نهو قومونو نه خلاصېږو. لږ تر لږه شیعه گان، عربان، قیرغیزیان، سیکهان او هندوان باید په سرود کی شامل سی. او که چېری دا ټول قومونه په ملی سرودکی شامل سی نو حمید ماشوخېل، چی زموږ پښتنو شاعرانو سالار دی ، هم نه سی کولای چی ښایسته سرود درته جوړ کړی. بهتره به داوی چی د قومونو د نومونو د یادولو پر ځای د هغو منطقو نومونه واخیستل سی چی دا ټول قومونه ژوند پکښی کوی. او په د ې توگه به د ټولو قومونو شکایتونه لیری سوی وی. د دې خبری سره سم می خپل هغه سرود ورته ولوست چی تازه می لیکلی او زما په نظر له هره پلوه جامع او غنی وو.
له امو تر ننگرهاره
له هلمنده ترمزاره
له پامیر تر هریروده
له بامیان ترکندهاره
یو بیرغ دی یو هیواد
یو ملت پکې آباد
تل دی وی افغانستان
هم دې ښاد وی هم آزاد
ټینگوو ملی وحدت
ځو پر لار د عدالت
نوم دحق مو دی رهبر
وایو الله اکبر وایو الله اکبر


محترم کرزی صاحب ویل واه واه دا بهترین سرود دی. خو هیواد مل ، چی په دغه راز وختونو کی همېشه ویښ وی، سمدستی مداخله وکړه ویل یې دا سرود به کمېسیون ځکه ونه منی چی د اساسی قانون د تصویب په خلاف د قومونو ذکر پکښی نسته. په هر صورت دا سرود په هغه شپه رد سو او پخوانی سرود، چی د قومونو لیست یې په ځان کی درلود، مطرح سو.
د ملی سرود د متن د ارزیابی کمېسیون زما پر لیکلی شعر باندی عجیب او غریب انتقادونه درلودل. مثلا ویل یې چی سرود په
دا وطن افغانستان دی پیل کېږی. خو که چېری دا سرود په کوم بل هیواد کی ویل کېږی نو هلته خو بیا معنی نه ورکوی. مثلا موږ به په اسلام اباد یا واشنگټن کی څرنگه وایو چی دا وطن افغانستان دی. اوس نو د کمېسیون محترم غړی په دې نه پوهېږی چی په خارج کی معمولا یوازی د سرود موسیقی ږغول کېږی، او که چېری شعر هم ورسره وږغول سی نو پرته له زریاب څخه به هیڅ ساده سړی دا فکر ونه کړی چی افغانانو په اسلام اباد یا واشنگټن دعوه کړې ده . یو انتقاد یې دا وو چی د وطن پر ځای باندی که چېری د فارسی د سرزمین معادله کلمه راسی بهتره به وی. خدای سته په دې پېشنهاد یا انتقاد نو زما هم چندانی سر خلاص نه سو. یو بل انتقاد یې دا دوو چی په دې شعر کی راغلی دی چی دا هیواد به تل ځلېږی لکه لمر پر شنه اسمان. او کله چی سړی دا شعر اوری نو فکر کوی چی افغانستان په اسمان کی دی. زه هیڅ فکر نه کوم چی د زلمی هیوادمل د غوره کړی کمېسیون له غړو څخه پرته دی بل هیڅوک دا شعر دغه راز تعبیر کړای سی.
کله چی زلمی هیوادمل د دوهم ځل لپاره د کمېسیون بې معنی انتقادونه را وسپارل نو می په جواب کی ورته ولیکل چی د ملی سرود د متن د ارزیابۍ د کمېسیون محترمو پوهانو، عالمانو، لیکوالانو او شاعرانو. ماته داسی څرگنده سوه چی که زه د سرود په متن کی هر څونه تغیرات راولم ستاسی له انتقادونو څخه نه خلاصږم. زه دادی متن تاسی ته درسپارم او تاسی ته اختیار درکوم چی د خپلی خوښی سره سم بشپړه لاس وهنه پکښی وکړی. زه له دې افتخار څخه چی د ملی سرود پاره به 
زما شعر غوره کېږی تېر یم او دا افتخار تاسی محترمو پوهانو، فاضلانو او لیکوالانو ته درسپارم.
ستاسی وطندار جهانی.
په دې لیک ، د زلمی هیواد مل ډېر چرت خراب سو،خو زه صرف دوې درې ورځی وروسته له افغانستان څخه امریکې ته ولاړم او سرود می زلمی ته پرېښود. څه کم یوه میاشت وروسته د جولای پر دوهمه نېټه محترم جمهوریس صاحب ماته زما دمېرمنی د فاتحې راکولو په ترڅ کی په ټلفون کی وویل چی د ملی سرود پاره یې زما شعر غوره کړی دی، او اوس به نو د موسیقۍ اوکمپوز غم خوړل کېږی. خو له دې څخه زیات وکم پنځه لس ورځی وروسته د جمهوری ریاست نوی نطاق کریم رحیمی په ټلفون کی راته وویل چی باید په شعر کی پنځه نور قومونه زیات کړم او د پای هغه بیت چی وایی را ژوندی به کړو له سره تاریخی افغانستان ورڅخه وغورځوم. او په نتیجه کی له سرودڅخه داسی شی جوړ سو چی پرته د قومونو له لیست څخه د بل شی نوم باندی ایښودل کېدلای نه سی
دا وطن افغانستان دی
دا عزت د هر افغان دی
کور دسولې کور دتورې
هر بچې یې قهرمان دی
دا وطن د ټولو کور دی
د بلوڅو د اوزبکو
د پښتون دهزاره وو
د ترکمنو د تاجکو
ورسره عرب، گوجر دی
پامیریان ، نورستانیان
براهویی دی، قرلباش دی
هم ایماق هم پشه یان
دا هیواد به تل ځلېږې
لکه لمر پر شنه اسمان
په سینه کې د اسیا به
لکه زړه وی جاودان
نوم د حق مو دی رهبر
وایو الله اکبر وایو الله اکبر


البته زلمی هیواد مل په دې هم بسیا نه سو او د خپلی ورسپارل سوی وظیفې ، چی تر نامعلومی مودې او یا تل لپاره د پښتو ملی سرود ځنډول، بې خاصیته کول اوحتی مسخره کول وه، سرته رسولو دپاره یې دا ملی سرود عامی نظر غوښتنی ته واچاوه . څو لږ ترلږه د دې سرود لیکونکی ته د یو څو بې مسولیتو لیکوالانو په خوله پوچ او فحش ووایی. ځکه خلک نه دی خبرچی دا سرود اصلا په څه شکل وو او بیا د زلمی هیوادمل د کمېسیون په فرمایش څه تغیرات پکښی راغلی دی.
زه باید دا خبره وکړم چی ما دملی سرود متن یوازی او یوازی د جمهوریس حامد کرزی په غوښتنه کړی دی. او دا کار می له هغوی سره د اوږدو دوستانه اړېکو په اساس کړی دی. هغوی زما بې اندازې زیات قدر کړی او زه دهغوی د قدردانۍ پوروړی یم. البته زه په دې توگه له مسولیته نه خلاصږم او په کار خو دا وه چی کله زما لیکلی متن ونه منل سونو باید چی ما هم فرمایش نه وای منلی. او اوس می له حکومت څخه دا صمیمانه غوښتنه ده چی دا سرود کمپوز نه کړی او له بل چا څخه د سرود جوړولو غوښتنه وکړی. د ملی سرود د متن په برخه کی باید ټول وطنوال په یوه اواز د اساسی قانون د تسوید پر کمېسیون باندی اعتراض وکړی چی ولی یې په سرود کی 

د قومونو ذکرول حتمی کړی دی، ځکه چی دا کار ملی یوالی نه بلکه ملی انشعاب او بې اتفاقی تشویقوی. د بلی خوا د الله اکبرد مقدسی کلمې څخه باید سیاسی استفاده ونه سی ځکه چی الله اکبر د آذان پر منبر ویل کېږی او له ساز اوموسیقۍ سره یې ویل ناروا دی.
له محترم جمهوریس حامد کرزی څخه د یوه وطندار، دوست او ورور په حیث غوښتنه کوم چی نور دی نو د دغه راز مشاورینو څخه، چی ده ته پرته له بدنامۍ او تنفر څخه نور هیڅ نه ور په برخه کوی ، ځان خلاص کړی اوکنه نو

اگر این مسجد است و این ملا
حال طفلان خراب مې بینم

عبدالباری جهانی 

په افغانستان کی د غالیو صنعت

 

په افغانستان کې  د غالیو بازار ، ګواښونه او فرصتونه 

 

د غالیو صنعت د افغانستان له دودیزو صنعتونو څخه دی، په هیواد کې د کلونو جګړو سره سره د غالیو اوبدلو مهارت او کاری ځواک اوس هم په افغانستان کې په موثره توګه شته. د غالیو سکټور د هیواد په سوداګرۍ کې یو مهم رول لوبولای شی او د صادراتو زیاتوالی لپاره یو مهم تولید بلل کیږی. د غالیو صنعت د سوداګرو تر څنګ د کلیوالو (په ځانګړی توګه ښځو) لپاره هم د عاید یوه ښه سرچینه ګڼل کیږی.

 

افغانستان د باکیفیته لاسی غالیو یو مخکښ هیواد دی. غالۍ د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی رقم ګڼل کیږی چې په ۲۰۰۵ کال کې ۱۴۰ میلیون ډالر ته رسیده، ددغه تولید ۹۰٪ پاکستان ته پلورل کیږی چې بیا د هغه ځای څخه په پرچون او عمده توګه په نړیوال مارکیټونو کې خرڅیږی. د غالیو غیچی کول او پرمینځل تقریبا په بشپړه توګه په پاکستان کې کیږی. د افغانی غالیو د تجارتی نوم پیاوړتیا لپاره اړینه ده چې غالۍ دننه په افغانستان کې غیچی او پرمینځل شی نه په پاکستان کې، د پاکستان  د غالیو صادراتو ۶۰٪ له افغانستان څخه سرچینه اخلی.

 

د لسیزو جګړو له امله د افغانستان د نهایی محصول تولید بیخ بنسټ له منځه ولاړ چې اکثره تولید کوونکی یې دی ته اړ کړه تر څو نیمه پای ته رسیدلی تولیدات پاکستان ته د نهایی محصول لپاره، انتقال کړٍی. د دی سکټور د ودی لپاره باید افغانستان د نهایی محصول د تولید وړتیا ولری. په مزار کې د نهایی تولید یوه فابریکه پرانیستل شوی ده خو یوه فابریکه نشی کولای په زیاته پیمانه غالۍ د صادراتو لپاره تولید کړی. د غالیو سکټور مخی ته بل چیلینج د اومه موادو عرضه ده، د کورنی مالوچو (پنبو) او د نورور اومه موادو د سرچینو د خرابوالی له امله په اوسط توګه ددغه سکټور ۵۳٪ اومه مواد واردیږی ( په ځانګړی توګه له پاکستان څخه). د باکیفیت مناسب او پر وخت موادو (پنبه، تار) موندل، یوه بله ستونزه ګڼل کیږی. د اومو موادو واریدول د ټرانسپورټ او ګمرک مصارف له ځانه سره لری چې پر نهایی قیمت اغیزه کوی، له بلی خوا کیفیت یې هم تر سوال لاندی دی. د غالیو سوداګر وایی چې د غالیو انتقال د هوا له لاری یو اقتصادی کار ندی ځکه هوایی کارګو ځای کم او لګښت یې زیات دی. د افغانستان تر ۹۰٪ زیات غالۍ د پاکستان له لاری نورو مارکیټونو ته صادریږی، د پاکستان له لاری حمل مصارف اوچت وړی او زیات وخت هم نیسی.د ګمرکاتو ضعیفه او بیروکراتیکه اداره د غالیو سودارګرانو او صادرکوونکو او واردکونکو لپاره بله ستونزه او چیلینج دی.

 

که څه هم ددغه سکټور لپار باید زیات کار وشی، د افغانستان د غالیو سکټور ښه فرصتونه لری. افغان غالۍ او منسوجات په نړیواله توګه ښه منظر لری. غالۍ په افغانستان کې یو عنعنوی لاسی تولید ګڼل کیږی، چې شتمن تاریخ او بیلابیل باکیفیته ډیزانونه هم له ځانه سره لری. افغان لاسی غالیو ته په ترجیحی توګه سره د نړۍ د غالیو غوره واردونوکو هیوادونو (د امریکا متحده ایالات او اروپا اتحادیه) له خوا د ګمرکی محصول د نه اخیستنی امتیاز هم ورکړ شوی دی.

 

افغانستان دا وړتیا لری چې د یوه غښتلی مارکیټینګ کمپاین سره خپل د غالیو نړیوال منظر پیاوړی کړی او هغه اندیښنی چې پدې اړه موجود دی له منځه یوسی او د افغانی غالیو لپاره لیوالتیا زیاته کړی. د دغه صنعت لپاره د اومه موادو لپاره تقاضا زیاته شوی ده او داسی وړاندی وینه شوی چې د اومه موادو تولید به دننه په هیواد کې زیات شی. لکه چې مخکی وویل شوه اکثره افغانی غالۍ په پاکستان کې غچی او پریول کیږی. پدې اړه زیاتو مرکو کې داسی ویل شوی چې اکثره غالۍ اوبدونکی دی ته ترجیح ورکوی چې، که دننه په افغانستان کې د تولید آسانتیاوی وی نو غالۍ به خپل په هیواد کې تولید کړی. که څه هم د غالیو او منسوجاتو صنعت په افغانستان کې عنعنوی او د ټیټی ټکنالوجۍ کار دی، دغه سکټور اوس کولای شی چې د نوی ماشینونو څخه خپل د تولیداتو کمیت او پلورل اوچت یوسی. د بېلګی په توګه د انټرنیټ څخه په ګټی اخیستنی سره کولای شی چې مارکیټینګ او پلورلو ته وده ورکولای شی. د کمپیوټر د CAD پروګرام په مرسته کولای شی چې بیلابیلی طرحی په موثره توګه جوړی کړی.

 

 

نباتی تیل Biofuels

 

نباتی تیل یا  Biofuels- هو که نه؟

 

نباتی تیل  د حبوبات، ګڼی او د غوړو دانو څخه جوړیږی. دغه تیل ورځ په ورځ شهرت مومی ځکه هیوادونه غواړی چې خپل تکیه د فوسیل په تیلو کمه، او خپل د اړتیا تیل د زراعتی تیلو لخوا پوره کړی. همداراز د کاربن نشر کم کړی او زراعتی عایدات اوچت یوسی. د نباتی تیلو عام ډولونه لاندی لیکل شوی دی:

 

۱. ایتانول: همدارنګه حبوباتی الکول یا ایتایل الکول هم ورته ویل کیږی،  عموما د جوارو او ګڼیو څخه جوړیږی. په امریکا کې د جوارو څخه او په  برازیل کې زیاتر د ګڼیو (نی شکر) څخه د ایتانول د تولید لپاره استفاده  کیږی. په ایتانول کې د انرژی اندازه نسبت پترولو ته 66.6٪ کمه ده او اکثره د پترولو سره ګډیږی. په امریکا کې د هر ۸ بیرله تیلو څخه په یو ه بیرل کې یې تقریبا د 8 او 10 فیصدو شاوخوا ایتانول ګډ دی.

 

۲. بایو ډیزل: بایو ډیزل یا نباتی ډیزل چې د حریق ښه قابلیت لری د پترولو ډیزل غوندی وی خو د طبیعی منابعو څخه جوړیږی.د بایو ډیزل زیاته اندازه مخلوط او یا هم خالصه بایوډیزل د یو څه تعدیل سره په ټوله هغه ماشینو کې استعمالیدلای شی چې د 1994 کال وروسته جوړ شوی دی. او همداراز د بایو ډیزل ۲۰٪ مخلوط د پترولو ۸۰٪ سره بې له کوم تعدیل نه په ټوله ډیزلی وسایطو کې استعمالیدلای شی.

 

۳. بایوماس: بایوماس عموما د بوټو څخه جوړیږی چې زیاته پیمانه یې د لرګو څخه جوړیږی د بایو ماس پروسس په نتیجه کې بایو کمیکلز، نباتی تیل او بایو پاور جوړیږی ددغو ټولو څخه د تیلو منبعو په صفت  ګټه اخیستل کیدای شی. چې د بایو کمیکلز څخه د انرژی تولید، نباتی تیلو څخه د ټرانسپورټ لپاره او د بایو پاورو څخه د برقی انرژی تولید لپاره ګټه اخیستل کیدای شی. اوس مهال د امریکا ۳.۳٪ انرژی د بایو ماس څخه تولیدیږی.

 

 

نباتی تیل چې لکه عام تیل (فوسیلی تیل) د ټرانسپورټ او حرارت لپاره استعمالیدلای شی. په نړۍ کې یې بیلابیلی ګنګوسی راپارولی دی. د اروپا اتحادیی ویلی چې تر 2020 م.ک پوری به د ټولو موټرانو 10٪ تیل به نباتی تیل وی.  د انګلستان دولت ویلی چې تر 2010 کاله پورې به 5٪ ټرانسپورټ یې د نباتی تیلو په ذریعه وی، همداراز امریکا ویلی چې تر 2012 کال پورې به د نباتی تیلو مصرف دوکرته زیاته کړی. امریکا د نړۍ د هغه 41 هیوادونو څخه ده چیرته چې حکومتونه د نباتی تیلو استفاده تشویقوی تر څو د نورو تیلو استعمال کم کړی.

 

د انګلستان حکومت سلاکار پروفیسر ډایټر هیلم بی پی سی ته داسی وویل : کوم هدف چې د نباتی تیلو په اړه ټاکل شوی دی، د زراعت له پلوه به ځینی منفی اغیزی ولری او په نتیجه کې به یې د خوراکی موادو قیمتونه زیات اوچت لار شی. راپور زیاتوی چې د نړۍ 9٪ زراعتی زمکی ته شاید اړتیا وی تر څو د نړۍ 10٪ ترانسپورټ لپاره نباتی تیل برابر کړی. دا پدې مانا ده چې د نباتی تیلو تولید به د زراعتی زمکو اندازه د خوراکی موادو د کر لپاره کمه کړی پداسی حال کې چې زیات هیوادونه د خوراکی توکو د کمښت سره مخ دی.

 

 د ایتانول تولید په نړیواله کچه د 2000 کال څخه تر 2005 کال پورې دو چند شوی دی. دنباتی تیلو تر ټولو زیات تولید د برازیل هیواد کوی چې د کاله شاوخوا 16 بلیونه لیتر ایتانول خپل د ګڼیو صنعت له لاری تولیدوی. خو په دغه هیواد کې داسی اندیښنی شته چې د نباتی تیلو فابریکی خاوندان د بزګرانو څخه زمکی رانیسی او هغه حبوباتو کر ته یې ځانګړی کوی چې نباتی تیل ورڅخه جوړیدلای شی. او د لا زیات تولید لپاره دوی زیات ځنګلونه قطع کوی تر څو پر هغو زمکو حبوبات وکری- د نباتی تیلو استفاده د کاربن ډای اکسایډ نشر کموی خو د ځنګلونو د قطع کولو په اساس د کاربن ډای اکسایډ نشر په زیاته پیمانه لوړیږی.

 

د حبوباتو نړیوال شورا چې یو صنعتی ګروپ دی، داسی څرګندونی کړی چې په راتلونکی کال کې به د حبوباتو تولید په نړیواله کچه ان 1660 میلیون ټنو ته ورسیږی، دغه رقم په تیر کال کې 1569 میلیونه ټنه وو. د حبوباتو لپاره تقاضا په چټکۍ سره زیاتیږی، دغه شورا وایی چې تقاضا به 1680 میلیونه ټنو ته ورسیږی. په تیرو دریو کلونو کې تقاضا تر عرضی زیاته شوی ده. چې ددی لامل د حبوباتو څخه د نباتی تیلو لپاره استفاده ده نه د انسانانو او مواشیو د تغذیې لپاره.

 

د آسیایی او دریمه نړۍ هیوادونو لپاره سوال دا دی چې، آیا دوی هم لکه امریکا او انګستان چې له خوراکی موادو له پلوه په ځان بسیا دی، او د خپل حبوباتو څخه د نباتی تیلو تولید لپاره هم کار اخیستلای شی، د خپل یو څه حبوباتو څخه د نباتی تیلو تولید لپاره کار واخلی پداسی حال کې چې دوی د خوراکی موادو له پلوه په ځان بسیا ندی؟ په 2005 کال کې د انګلستان غنمو تولید کې 2 میلیونه ټنه زیاتوالی وو، که چیری دغه اضافه تولید د نباتی تیلو تولید لپاره ځانګړی شی نو 2.5٪ د پیترولو په استعمال کې کموالی راوړلای شی.

 

د نباتی تیلو زیات تولید د خوراکی توکو قیمت بورته وړی ځکه چې هغه زمکی چې د خوراکی توکو کر لپاره ورڅخه کار اخیستل کیده اوس د نباتی تیلو تولید لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږی چې دا د خوراکی توکو د عرضی د کموالی لامل ګرځی چې په خپل وار سره د خوراکی توکو قیمتونه پورته وړی او دا پر دریمه نړۍ هیوادونو زیات منفی اغیزه درلودلای شی. همدارنګه د ځنګلونو قطع کول د حبوباتو د کر لپاره په چاپیریال منفی اغیزی لری. اقتصاد پوهانو لپاره سوال دا دی چې په څه پیمانه د نباتی تیلو څخه استفاده وشی چې دریمه نړۍ نوره هم د خوراکی موادو د کمښت څخه و نه ځپل شی.

 

خوشالی

 

ولی دومره خفه یې؟

چې پوهنتون پای ته ورسوم بیا به ژوند سُر واخلی.

 

پوهنتون دی پای ته ورساوه، اوس ولی خوشاله نه یې؟ بیا د څه انتظار کوی؟

چې واده وکړم بیا به ژوند ښه شی.

 

بیا هم د خوشالۍ په انتظار کې یې، اوس څه خبره ده؟

چې ماشوم می پېدا شی بیا به می ساعت ورسره تیر وی او خوشاله به یم.

 

بیا هم د خوښۍ انتظار کې.

بس یو ځلى چې، ماشوم می یو څه لوی شی بیا به ټوله شیان سره سم شی.

 

بیا هم انتظار.

ماشومان ځوانان کیږی او باید یې په فکر کې زیات و اوسو  د تازه ځوانی مرحله یو څه اساسه وی کله چې یو ځلى پاخه ځوانان شی بیا به مو زړه یو څه جمع شی.

 

بیا هم انتظار.

زوی/لور می چې پوهنتون پای ته ورسوی،  کار پېل کړی او واده وکړی، بیا به یو څه آسوده شم.

 

بیا هم انتظار.

چې متقاعد شم، آسوده به شم او ژوند به پېل کم.

 

ځوانی تیره شوه زموږ وخت هم تیر شو.

 

زیات خلک می لیدلی چې په پورتنی ډول خپل ژوند تیروی، اکثرا ً موږ وایو چې، یو موټر ولرم یا یوه ښه رخصتی واخلم یا اوچت معاش ولرم او یا هم کله چې متقاعد شم، بیا به ژوند ښه شی.

 

خو ریشتیا دا ده چې، تر دم شېبې بل ښه وخت د خوشالۍ لپاره نشته!

 

ستاسو ژوند به تل د ستونزو او ګواښونه سره مخ وی. غوره به دا وی چې ومنو په ژوند کې بېلابیلی ستونزی او غمونه تل ځی او راځی، او تصمیم ونیسو چې ددې ټولو ستونزو سره سره خوشالی هیره نه کړو.

 

د ډیری مودې راهیسی داسی راته ښکاریده چې ژوند مخ په پیل کیدو دى. اصلی ژوند.

خو د خوشالی د لاری مخ ته تل موانع منځ ته راتله.

یو وار چې دغه امتحان تیرشی، دغه کار چې پاى ته ورسوم، یو څه وخت ته اړتیا لرم، دغه بل چې تادیه کړم، دغه دنده چې لاسته راوړم، فلانه ځای ته چې ولاړ شم... بیا به ژوند خوند وکړی.

خو اوس پدې پوه شوم چې هغه ټوله موانع ژوند وو.

د خوشالۍ په لور کومه لار نشته، خوشالی خپله لار ده!

 

نو، د هری شېبې څخه خوند واخله!

د ښوونځۍ پاى ته رسیدو انتظار، پوهتنون ته د ورتګ انتظار، څو افغانۍ ورکولو یا لاسته راوړلو انتظار، د کار د پیل کیدو، د واده، د رخصتیو د شپو او ورځو، د نوی موټر، خپل د پورونو د خلاصیدو، د پسرلی، دوبی، مڼی او ژمی، د میاشتی د پاى نیټى، بل ځای ته د تګ، د مرګ،...

 د خوشالۍ لپاره دغه ډول انتظارونه پریږده. موخه می داده چې، پدې تمه کې مه اوسه چې یو ځلی دا انتظارونه پاى ته ورسی بیا به په ژوند کې خوشالی راشی.

 

خوشالی یو سفر دى، نه هدف!

تر دم شېبې بل ښه وخت د خوشالۍ لپاره نشته!

ژوند وکړه او د اوس شېبې څخه خوند واخله!

همدا دم شېبه ده چې ستا په واک کې ده!

دغه شېبه ستا ژوند دى!

 

خوشاله و اوسه او خوشالی د نورو سره ګډه کړه!

                                            

بیچاره مور

لیکنه: احمد حکمت

ژباړه: مامون چخانسوری

 

 بېچاره مور  

 

دا کیسه لکه د مینی کیسى چې د پسرلی په یوې شپې کې نرم باد د ونو او ګلبوټو پاڼی نڅوی او  په ښکلی بوی یې فضا نوره هم خوندوره کوی، نه پېلیږی.

 

بلکه دا کیسه په یوه داسی شپه کې چې د توپان زورور باد چلیږی او واوره په هوا کې دیخوا او هاخوا ته پرویی، او هوا دومره سړه ده چې شیان کنګلوی، پېل کیږی.

 

په داسی شپو کې هم زموږ د ښار د یوه لوی سړک پر غاړو ګرم رستورانونه او د واده هالونه فعاله وی، ددغو ځایونو څخه د خوشالیو، پرله پسو خنداوو، د رباب او شهباز ، د اتڼونو غږونه... د تیریدونکو پر غوږو لګیږی.

ددغه لوی سړک د یوې کوڅى پر سر یوه ښځه چې له یخنۍ راغونډه شوى او بدن یې ریژدی، لیدل کیږی.

 

دا ښځه یوه مور ده.

 

دې بېچاره مور چې د خپلې ناروغې لور د روغتیا لپاره د سوال کولو ذلت پر ځان منلى دى، داسی وایی:

اى خلکو! د خپلو ګرانو کورنیو د روغتیا شکرانه ادا کړئ، د خپلو ګرانو ماشومانو په خاطر چې هغوی خپل ژوند او د زړه بند ګڼئ، زما په دردمن حال رحم وکړئ.

 اى وروڼو: پوه شى که زما د ګرانی لور ناروغۍ نه واى مجبوره کړى، د نړۍ بل هر ډول خوارۍ او بېوزلۍ نه شواى کولاى چې په ما دا شرم او ذلت ومنی!

 

لاچارې ښځې خپلې د اوښکو ډکی سترګى پټې کړې او خپل لاس یې چې له ډیره یخه ریژدیده اوږد کړ. پداسی حالت کې چې سرتر پایه په شرم کې ډوبه وه، د یو چا د رحم او سخاوت انتظار یې کاوه.

څه بې ځایه توقع!  څه خالی انتظار!..

 

د هغو ټولو خلکو تر منځ چې ډیر مست او مغروره وو، هیچا هم ددې زاریو ته غوږ ونه نیو.

 

ددې زاریو پایله او حاصل د هغې لپاره څه و؟  

یواځی خندا! یواځی قهقه!..

 

اى خلکو! زما محتاج سره مرسته وکړى، خداى مو هیڅ وخت چا ته اړ نکړی.

څوک ځواب نه ورکوی... ساعتونه همداسی تیریږی، او هیڅوک هم ورسره مرسته نه کوی!

 

دا ښځه یوه لور لری، چې هغه یې ښوونځۍ ته استوله، د هغې په روزنه کې یې خپل تر وسه هڅه کوله او هیله یې درلوده چې هغه به تر فراغت وروسته یوه ښوونکى شی، خپل مور به وساتی، او په خوشالۍ به ژوند وکړی.

 

آه!

 اى د نیکبختۍ هیلی، ته څومره د انسانانو زړونه په خپل چال او فریب مصروف ساتى! او د نړۍ خلکو ته د خوشالۍ زیرى او د هیلو لاسته راوړلو ډاډ ورکوى!..

افسوس... د ډیرو رنځونو د زغم وروسته، هیله من کسان نا هیلی کوى او د ګل په اړه خوبونه یې په اغزیو بدلوى!...

 

ناڅاپه، لور یې د شدیدې محرقى (ټایفایډ) په ناروغۍ اخته شوه او د ناروغۍ پر کټ وغزیده. دا دوې میاشتی کېږی چې پرته ده. مور یې څه چې درلودل ددې د تداوۍ لپاره خرڅ کړل.

څه خزانه یې خو نه دلودله؟.. څه چې یې لرل ټول ختم شوه.

 ځینی وختونه ډاکټر راتلې او په تریو تندی سره به یې ناروغ ته کتله، ډاکټر هم تر هغه وخته راتلو چې فیس یې ورکول کیده!

 

هو، د بېوزلو لپاره درملنه، سکاره، ډوډۍ، خوب، هر څه قیمته وی.

 

د ژمی پدې سړى شپې کې، د لوګی ککړ څراغ رڼا ته په یوه بې غالۍ او بې سامانه خونه کې د بدبختې مور حالت له هغه څه نه چې په نظر راځی زیات خراب وو، زارۍ یې کوله او سلګۍ یې وهلې...

 سوړ باد چې د ور د درزونو څخه خونی ته ننوت د نجلۍ زلفو ته چې پر تندی یې پرتې وې لکه د پتنګ وزرونو حرکت ورکاوه.

 لکه چې ددې د روح د پرواز وخت رسیدلى وی.

 

مور یې چې دا بد حالت لیده شېبه په شېبه یې زړه نور هم ډکیده او په زړه کې یې اور لمبى کولى. د غم او انتظار له لاسه ستړى شوه، او په هغه کار یې اقدام وکړ چې یوه اونۍ راهیسی په کولو یې زړه نا زړه وه. د سوال کولو ننګ او عار یې په ځان ومنو او د ځان سره یې وویل: په نړۍ کې سخی خلک زیات دی، هرومرو یو څوک خو پیدا کیږی چې د بېوزلو لاس ونیسی!

 

خو دا دوه ساعته راهیسی څوک ددې مظلومى غږ نه اوری، د دې د اوښکو سیلاب نه وینی! □

 

اى خلکو، تاسی خو د هال د کړکۍ څخه یو ځلى دې ښځی ته ځیر شې. ددې ښځی اوښکی ستاسو تر مرغلرو ډیر ارزښت لری. پدې فیشنی محفل کې تاسی خوشالی او مستی کوې، او ستاسو د عیش محفل څخه څو ګامه لیرى په یوه خواره جونګړه کې یوه نجلۍ چې شاید ستاسو تر نجنو ښکلې وی، د زکندن په حالت کې ده.

د هغې انجلۍ د مور سترګی ستاسو د مرستو په تمه دی، خو تاسو د هغې نارې او زارۍ نه اورئ.

 

 

ښځی انتظار وکړ، ودریدله... بالاخره یې پر انسانیت باندی لعنت ووایه او د وینو نه ډک زړه او تش لاس سره خپل خرابه کور ته راغله..

.

 څه یې ولیده؟

 څراغ خاموشه شوى و، او لور یې مړه شوى وه... باد چلیدى او واوره وریدله...

 

په سبا یې وړوکى جنازه د کوره ووتله،بله ورځ د سباوون

 پر مهال د نجلۍ مور ځان سیند ته وغورزوه او د ژوند د غمونو څخه د خلاصون لپاره د څپو غیږی ته یې پناه یوړه!..

 

 اوس ګهیځ مهال لمر په خپلو وړانګو ددې ښځی ګور،

 چې په سیند کې د شګو لاندی دى، ښکلى کوی...

بېچاره مور!..

                                                                        

 

ګیدړه او لیوه

لیکنه: هنری کان

ژباړه: مامون چخانسوری

 

ګیدړه او لیوه

 

تجربه کار او د پوخ عمر ګیدړې د لیوه د ساده لوحه زوی سره انډیوالی اچولى وه.

دوی په سحراوو او ځنګلونو کې ګرځیدله، او د خپل پوهی په اندازه یې د شاوخوا شیانو د څرنګوالی او ماهیت په هکله خبری اتری کولى.

 

د لیوه زوی چې تازه د خپل مور اړخ څخه لیرى شوى وو، د ژوند لوړو ژورو  سره یې آشنایی نه درلوده. د ګرځیدلو په مهال هر څه چې یې  لیدل د هغه څرنګوالى یې د خپلد ملګری څخه پوښته او د امکان په صورت کې یې هڅه کوله چې یو پوه او هوشیاره لیوه و اوسی.

 

ګیدړه چې د وخت اوضاع او د ژوند بېلابېل پړاونه ورته مالوم وو، لږې خبرې یې کولى او د زړه د تله یې د لیوه پر ناپوهی خندله.

ګیدړه په ډیر احتیاط پر لاری تله، د یو څو ګام اخیستلو وروسته به یو ځل دریده، خپل غوږونه یې تیزول او د شاوخوا ډیر کرار غږونه ته یې پام کاوه.

د لیوه زوی چې د ګیدړې دا حرکات لیدله، حیران پاته کیده، نه پوهیده چې اوضاع څه ډول ده، او ګیدړه ولی داسی حرکتونه کوی.

 

وروسته په تنګ شو او ګیدړې ته یې وویل: انډیواله، دا ټوله اندیښنه د څه لپاره؟ په دې روښانه ورځ هیڅ خطر موږ نشی تهدیدولاى. ولی د دومره ویری او اندیښنى سره حرکت کوى؟

 

ګیدړی جواب ورکړ: کله چې د خطر او ګواښ سره ناڅاپه مخ شو بیا نو ورڅخه تښتیدل ناممکن دی، په هغه وخت کې بیا وخت له وخته تیر دى. وایې چې پدې روښانه ورځ کې موږ ته ګواښ نشته؟ ستا خوشبینی ستا د بی تجربګۍ څخه ده. زه تیاره شپه تر ورځی ښه ګڼم، ځکه د شپې لخوا انسان سره د مخامخ کیدو امکان کم وی.

 

لیوه: دا انسان چې تاسی ی دوامداره په اړه یې غږیږئ، څه ډول شى دى؟ ستا فکر تل د انسان په اړه مشغول وی. ډیر لیوال یم چې د انسان سره مخامخ شم، غواړم پوه شم چې دا څه ډول حیوان دى!؟ څه کوی؟ اندازه او حرکت یې څه ډول دی؟ شکل او څیره یې څه ډول ده؟

 

ګیدړه: په لمړی کاته هغه یو آرام او ملایم مخلوق په نظر درځی، او که ښه ورته ځیر شى نو پوه به شى چې د ظاهر خلاف پېچلى باطن لری، او بې اندازه خونخوار او خاین دى.

ځینی وختونه د چال او فریب نه داسی ډک کار وکړی چې ما هم د دام خواته کش کړی. پوست می له سره باسی!

د شا په دوو پښو دریږی، دوى مخکنۍ پښې یې وړى وی او هر ډول چې وغواړی ترې ګټه اخیستلاى شی. کوم شى یې پر اوږه وی، او هغه د اړتیا په وخت کې په خپلو مخکنیو پښو نیسی، نه پوهیږم چې څه تدبیر په کار وړی، د هغه شی څخه وحشتناکه غږ پورته کیږی او له خولى یې اور وځی چې د لویو بدبختیو لامل ګرځی!

 

لیوه: د انسان غاښونه مخروطی شکل لری، او شکوونکی دی؟

 

ګیدړه: نه پوهیږم، خو فکر کوم چې زموږ تر غاښو واړه دی.

لیوه: ښځینه انسان څه ډول دى؟ تر نر ښکلى ده؟ په خیانت او بدکاری کې لکه نر ده؟

 

ګیدړه: پدې اړه اندونه بیل دی. خو زما په اند ظاهرا ښځینه یې تر نر جذابه او ښکلى مالومیږی.

 

دوی لا په خبرو بوخت وو، چې یو انسان له لیرې ښکاره شو، ګیدړی وویل:

انډیواله! ودریږه! او هغه چې وینې، پام ورته وکړه!

 

وړوکى لیوه ځیر شو او ویې ویل: دا خو هغه څه چې تا د انسان په هکله وویل هغسی دى، خو زیات کوچینى په نظر راځی!

 

هغه یو ماشوم هلک وو چې د لرګی سره یې لوبی کوله.

 

ګیدړه: دا یو ماشوم انسان دى او تر اوسه بشپړ انسان شوى ندى، د انسان اولاد دى. هغه به هم یوه ورځ د یو پوخ او بشپړ انسان مقام ته ورسیږی...

 

لیوه: آه! څه وخت به د انتظار له زحمت نه خلاص شم او یو بشپړ انسان ووینم!

 

ګیدړه: بېړه مکوه! خپل هیلی ته به ورسیږى، کیداى شی همدا اوس برى شې او دا ښه مخلوق به ووینې!

 

ګیدړی خپلې خبری لا پاى ته نه وى رسولی چې یو بل څوک ښکاره سو. د هغه په لیدو سره سمدستی خپل په خیټی پریوت. خو لیوه بیله دې چې خپل  ځاى یا حالت ته توپیر ورکړی، تماشه یې کوله.

 

یو زوړ سړى چې ملا یې کړوپه وه، دواړه لاسونه یې ترشا نیولی وو او زمکی ته یې کتله په کرارو ګامونو له هغه ځایه تیریده.

 

ګیدړی خپل ملګری ته وویل: دا انسان بیا زوړ او له کاره لویدلى دى، د ژوند مزلونو دده څخه ځوانی تښتولى ده، دې یو وخت یو کارنده انسان وو!

 

د لیوه زوی چې د انسان په اړه د زیاتو خبرو اوریدلو څخه ستړى شوى و، وویل:

هیڅ می له هیره نه وځی، کله چې  د شیدو ماشوم وم او شوخی می کوله مور می د انسان په راتګ سره ویرولم، او زه به له ویری کرار کینستلم. په هغه وخت کې می انسان ونه لید، او تر اوسه می لا یو بشپړ انسان ندى لیدلى.

بیا یې په خواشینۍ سره وویل: اوس یې به هم ونه وینم.

 

ګیدړې چې د ژوندانه ډیری حادثى لیدلی وی، په تعحب سره یې خپلې اوږې وڅنډلی او پوزخند یې وواهه. په همدى مهال یو شکاری د ښى خوا څخه څرګند شو.

 ګیدړی وویل:

اى ملګرى! پام وکه. هغه وینې؟ هغه یو بشپړ او خطرناک انسان دى. که غواړی ورته نږدى ولاړ شى ستا سره به انډیوالی ونشم کړاى!

ځان یې تیښتی ته چمتو کړ او ویې ویل: ښه وختونه! 

 

په منډو یې پېل وکړ او یوى ګوښى ته یې ځان ورساوه.

 

کله چې شکاری لیوه ولید، سمدستی یې ټوپک د خپل اوږى څخه کښته کړ او په زنګون شو، د ناپوه او وړوکی لیوه خواته یې نشانه برابره کړه او ډز یې ورباندی وکړ. مردکه د لیوه پر اوږو ومښته.

لیوه بېچاره څو ځلی پر ځان تاو را تاو شو، د بوغارو او چیغو سره یې په تیښتی پېل وکړ او ځان یې ګیدړې ته ورساوه.

 

 ګیدړی د ټوکو په انداز ورڅخه وپوښتل:

 انډیواله! وخت درباندی څه ډول تیریږی؟ د خان صیب سلامت وجود لپاره باید شکر وباسو! آخر دی انسان ولیده او د هغه د دوستانه ملاقات خوند دې وڅکه!

 

لیوه: هو! ومی لید، کاش هیڅ می نه واى لیدلى! څه بدخویه مخلوق! زموږ تر داړنو لیوانو هم وحشی او په وینو ککړ دى!...

 

ګیدړه: ستا سره یې څه وکړه؟

 

لیوه: څه  به یې کړی واى! څه چې دې مخکی وویل هغه چم وشو. په خپلو دوو مخو پښو یې کوم شى له اوږى کښته کړ او زما خواته یې ونیو، ناڅاپه اور می مخې ته بل شو او خوږ یې کړم... ما خو د هغه سره هیڅ غرض هم نه درلوده!

 

ګیدړه: ښکاره خبره ده چې تا د هغه سره کار نه درلوده. خو ته څه لیوه نه یې؟ او هغه څه انسان ندى؟ هغه خپل د انسانیت په وظیفى عمل وکړ!

 تر اوسه لا ماشوم یې، یو څه موده لا صبر وکړه تر څو زما په خبره ښه پوه شى. هر څومره چې غاښونه دی تېره شی د زمان په احوالو او انسان په خویونو به ښه پوه شى. په ژوندانه  کې باید هر ګام په احتیاط واخلى تر څو د چا ښکار ونه ګرځى!

پلار او ماشوم ساتنه

کله چی پلار ته وویل شی ماشوم وساتی!

ماموری ټپی

  د یوه نوی مامور عاشقی:   که دی دیدن ته ډیر زړه کیږی      ایکسل (excel) بهانه کړه یو پرسان وکه مینه   ما ته په سترګو کی حال وایه په شعبه کی خلک ډیر دی پوه به شینه   ته که غوصه کوی خو حسن لری دا پیاده ګان دی غوصه ولی کوی صنمه     په شعبه کی ماته را نږدی یی د سپینی خولی خیرات دی د رییس شعبی ته ځینه   خدای می دا ستا د لاس دستکول که چی دا ستا سپین مړوند می وړی په بازارونه     اول می پکر درته نه وو اوس می د زړه ستنی کږی درپسی دینه

متلوال سره مرکه

 

ښاغلی متلوال سره مرکه

ښاغلی متلوال اکثری خبری په متل کوی. نن د متلوال سره د ثور د ۸ نیټی په هکله خبری اتری کوو.

غوږ شئ!

انډیوال: ښاغلى متلوال ښه راغلاست

متلوال: مننه، که انډیوال یې که نه یې مجبوره یم چې انډیوال درته ووایم ځکه نوم دی انډیوال دى.

انډیوال: وی موری، دا څه بلا دى. په هره توګه. د ثور په ۸ جهادی مشران د افغانستان څخه د شوروی د ایستولو ورځ ولمانځل، تاسی ددغی ورځ لمانځل ددوی له خوا څه ډول ارزیابی کوئ.

متلوال: ښه کار وشو چې شورویان یې وایستل خو وروسته بیا    جنګ پر پوستین (څوکۍ) پېل شو!

انډیوال: د سټډیوم پر شاوخوا یې ځینی عکسونه لګولی چې په هغوی کې د احمدشاه بابا او میرویس نیکه عکسونو تر څنګ یې د احمدشاه مسعود او مزاری عکسونه هم لګولی دی، پدې اړه څه وایې؟

متلوال: د کم اصل لویتیا د اصیل سپکتیا وی!

انډیوال: جهادی مشران ډیری ښى ویناوی کوی.

متلوال: په خوله خواږه دی او په زړه کاږه!

انډیوال: شورویان چې د افغانستان څخه ووتل وروسته بیا کورنۍ جګړه پېل شوه، آیا جهادی مشران پدې کې ملامت دی؟

متلوال: لمر په دوو ګوتو نه پټیږی!

انډیوال: آیا جهادی مشران خپل په اشتباهاتو نه پوهیږی؟

متلوال: خپل عیب د اوږو منځ وی!

انډیوال: جهادی مشران په عزت او درانه لقبونو ویناوو ته غوښتل کیږی.

متلوال: دنیا چې پر خره بار کى، خر خیرالله خان شی!

انډیوال: کله چې د بشر حقونه جهادی مشران د بشر حقونو ناقضان بولی، پر جهادیانو  بده لګی او ولی ځینی یې دفعتا غبرګون ښکاره کوی؟

متلوال: د غله په ږیره خس وی!

انډیوال: که تیر هیر کړو، اوس جهادی مشران ادعا کوی چې دوی غواړی خلکو ته خدمت وکړی، او دا ځپلى هیواد سمسور او ودان کړی.

متلوال: په ګوړه ویلو خوله نه خوږیږی! او، چې هوسۍ نیسی د هغو تازیانو خولې توری وی!

انډیوال: جهادی مشران ادعا کوی چې دوی بې ګناه دی، کورنۍ جګره یو اضطراری حالت وو.

متلوال: ویل یې توتکۍ بیګناه ده. ورته یې وویل: د چمن چنجیان وپوښته!

انډیوال: کله چې کورنۍ جګړه پېل شوه اوحالات زیات کړکیچن شوه، د خلکو کورنه لوټ شوه، بې عزتیانی وشوى... خلک ادعا کوی دا همدغه جهادیان وه چې دغه کارونه یې کول، تاسی څه وایاست؟

متلوال: شرمښ له خدایه څه غواړی؟ باد او باران!

انډیوال: جهادیان وایی چې طالبان د افغانستان شاته تګ لوی لامل وه.

متلوال: غلبېل منګی ته ویل سورۍ!

انډیوال: جهادیان شرم لری؟

متلوال: شرمیږی هغه چې په شرم پوهیږی! او حیا ولاړه او شرم غره ته وخوت!

انډیوال: زمونږ ملت ټنبل دى که دولت؟

متلوال: څه غنم لانده او څه ژرنده پڅه!

انډیوال: نړیوال مرستی کولاى شی چې زموږ هیواد ودان کړی؟

متلوال: د نړیوالو مرستو ګټه خو ملت ته نه رسی،   د سوال په اوبو ژرنده نه چلیږی!

انډوال: تاسی چې داسی خبری کوی، د جهادیانو څخه نه ویریږئ؟

متلوال: لڅ له اوبو نه ویریږی!

انډیوال: ښاغلى متلوال ستاسو څخه مننه. هیله ده چې ستاسو غږ ملت ته ورسی او دولت یې هم واوری.

متلوال: څه ګټه،  کاڼه ته ډول مه وهه، ړانده ته رقصیږه مه!

انډیوال: پدې هیله چې په هیواد کې ټول کاڼه او ړانده نه وی. ستاسو پیغام ځوانانو ته څه دى؟

متلوال: هغه متل چې مخکې می هم ووایه،  په ګوړی ویلو خوله نه خوږیږی!

امریکا غواړی چې چین خپل د پیسو په ارزش کې اصلاحات راوړی

 د چین سره د امریکا او اروپا اتحادۍ تر منځ سوداګریزی ستونزه دوام لری. چین خپل د پولی سیاست څخه په استفاده خپل د اجناسو نرخونه د نور نړۍ لپاره ارزانه ساتی تر څو صادرات یې زیات وی.

چین د یوان ارزش د آزاد مارکیټ په اساس نه ټاکی بلکه مرکزی بانک یې ټاکی، او خپل د پیسو ارزش ټیټ ساتی ځکه، کله چې د یوان ارزش ټیټ وی نو د چین توکی د نوری نړۍ لپاره ارزانه تمامیږی. مثلا یو ډالر کولاى شی چې زیات یوان رانیسی او زیات یوان پدې مانا چې زیات چینی توکی پرې اخیستل کیداى شی.

د چین مصرفی توکو د امریکا او اروپا د بازارونو زیاتی برخی اشغال کړی چې په نتیجه کې د امریکایی او اروپایی توکو بازار او صنعت یې د رکود سره مخامخ کړى دى، چې ددې په نتیجه کې بیا د امریکا او اروپا لپاره اقتصادی ستونزی منځ ته راوړی مثلا د بیکاری کچه اوچته ځی، ځکه شرکتونه زیاته ګټه نه کوی او زیات کار ګر یانى زیات مصارف نو ځکه ځینی کارګران له کار کوښه کوی او یا هم که شرکت بند شی نو کارګران یې بیکاره پاته کیږی.

امریکا او اروپا کولاى شی چې د چین د صادراتی توکو په وړاندی تعرفى زیاتی کړی تر څو د چینی توکو قیمت اوچت ولاړ شی او امریکایی او اروپایی توکی بیرته بازار اشغال کړی. خو دا کار ځکه نشی کولاى چې دا د نړیوال سوداګریز سازمان د اصولو پر خلاف کار دى.

بله لاره چې کوم قانونی بندش نه لری، د شرکتونو حمایه ده، کله چې امریکا خپل د شرکتونو څخه حمایه وکړی او مالی مرستی ورسره وکړی نو د هغه شرکتونو مصارف ټیټیږی او قیمت یې هم کمیږی او توکی یې کولاى شی چې بیرته بازار ته ځان د سیالۍ لپاره چمتو کړی.

امریکا وایی که چیری چین خپل د پیسو په اصلاح کې چټک ګامونه وانخلی، نو د  پراخ اقتصادی خطراتو په انتظار کې باید و اوسو.

د امریکا د مالیی وزیر هینری پاولسن وایی، چېن په چټکی سره مخ ته روان دې خو زما په نظر دومره هم چټک نه دى.

د ۲۰۰۷ کال په لمړی دریو میاشتو کې د چین اقتصاد له هغه څه نه زیات چې ورڅخه توقع کیدل یانى ۱۱.۱ % وده کړى ده.

امریکایی سوداګریز سازمانونه ادعا کوی چې د پیسو نرخ ټاکلو ته په ازاده توګه (عرضى او تقاضا له مخی) اجازه نه ورکول ددې لامل ګرځی چې چینایی شرکتونه پر امریکایی شرکتونو بر واوسی، یانى چین د خپل مصرفی توکو قیمت په ساختګی توګه ارزانه ساتی.

ښاغلی پاولسن زیاته کړه چې چین یوازینى هیواد نه دى چې د خپل پیسو نرخ په ازاد مارکیټ کې نه تعینوی، بلکه نور هیوادونه هم دا کار کوی، خو دچین اقتصاد یو لوی او پیچلى اقتصاد دى او تقریبا د نړۍ اقتصاد سره یې سمون کړى دى، دا به ستونزمنه وی چې نرخ هم په ازاد مارکیټ کې او هم له حکومت له خوا یو ځاى وټاکل شی.

ښاغلی پاولسن همدارنګه وویل چې دواړه چین او امریکا خپل په اقتصادی اړیکو کې د محافظوی سیاست څخه کار اخلی.

د چین د صادراتو په چټکۍ سره زیاتوالى د هیواد د سوداګری بیلانس مازاد ښیی- د هغه مقدار چې خرڅوی او هغه مقدار چې رانیسی تر منځ توپیر تقریبا ۱۰۰ میلیارډ ډالر څخه زیات دى.

پداسی حال کې چې د امریکا دغه بیلانس په کسر کې روان دى.