انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

ورته خانده

 ورته خانده

  

له سیاف څخه یې وپوښتل، چې کولای شی په انګریزی تر لس پوری وشمیری.

سیاف وویل ولی نه:  

  Ten, nine, eight, seven, sex  نعوذ باالله, five, four, three, two, one

 

 

اسماعیل خان چې غوښتل د علم تعریف وکړی او ښکاره کړی چې دی د ټولو عالمانو قدر کوی که مسلمان وی او که نه، خپل په وینا کې یې داسی وویل: 

که ادیسن بریښنا نه وای اختراع کړی نو اوس به موږ ټلویزیون په توره تیاره کې کاته!

 

 

مسعود د کورنۍ جګړی په وخت کې خپل د جبهی مړی ټولول او په بوجیو کې یې اچول. یو کس چې ډیر زیات زخمی وو په ستونزی سره مسعود ته وویل چې، زه مړ نه یم، زخمی یم.

مسعود: چپ شه، ته مړ یې خو اوس ګرم یې په ځان نه پوهیږی.

 

هغه خرک او درک

 

هغه خرک او درک   

 

په میلیونونو بیګناه کسان ووژل شول، میلیون کسان معیوب او محتاج شول، په میلیونونو کډوال او آواره شول، د هیواد روڼ اندی طبقه تقریبا له منځه ولاړه، میلیون کسان بی سواد پاته شوه، پوهنتونونه او ښوونځۍ خالی شوی، تضاد خپل اوج ته ورسید، د خلکو کورونو او جایدادونه چور شول، بی ناموسۍ وشوی، هیواد ټوټی ټوټی او هره ټوټه یې پر اجنبیانو خرڅ شو، د هیواد بیخ بنسټ (پلونه، لوی لاری...) او اقتصاد وران شو...، که څوک خپل سترګی خلاصی کړی او  د  هیواد ګوټ ګوټ ته نظر وکړی نو دغه هر یو ناروین به په خپلو سترګو ووینی.   

 

دا جوته ده چې پورتنی ناورینونه د کورنی جګړی له امله رامنځه شول ( که څه هم زموږ هیواد مخکی هم آرام نه وو خو دومره ناورینونه یې په یوه وخت کې نه وه لیدلی) او کورنی جګړه د محترمو مجاهدین صاحبانو ( مسعود، سیاف، ربانی، مزاری، محقق، قانونی، فهیم، ګلبدین، دوستم...) له برکته او د څوکۍ پر سره د جګړی له امله رامنځته شوه.   

 

کله چې په هیواد کې د طالبانو د راتګ ګڼګوسی پیل شوی، خلک ډیر خوشاله وه ځکه دوی د کورنی جګړی او مجاهدین صاحبانو له لاسه پزی ته رسیدلی وه. خو کله چې طالبان راغلل نو هغوی هم د هیواد خلک له زیاتو ستونزو سره مخ کړل. د طالبانو رژیم هم د امریکایانو په زور ړنګ شو.   

 

آیا تاسو له اوسنی دولت څخه کومه مثبته توقع لری؟ آیا تاسو وایاست چې دولت باید فلانه او فلانه کار کړی وای او و یې نه کړ؟ اکثره وخت دا خبری راته مسخره ښکاری. هغه ځکه چې بیرته هماغه مجاهدین صاحبان پر قدرت دی؛ وزارتونه، پارلمان، والیان اکثره دوی دی، کله چې دوی د کورنی جګړی، چور، قتلونه... عاملین دی نو، آیا د دوی څخه د کوم ښه کار توقع څرنګه وکړو. بیرته هماغه خرک او هماغه درک شو.   

 

امریکا او د دموکراسی پلویانو بیرته دغه کسان، چې باید محاکمه شوی وای، د قدرت پر څوکی کینول او دا قصابان مظلوم ملت یو ځل بیا له زرو ستونزو سره مخ کړی دی. خلکو فکر کاوه او له عادی حالت نه یې زیاته تمه درلوده چی، د امریکایانو په راتګ سره به په څو کلونو کې هیواد ګل او ګلزار شی خو کرار کرار د خلکو دغه هیلی په نهیلۍ بدلی شوی.    

 

امریکا بیرته هماغه کسانو (مجاهدین، خصوصا شمالی ټلواله) ته قدرت ورکړ چې افغانستان یې مطلقا په یوه کنډواله بدل کړی وو، چې د دوی د تور دوران له امله طالبان رامنځ ته شوه. له بل پلوه بیا ځینی کار پوهان وایی چې امریکا ښه پوهیږی چې دا کسان جنګی مجرمین دی خو اوس د دوی د محاکمی وخت ندی دا یوه اوږد مهال پروسه ده، په لومړی کې باید له دغو کسانو سره تفاهم شوی وای که نه نو هیواد کې بیرته ګډوډی رامنځه کیدله.    

 

خو دلته داسی سوال پیدا کیږی چې، آیا په هیواد کې اوس ګډوډی نشته؟ آیا مجاهدین د طالبان د رژیم د ړنګیدو په وخت کې دومره قوی وه چې بیا یې په هیواد کې ګډوډی رامنځته کولای شول او آیا کوم نور کسان نه ول چې حکومت ورته ورکړل شی؟