یو کس سمندر ته په چکر تللی وو. چې ګوری توپانی څپو زیات کبان د سمندر څنډی ته راوړی وه. پام یې یوه ماشوم ته شو چې د سمندر د څنډی څخه یو یو کب اخلی او اوبو ته یې غورځوی. هغه ماشوم ته نږدی شو او ورڅخه یې وپوښتل:
- څه کوی؟
- ماشوم: کبان اوبو ته اچوم چې مړه نه شی.
سړی شاوخوا وکتل چې په سل هاو کبان د سمندر څنډه کې لپتکی وهی. په مسکی یې وویل: ځان ناکه مه ستړی کوه، وګوره چې څومره زیات کبان دی دا ټوله نشی ژغورلای؟
ماشوم ځان ټیټ کړ، یو کب یې ونیو سړی ته یې وکتل، کب یې د اوبو خواته وار کړ او و یې ویل: د هغه کب ژوند خو می وژغوری.