انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

یو بندی احساس


 یو بندی احساس

نوم یې پښتون


غوسه او خپه

 بی وسه،

لکه یو قیدی د زندان په کنج کې

پر کوناټو ناست،

وروڼونه پر ځیګر مښتی،

لاسونه تر پښو راتاو،

سر پورته کړی،

لوړ وګوری:


څیری کې مایوسی

سترګو کې غوسه

چپه خوله

ډک زړه

ژور ټپونه

سوځیدلی خیالونه


ځان یې تقدیر ته سپارلی

ته وا ماته یې منلی

پر ځان شکی

ځانته خشمیدلی


سرچپه حالت

ناروغۍ یې له طبیبه

اکسیجن یې نفس تنګ کړی

آزادۍ تړلی


له نورو نه څه ګیله...

خو،

 خپل دښمن یې موندلی

غلیم ته مخامخ په قار ګوری

مخ ته یې هنداره ...


هیله، 

خلاصون؛

په نړۍ کې نه،

 ځان کې بدلون

د فلسطین نه یو مین


د فلسطینی شاعر محمود درویش د یوه شعر ژباړه:



 د فلسطین نه یو مین


د هغی سترګی فلسطینی دی

د هغی نوم فلسطینی دی

جامی او خپګان یې فلسطینی

دستمال یې، پښی او وجود یې فلسطینی

خبری او چپتیا یې فلسطینی

غږ یې فلسطینی

زیږیدنه او مړینه یې فلسطینی



نه امریکا، نه طالب، نه ټوپکسالار او جهادی!



امریکا

  ستا د درواغو اوښکی

  ستا مکاره خندا

                         زموږ خطا ایستل دی

                         بل څه نه دی

ستا د خپلواکۍ د هیلو تش شعارونه

ستا نه مړیدونکی حرص دی

                         زموږ د وینو تویول دی

                         بل څه نه دی

د آزادۍ په نوم ستا جګړ

                         زموږ د واک اخیستل دی

                         بل څه نه دی

 دا ستا د پیړیو لوبه

                       استثمارول دی

                       بل څه نه دی

طالب

زموږ ماشومان انتهاری روزل

                       زموږ بربادول دی

                       بل څه نه دی

د ښوونځیو سووځل

د زده کوونکو وژل

                       موږ پیړی پیړی پر ښا اچول دی

                       بل څه نه دی

ستا د جنت زیری

ستا د قربانۍ ډرامه

                       موږ په بیلابیلو نومونو اغوا کول دی

                       بل څه نه دی

ستا د الله و اکبر ناره

د چاودنی د دړز غږ 

                       ستا مغز پریول

                       ځان او د خپل نسل وژل دی

                       بل څه نه دی

ټوپکسالار او جهادی 

 ستا د جهاد جهاد ناری

                       د هیواد ورانول دی

                       بل څه نه دی

په بیګناه وینو ستا سره لاسونه

ستا د لاسه ټپی زړونه

                       ستا د تیرو کیسو بیانول دی

                       بل څه نه دی

ستا خبری

ستا کردار

                      د هیواد خرڅول دی 

                      بل څه نه دی

ستا ملاتړ

 او

په واک کې پایښت

                      د مظلوم د حق خوړل

                      د انصاف خفه کول دی

                      بل څه نه دی


نه امریکا، نه طالب، نه ټوپکسالار او جهادی!

                        مامون 

د جګړی ځپلو ماشومانو اکو بکو


اکو بکو سرسیندکو

خوب والوت د سرتیرو په ترپکو

درخانۍ خوری ته ورته را وځه

چې ورسره سپی دی که ټوپک


دوی ناست په میدان

غشی ولی زموږ په دالان

دا دالان کی څومره ناری دی

اوښکی څاڅی لکه باران


په نړۍ کی د وینو تږی پاچاهان دی

موږ ولی په خپلو کورو کی

موږ تښتو په شیبو کی


د شیبو سپینو کوترو نه لاره ورکه په آسمان

یو خواته دی سرتیری بلی خواته طالب خان

د دواړو کوناټو په منځ کی درد دی

چی زموږ کورونه یی کړه راته وران

 څیری یی کړ راته ګریوان


د مور څخه مړ د زړه بند دی

په شپږمه یی زکندن دی

ډز غړز

شرنګ شرابت موږ یی مړه کړو په هیبت


مامون


دا هم د شعر اصلی ډول

اکو بکو سرسیندکو

غوا مې لاړه په ترپکو

درخانۍ خورې ته ورته راوځه

ستا په لستوڼی کې خواږه دی که ترخه

ورور می ناست په دوکان

غشی ولی په دالان

دا دالان داسې ښایسته دې لکه ستوری د آسمان

آسمان کې یو باچا دی

مونږه ولی په مغزو کې

مونږ پټیږو په شیبو کې

د شیبو سپینو کوترو

راځئ چې غزا وکو

یا به مړ کو رضاخان

یا به راولو جوګۍ

جوګۍ دواړو کوناټو په منځ کې درد دی

ملا ورله راغواړو

په شپږمه یې زنکدن دی


شرنګ شرابت پقیر یې مړ که په هیبت


 

پریږده چې بیا دا سوځیدلی دشتی د پیغلو څڼو ته ګلونه راوړی 

د غم له ساندو ستړی سوی کوڅی بیا اتڼونو ته ډولونه راوړی

جهانی

قصور زما خپل دی

د هندی شاعر، جاوید اختر د یوه شعر ژباړه. 

  

 

ریښتیا خو دا ده چې قصور زما خپل دی             

                                                                 

 تمنا می درلود چې سپوږمۍ ته لاس ووهم        

                                                                  

 آسمان می پر زمکه غوښتی                            

                                                                  

 غوښتل می ګلان پر ډبرو شنه شی                   

                                                                  

 په اغزیو کې د خوشبوی په لټه وم                     

                                                                  

 هیله می درلود چې اور یخنی راکړی                  

                                                                  

 په واوره کې می ګرمی لټول                            

                                                                  

 هر خوب چې می  لیده، غوښتل می ریښتیا شی

                                                                  

 د دی سزا خو  را ته رسیدله                             

                                                                   

هو، قصور زما خپل دی              

                                                                                   

خوټی وهم

 

خوټی وهم

 

د عشق او مینی پدې ستر جهان کې خوټی وهم

دې پیسه خور او بې وفا جانان کې خوټی وهم

 

ماته هر وخت وایی چې ځان پورې بم وتړه

څه لیونی یمه، چې خپله ځان کې خوټی وهم

 

ددې خبری پخلی بش سپینی ماڼۍ کې کړئ

چې یو ایران جوړ دی په جوړ ایران کې خوټی وهم

 

چې می وطن ساتلی نشی چې می سر نه ساتی

زه د ملی اردو په داسی ځوان کې خوټی وهم

 

چې د ملت او د وطن غم ورسره نه وی تل

په دې بې ننګه بې غیرته ځوان کې خوټی وهم

 

چې یې یوازی په کابل کې امنیت رانوست

د ایتلاف او د ناټو پیمان کې خوټی وهم

 

زما وطن او بوستان دواړه سوځولی دی تا

بوشه آخر دی په دې جوړ بوستان کې خوټی وهم

 

یم امریکا د غین په زور ټوله نړۍ نیسمه

زه د ملګری ملتونو سازمان کې خوټی وهم

 

شاعر خوټور

د مـور چـل ځـوانـه

 

عبدلباری جهانی

د مـور چـل ځـوانـه


ځوانه دا څوک یـې چی ګولۍ اوروې
د خـپـل نـیـکـه او د ابـا پـر کلی
دې هدیره کی دی خپلوان پراته دی
څوک یـې پرون څوک یـې پخوا ویشتلی


بـیـا غاړه کـۍ د مــردکـیـو ډکه
بـیـا دی اوږې له راکـټـونـو درنې
بـیا د اهـاړ تـږی مـورچل تـه درومی
بـیا دی پـر ستـړی مخ را ماتی خولې


بـیا لـکه بـاز پـر لـوړو څـوکو ګـرځـې
بیا دی میدان تـه سترګی سرې نیولی
پـر کـومـو مـځـکـو بـه مـرمـۍ اوروې
کـومـی ځوانـۍ دی په قسمت لیکلی


دلـته چی تـه پـر مـاشـه ګوتـه ایږدې
هـلـتـه لـه مـځـکـی نـه اورونـه زیږی
ستا د ګولیو د باران له وهمه
اوس پـر دښـتـونـو غـوټـۍ نه سپړیږی


لـه هـری لـویـشـتـی جنازې را پاڅی
د مـرګـی چیغو کلى کور اخیستى
پر شنو جلـګو بـاندی دودونـه ګرځی
ځـوانـه خبـر سوې کابل اور اخیستى


د خداى دپاره ځـوانه مه اوروه
د خـپـل ابا پر مېـنه سره اورونه
پرېـږده وراره دی د ابۍ غېـږه کی
و ویـنـی ګـرم او مـاشـوم خـوبـونـه


پرېـږده چی بیا دا سوځېـدلـی دښتی
د پېـغـلـو څـڼـو ته ګلـونـه راوړی
د غـم لـه سـانـدو ستړی سوی کوڅې
بـیـا اتـڼـونـو ته ډولــونـه راوړی


پرېـږده چی بیا د شنه اّسمان پـر لمن
سپوږمۍ تـه سـتـوری امېـلونـه راوړی
بـیا د اّدم ربـاب نـغـمـې ویښی کـړې
د مـینی خـوب ته تـعـبـیـرونـه راوړی


بلا د ی واخـلـم مـېـړنـیـه ځـوانه
پرېـږده مـورچـل دا د خـونـیانو ځالۍ
دا ستا د پلار ستا د ټبر قـاتـلان
دا د رهــزنـو لـوټـمـارانـو ټـولۍ


سـتـا د ښـادۍ د غـلـیـمـانـو زړونـه
په تـبـاهـیـو بـانـدی نه سـړیـږی
دا د پـردیـو پر کاسو لوى سوی
زموږ بېـګانه په ویـنـو نه مړیږی

پـرېـږده چی سره کی د قدرت لېونی
پـه بـېـګگـنـاه ویـنـو خـیـرن لاسـونـه
ته لـه مورچـلـه ګـولۍ مه اوروه
ځوانـه وارى دی سم کاږه بـرېـتـونـه


ماموری ټپی

  د یوه نوی مامور عاشقی:   که دی دیدن ته ډیر زړه کیږی      ایکسل (excel) بهانه کړه یو پرسان وکه مینه   ما ته په سترګو کی حال وایه په شعبه کی خلک ډیر دی پوه به شینه   ته که غوصه کوی خو حسن لری دا پیاده ګان دی غوصه ولی کوی صنمه     په شعبه کی ماته را نږدی یی د سپینی خولی خیرات دی د رییس شعبی ته ځینه   خدای می دا ستا د لاس دستکول که چی دا ستا سپین مړوند می وړی په بازارونه     اول می پکر درته نه وو اوس می د زړه ستنی کږی درپسی دینه