د هندی شاعر، جاوید اختر د یوه شعر ژباړه.
ریښتیا خو دا ده چې قصور زما خپل دی
تمنا می درلود چې سپوږمۍ ته لاس ووهم
آسمان می پر زمکه غوښتی
غوښتل می ګلان پر ډبرو شنه شی
په اغزیو کې د خوشبوی په لټه وم
هیله می درلود چې اور یخنی راکړی
په واوره کې می ګرمی لټول
هر خوب چې می لیده، غوښتل می ریښتیا شی
د دی سزا خو را ته رسیدله
هو، قصور زما خپل دی
هو ، قصور زما خپل دی
ځکه هر خوب نه ریښتیا کېږی.
ښکلې ژباړه وه
تر بیا
سلامونه او درناوى
ښه پیل او ښه ژباړه
کوښښ وکړه چې ادامه یې ورکړې
تل ووسى