انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

خوشالی

 

ولی دومره خفه یې؟

چې پوهنتون پای ته ورسوم بیا به ژوند سُر واخلی.

 

پوهنتون دی پای ته ورساوه، اوس ولی خوشاله نه یې؟ بیا د څه انتظار کوی؟

چې واده وکړم بیا به ژوند ښه شی.

 

بیا هم د خوشالۍ په انتظار کې یې، اوس څه خبره ده؟

چې ماشوم می پېدا شی بیا به می ساعت ورسره تیر وی او خوشاله به یم.

 

بیا هم د خوښۍ انتظار کې.

بس یو ځلى چې، ماشوم می یو څه لوی شی بیا به ټوله شیان سره سم شی.

 

بیا هم انتظار.

ماشومان ځوانان کیږی او باید یې په فکر کې زیات و اوسو  د تازه ځوانی مرحله یو څه اساسه وی کله چې یو ځلى پاخه ځوانان شی بیا به مو زړه یو څه جمع شی.

 

بیا هم انتظار.

زوی/لور می چې پوهنتون پای ته ورسوی،  کار پېل کړی او واده وکړی، بیا به یو څه آسوده شم.

 

بیا هم انتظار.

چې متقاعد شم، آسوده به شم او ژوند به پېل کم.

 

ځوانی تیره شوه زموږ وخت هم تیر شو.

 

زیات خلک می لیدلی چې په پورتنی ډول خپل ژوند تیروی، اکثرا ً موږ وایو چې، یو موټر ولرم یا یوه ښه رخصتی واخلم یا اوچت معاش ولرم او یا هم کله چې متقاعد شم، بیا به ژوند ښه شی.

 

خو ریشتیا دا ده چې، تر دم شېبې بل ښه وخت د خوشالۍ لپاره نشته!

 

ستاسو ژوند به تل د ستونزو او ګواښونه سره مخ وی. غوره به دا وی چې ومنو په ژوند کې بېلابیلی ستونزی او غمونه تل ځی او راځی، او تصمیم ونیسو چې ددې ټولو ستونزو سره سره خوشالی هیره نه کړو.

 

د ډیری مودې راهیسی داسی راته ښکاریده چې ژوند مخ په پیل کیدو دى. اصلی ژوند.

خو د خوشالی د لاری مخ ته تل موانع منځ ته راتله.

یو وار چې دغه امتحان تیرشی، دغه کار چې پاى ته ورسوم، یو څه وخت ته اړتیا لرم، دغه بل چې تادیه کړم، دغه دنده چې لاسته راوړم، فلانه ځای ته چې ولاړ شم... بیا به ژوند خوند وکړی.

خو اوس پدې پوه شوم چې هغه ټوله موانع ژوند وو.

د خوشالۍ په لور کومه لار نشته، خوشالی خپله لار ده!

 

نو، د هری شېبې څخه خوند واخله!

د ښوونځۍ پاى ته رسیدو انتظار، پوهتنون ته د ورتګ انتظار، څو افغانۍ ورکولو یا لاسته راوړلو انتظار، د کار د پیل کیدو، د واده، د رخصتیو د شپو او ورځو، د نوی موټر، خپل د پورونو د خلاصیدو، د پسرلی، دوبی، مڼی او ژمی، د میاشتی د پاى نیټى، بل ځای ته د تګ، د مرګ،...

 د خوشالۍ لپاره دغه ډول انتظارونه پریږده. موخه می داده چې، پدې تمه کې مه اوسه چې یو ځلی دا انتظارونه پاى ته ورسی بیا به په ژوند کې خوشالی راشی.

 

خوشالی یو سفر دى، نه هدف!

تر دم شېبې بل ښه وخت د خوشالۍ لپاره نشته!

ژوند وکړه او د اوس شېبې څخه خوند واخله!

همدا دم شېبه ده چې ستا په واک کې ده!

دغه شېبه ستا ژوند دى!

 

خوشاله و اوسه او خوشالی د نورو سره ګډه کړه!

                                            

بیچاره مور

لیکنه: احمد حکمت

ژباړه: مامون چخانسوری

 

 بېچاره مور  

 

دا کیسه لکه د مینی کیسى چې د پسرلی په یوې شپې کې نرم باد د ونو او ګلبوټو پاڼی نڅوی او  په ښکلی بوی یې فضا نوره هم خوندوره کوی، نه پېلیږی.

 

بلکه دا کیسه په یوه داسی شپه کې چې د توپان زورور باد چلیږی او واوره په هوا کې دیخوا او هاخوا ته پرویی، او هوا دومره سړه ده چې شیان کنګلوی، پېل کیږی.

 

په داسی شپو کې هم زموږ د ښار د یوه لوی سړک پر غاړو ګرم رستورانونه او د واده هالونه فعاله وی، ددغو ځایونو څخه د خوشالیو، پرله پسو خنداوو، د رباب او شهباز ، د اتڼونو غږونه... د تیریدونکو پر غوږو لګیږی.

ددغه لوی سړک د یوې کوڅى پر سر یوه ښځه چې له یخنۍ راغونډه شوى او بدن یې ریژدی، لیدل کیږی.

 

دا ښځه یوه مور ده.

 

دې بېچاره مور چې د خپلې ناروغې لور د روغتیا لپاره د سوال کولو ذلت پر ځان منلى دى، داسی وایی:

اى خلکو! د خپلو ګرانو کورنیو د روغتیا شکرانه ادا کړئ، د خپلو ګرانو ماشومانو په خاطر چې هغوی خپل ژوند او د زړه بند ګڼئ، زما په دردمن حال رحم وکړئ.

 اى وروڼو: پوه شى که زما د ګرانی لور ناروغۍ نه واى مجبوره کړى، د نړۍ بل هر ډول خوارۍ او بېوزلۍ نه شواى کولاى چې په ما دا شرم او ذلت ومنی!

 

لاچارې ښځې خپلې د اوښکو ډکی سترګى پټې کړې او خپل لاس یې چې له ډیره یخه ریژدیده اوږد کړ. پداسی حالت کې چې سرتر پایه په شرم کې ډوبه وه، د یو چا د رحم او سخاوت انتظار یې کاوه.

څه بې ځایه توقع!  څه خالی انتظار!..

 

د هغو ټولو خلکو تر منځ چې ډیر مست او مغروره وو، هیچا هم ددې زاریو ته غوږ ونه نیو.

 

ددې زاریو پایله او حاصل د هغې لپاره څه و؟  

یواځی خندا! یواځی قهقه!..

 

اى خلکو! زما محتاج سره مرسته وکړى، خداى مو هیڅ وخت چا ته اړ نکړی.

څوک ځواب نه ورکوی... ساعتونه همداسی تیریږی، او هیڅوک هم ورسره مرسته نه کوی!

 

دا ښځه یوه لور لری، چې هغه یې ښوونځۍ ته استوله، د هغې په روزنه کې یې خپل تر وسه هڅه کوله او هیله یې درلوده چې هغه به تر فراغت وروسته یوه ښوونکى شی، خپل مور به وساتی، او په خوشالۍ به ژوند وکړی.

 

آه!

 اى د نیکبختۍ هیلی، ته څومره د انسانانو زړونه په خپل چال او فریب مصروف ساتى! او د نړۍ خلکو ته د خوشالۍ زیرى او د هیلو لاسته راوړلو ډاډ ورکوى!..

افسوس... د ډیرو رنځونو د زغم وروسته، هیله من کسان نا هیلی کوى او د ګل په اړه خوبونه یې په اغزیو بدلوى!...

 

ناڅاپه، لور یې د شدیدې محرقى (ټایفایډ) په ناروغۍ اخته شوه او د ناروغۍ پر کټ وغزیده. دا دوې میاشتی کېږی چې پرته ده. مور یې څه چې درلودل ددې د تداوۍ لپاره خرڅ کړل.

څه خزانه یې خو نه دلودله؟.. څه چې یې لرل ټول ختم شوه.

 ځینی وختونه ډاکټر راتلې او په تریو تندی سره به یې ناروغ ته کتله، ډاکټر هم تر هغه وخته راتلو چې فیس یې ورکول کیده!

 

هو، د بېوزلو لپاره درملنه، سکاره، ډوډۍ، خوب، هر څه قیمته وی.

 

د ژمی پدې سړى شپې کې، د لوګی ککړ څراغ رڼا ته په یوه بې غالۍ او بې سامانه خونه کې د بدبختې مور حالت له هغه څه نه چې په نظر راځی زیات خراب وو، زارۍ یې کوله او سلګۍ یې وهلې...

 سوړ باد چې د ور د درزونو څخه خونی ته ننوت د نجلۍ زلفو ته چې پر تندی یې پرتې وې لکه د پتنګ وزرونو حرکت ورکاوه.

 لکه چې ددې د روح د پرواز وخت رسیدلى وی.

 

مور یې چې دا بد حالت لیده شېبه په شېبه یې زړه نور هم ډکیده او په زړه کې یې اور لمبى کولى. د غم او انتظار له لاسه ستړى شوه، او په هغه کار یې اقدام وکړ چې یوه اونۍ راهیسی په کولو یې زړه نا زړه وه. د سوال کولو ننګ او عار یې په ځان ومنو او د ځان سره یې وویل: په نړۍ کې سخی خلک زیات دی، هرومرو یو څوک خو پیدا کیږی چې د بېوزلو لاس ونیسی!

 

خو دا دوه ساعته راهیسی څوک ددې مظلومى غږ نه اوری، د دې د اوښکو سیلاب نه وینی! □

 

اى خلکو، تاسی خو د هال د کړکۍ څخه یو ځلى دې ښځی ته ځیر شې. ددې ښځی اوښکی ستاسو تر مرغلرو ډیر ارزښت لری. پدې فیشنی محفل کې تاسی خوشالی او مستی کوې، او ستاسو د عیش محفل څخه څو ګامه لیرى په یوه خواره جونګړه کې یوه نجلۍ چې شاید ستاسو تر نجنو ښکلې وی، د زکندن په حالت کې ده.

د هغې انجلۍ د مور سترګی ستاسو د مرستو په تمه دی، خو تاسو د هغې نارې او زارۍ نه اورئ.

 

 

ښځی انتظار وکړ، ودریدله... بالاخره یې پر انسانیت باندی لعنت ووایه او د وینو نه ډک زړه او تش لاس سره خپل خرابه کور ته راغله..

.

 څه یې ولیده؟

 څراغ خاموشه شوى و، او لور یې مړه شوى وه... باد چلیدى او واوره وریدله...

 

په سبا یې وړوکى جنازه د کوره ووتله،بله ورځ د سباوون

 پر مهال د نجلۍ مور ځان سیند ته وغورزوه او د ژوند د غمونو څخه د خلاصون لپاره د څپو غیږی ته یې پناه یوړه!..

 

 اوس ګهیځ مهال لمر په خپلو وړانګو ددې ښځی ګور،

 چې په سیند کې د شګو لاندی دى، ښکلى کوی...

بېچاره مور!..