انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

انډیوال

څه چې تیار دی، د یار دی

ها ها ها

 

یو ملا په لمونځ کې پوسکۍ واچوله. چې سلام یې وګرځاوه. 

یو کس ورته وویل: ملا صیب کمال دی وکړ. په پنچر ټیر دی موټر منزل ته ورساوه. 

  

 

 

دا څه دی !

 

‍‍‍وایی چې په هیواد کې زیات کسان خپل زامن له ښوونځۍ څخه باسی.  

دوی وایی چې ښوونځۍ موونځۍ یې په درد نه خوری، له ښوونځۍ نه یې ځکه باسم چې وزیر ترینه جوړ کړم.

ورته خانده

 ورته خانده

  

له سیاف څخه یې وپوښتل، چې کولای شی په انګریزی تر لس پوری وشمیری.

سیاف وویل ولی نه:  

  Ten, nine, eight, seven, sex  نعوذ باالله, five, four, three, two, one

 

 

اسماعیل خان چې غوښتل د علم تعریف وکړی او ښکاره کړی چې دی د ټولو عالمانو قدر کوی که مسلمان وی او که نه، خپل په وینا کې یې داسی وویل: 

که ادیسن بریښنا نه وای اختراع کړی نو اوس به موږ ټلویزیون په توره تیاره کې کاته!

 

 

مسعود د کورنۍ جګړی په وخت کې خپل د جبهی مړی ټولول او په بوجیو کې یې اچول. یو کس چې ډیر زیات زخمی وو په ستونزی سره مسعود ته وویل چې، زه مړ نه یم، زخمی یم.

مسعود: چپ شه، ته مړ یې خو اوس ګرم یې په ځان نه پوهیږی.

 

هغه خرک او درک

 

هغه خرک او درک   

 

په میلیونونو بیګناه کسان ووژل شول، میلیون کسان معیوب او محتاج شول، په میلیونونو کډوال او آواره شول، د هیواد روڼ اندی طبقه تقریبا له منځه ولاړه، میلیون کسان بی سواد پاته شوه، پوهنتونونه او ښوونځۍ خالی شوی، تضاد خپل اوج ته ورسید، د خلکو کورونو او جایدادونه چور شول، بی ناموسۍ وشوی، هیواد ټوټی ټوټی او هره ټوټه یې پر اجنبیانو خرڅ شو، د هیواد بیخ بنسټ (پلونه، لوی لاری...) او اقتصاد وران شو...، که څوک خپل سترګی خلاصی کړی او  د  هیواد ګوټ ګوټ ته نظر وکړی نو دغه هر یو ناروین به په خپلو سترګو ووینی.   

 

دا جوته ده چې پورتنی ناورینونه د کورنی جګړی له امله رامنځه شول ( که څه هم زموږ هیواد مخکی هم آرام نه وو خو دومره ناورینونه یې په یوه وخت کې نه وه لیدلی) او کورنی جګړه د محترمو مجاهدین صاحبانو ( مسعود، سیاف، ربانی، مزاری، محقق، قانونی، فهیم، ګلبدین، دوستم...) له برکته او د څوکۍ پر سره د جګړی له امله رامنځته شوه.   

 

کله چې په هیواد کې د طالبانو د راتګ ګڼګوسی پیل شوی، خلک ډیر خوشاله وه ځکه دوی د کورنی جګړی او مجاهدین صاحبانو له لاسه پزی ته رسیدلی وه. خو کله چې طالبان راغلل نو هغوی هم د هیواد خلک له زیاتو ستونزو سره مخ کړل. د طالبانو رژیم هم د امریکایانو په زور ړنګ شو.   

 

آیا تاسو له اوسنی دولت څخه کومه مثبته توقع لری؟ آیا تاسو وایاست چې دولت باید فلانه او فلانه کار کړی وای او و یې نه کړ؟ اکثره وخت دا خبری راته مسخره ښکاری. هغه ځکه چې بیرته هماغه مجاهدین صاحبان پر قدرت دی؛ وزارتونه، پارلمان، والیان اکثره دوی دی، کله چې دوی د کورنی جګړی، چور، قتلونه... عاملین دی نو، آیا د دوی څخه د کوم ښه کار توقع څرنګه وکړو. بیرته هماغه خرک او هماغه درک شو.   

 

امریکا او د دموکراسی پلویانو بیرته دغه کسان، چې باید محاکمه شوی وای، د قدرت پر څوکی کینول او دا قصابان مظلوم ملت یو ځل بیا له زرو ستونزو سره مخ کړی دی. خلکو فکر کاوه او له عادی حالت نه یې زیاته تمه درلوده چی، د امریکایانو په راتګ سره به په څو کلونو کې هیواد ګل او ګلزار شی خو کرار کرار د خلکو دغه هیلی په نهیلۍ بدلی شوی.    

 

امریکا بیرته هماغه کسانو (مجاهدین، خصوصا شمالی ټلواله) ته قدرت ورکړ چې افغانستان یې مطلقا په یوه کنډواله بدل کړی وو، چې د دوی د تور دوران له امله طالبان رامنځ ته شوه. له بل پلوه بیا ځینی کار پوهان وایی چې امریکا ښه پوهیږی چې دا کسان جنګی مجرمین دی خو اوس د دوی د محاکمی وخت ندی دا یوه اوږد مهال پروسه ده، په لومړی کې باید له دغو کسانو سره تفاهم شوی وای که نه نو هیواد کې بیرته ګډوډی رامنځه کیدله.    

 

خو دلته داسی سوال پیدا کیږی چې، آیا په هیواد کې اوس ګډوډی نشته؟ آیا مجاهدین د طالبان د رژیم د ړنګیدو په وخت کې دومره قوی وه چې بیا یې په هیواد کې ګډوډی رامنځته کولای شول او آیا کوم نور کسان نه ول چې حکومت ورته ورکړل شی؟

قصور زما خپل دی

د هندی شاعر، جاوید اختر د یوه شعر ژباړه. 

  

 

ریښتیا خو دا ده چې قصور زما خپل دی             

                                                                 

 تمنا می درلود چې سپوږمۍ ته لاس ووهم        

                                                                  

 آسمان می پر زمکه غوښتی                            

                                                                  

 غوښتل می ګلان پر ډبرو شنه شی                   

                                                                  

 په اغزیو کې د خوشبوی په لټه وم                     

                                                                  

 هیله می درلود چې اور یخنی راکړی                  

                                                                  

 په واوره کې می ګرمی لټول                            

                                                                  

 هر خوب چې می  لیده، غوښتل می ریښتیا شی

                                                                  

 د دی سزا خو  را ته رسیدله                             

                                                                   

هو، قصور زما خپل دی              

                                                                                   

ولامبه

 ولامبه  

جورج بش او مشاور یې په یوه پارک کې خبری کول:

بش: غواړم چې دریمه نړیواله جګره پیل کړم.

مشاور: سمه ده، یو څو میلیونه بیګناه افغانان او عراقیان به و وژنو او یوه ښکلی ښایسته نجلۍ (اروپایی یا امریکایی) به هم مړه کړو. 

یو کس چې ددوی خبری یې اوریدل ور نږدی شو او دوی ته یې وویل: 

دا ښایسته نجلۍ ولی وژنی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ 

 

 

د بش مشاور بش یې پر اوږه وټکاوه او په مسکا یې ورته وویل:

ما تا ته ویل چې د میلیونونو کسانو د مړینی په هکله څوک پوښتنه نه کوی ! 

 

نوټ: کله چې تا دا لوستل، ستا په ذهن کې هم دغه سوال راغی چې ولی نو دا ښایسته نجلۍ وژنی ؟

توپیرونه

 تو پیرونه

 

  

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

  

بهرنی سپی

 

څوک چې د لیکلو سره مینه لری او لیکل یې مرض وی، نو چې بل هیواد ته ځی د هغه هیواد د خلکو د ژوند، کلتور، پرمختګ او ځینی هم خپل خاطری لیکی او عسکونه اخلی. خو زه به د سړیو په هلکه نه بلکه د سپیو په هکله څه ولیکم،البته بهرنی (کاناډایی، امریکایی او اروپایی، اسټرلیایی هم ور اضافه) سپیو په هکله. ښه خبره پدې لیکنه کې به دا وی چې زموږ د هیواد سپی په لیک لوست نه پوهیږی او مطلق بیسواده دی که نه نو زما ددی لیک په لوستلو به زیات خواشینی شوی وای او شاید یې هم د خپل ژوند د سمون لپاره آن مظاهره کړی وای.

لمړی کې خو دلته هر سپی ځانته نوم لری او هیڅ سپی هم یتیم یا آواره ندی یانی د کوڅی سپی دلته نشته.  سپیو لپاره دلته مخصوصه خواړه شته. سپی دلته ځانګړی ښوونځیو ته ځی تر څو ورته د خلکو سره چلند او د ترفیک اشاری وښودل شی دلته سپی سړی نه داړی ځکه هغو ته تربیه ورکول شوی او یو څه انسانیت پکې شته. خو یوه بله خبره هم شته د چا چې خیټه مړه وی نو بیا آرام وی. دلته د سپیو لپاره د سینګار ځایونه شته او دوی آرایشګاوو ته ځی د دی تر څنګ ځینی خاص هوټلونه دی چې سپیو ته ځانګړی مینو لری. سپی زیات پر خلکو ګران وی. کومی ښځی په امریکی کې څو میلیونه ډالره خپل سپۍ ته په میراث پریښودل چې دی کار د ځینو انډیوالونه زړونه وپارول او آن دا یې په ټوکو ټوکو ویل چې کاش د هغه سپی پر ځای وای او یا هم چې حاضر دی د سپی سره واده وکړی. پر سپیو باندی دومره مصرف کیږی که دغه پیسی او منابع په افریقا کې د ملاریا سره د جګری لپاره وکارول شی نو په جرئت سره ویلای شم چې کولای شی د ملاریا له امله مرګ ژوبله په افریقا کې ۹۰٪ کمه کړی.

خو ، ولی دغو کسانو ته تمه وشی چې خپلی پیسی پر سپیو مصرف نه کړی او یو څه دی د انسانانو د ژوند د ژغورلو لپاره وکاروی، ځکه چې دوی وایی وروه زما پیسی دی په تا یې څه؟ خدای دی وکړی چې بیخی یې وسوځوم. او وایی تاسو هم کار وکړی او ځان له دغه ناورینونه څخه خپله خلاص کړی. ځینی وایی چې سمه ده موږ به ځان له دغه ناورینونو څخه خلاص کړو خو که تاسو مو استثمار نه کړی.

زه به دا به ورسره ومنم چې خپل پیسی او خپل واک یې هر څه چې په کوی خو که دوی دا راسره ومنی چې د انسانیت احساس یې زنګ وهلی دی. بیا نو خدای دی وکړی د سپیو لپاره فیشن شو هم جوړ کړی. د احساس خبره راغله متل یې را په یاد کړ چې وایی:

زمکه هغه سووځی چې اور پر بل وی.

ټوکی

ټوکی  

سړی: مولوی صیب زما سپی وفات شوی دی او غواړم ختم ورته ونیسم.

مولوی: سپی ته ختم نیول ګناه لری، ځه توبه وباسه!

سړی: نه، زما سپی وصیت کړی وو چې باید حتما ورته ختم ونیسم.

مولوی: (په قهر) ګناه لری په خبره پوهیږی که نه؟

سړی: زما سپی همدارنګه وصیت کړی وو چې مولویانو ته یوه یوه جوړه کالی ورکړم.

مولوی: مرحوم نور څه ویلی دی. 

 

بډو خان مړ شو او وروسته له مرګه ملایکو  بلې نړۍ (آخرت) ته بوت. بډو خان له ملایکو نه وپوښتل چې تاسو څه ډول پوهیږی چې یو کس څو ځلې دروغ ویلی دی؟ ملایکو بډو خان یوې خونی ته بوت چې هلته زیات ساعتونه پر دیوالو باندی ځوړند وه. ملایکو وویل: هر ځلې چې یو څوک دروغ وایی د ساعت عقربه یو ځلې حرکت کوی. هغه ساعت د ګاندی دی په ټول عمر کې یې دوه، درې ځلې حرکت کړی همدا ډول د پاچا خان ساعت. هغه بل ساعت د کرزی دی هغه په څو ساعتونو کې یو ځلې حرکت کوی. بډو خان حیران پاته شو ځکه د جهادی مشرانو ساعتونه یې و نه موندل. بډو خان د ملایکو وپوښتل د جهادی مشرانو (مسعود، حکمتیار، ربانی، دوستم، سیاف، فهیم ...) ساعتونه نشته؟ ملایکو وویل هو، د دوی د ساعتونه څخه موږ په خپل دفترونو کې د چت د پکی په توګه کار اخلو.