مجموعه آثار دکتر علی شریع مجموعه آثار دکتر علی شریع
تمام آثار دکتر شریعتی شامل کتاب، فیلم ویدئویی و سخنرانی
درمان سرطان با سایبرنایف
بیمارستان فوق تخصصی سرطان بیکن در مالزی.درمان موثر تومورهای سرطانی
X
تبلیغات در بلاگ اسکای

لنډه کیسه

یکشنبه 13 آذر ماه سال 1390


یو کس سمندر ته په چکر تللی وو. چې ګوری توپانی څپو زیات کبان د سمندر څنډی ته راوړی وه.   پام یې یوه ماشوم ته شو چې د سمندر د څنډی څخه یو یو کب اخلی او اوبو ته یې غورځوی. هغه ماشوم ته نږدی شو  او ورڅخه یې وپوښتل: 



- څه کوی؟ 



- ماشوم: کبان اوبو ته اچوم چې مړه نه شی.



سړی شاوخوا وکتل چې په سل هاو کبان د سمندر څنډه کې لپتکی وهی. په مسکی  یې   وویل: ځان ناکه مه ستړی کوه، وګوره چې څومره زیات کبان دی دا ټوله نشی ژغورلای؟ 



ماشوم ځان ټیټ کړ، یو کب یې ونیو سړی ته یې وکتل، کب یې د اوبو خواته وار کړ او و یې ویل:  د هغه کب ژوند خو می وژغوری.

د فلسطین نه یو مین

سه شنبه 19 مهر ماه سال 1390


د فلسطینی شاعر محمود درویش د یوه شعر ژباړه:



 د فلسطین نه یو مین


د هغی سترګی فلسطینی دی

د هغی نوم فلسطینی دی

جامی او خپګان یې فلسطینی

دستمال یې، پښی او وجود یې فلسطینی

خبری او چپتیا یې فلسطینی

غږ یې فلسطینی

زیږیدنه او مړینه یې فلسطینی



بد دی ګرځوه د ښه څخه دی بیزار یو!

چهارشنبه 9 شهریور ماه سال 1390

بد دی ګرځوه د ښه څخه دی بیزار یو


د پرویز مشرف مرکی (بی بی سی ۲۹ می ۲۰۱۱) په ځواب کې



د پاکستان پخوانی صدر اعظم پرویز مشرف څخه پوښتنه وشوه چې:  ولی د پاکستان څخه طالب جنګیالی یا ترهګر افغانستان ته ځی او د هغه ځای د حکومت په وړاندی جنګیږی؟ هغه داسی ځواب ورکړ: 


ګوری، په  افغانستان کې پیړۍ راهیسی پښتانه حکومت کوی. خو اوس دولت د پنجشیریانو دی. او پښتانه یې د طالبانو څخه نه دی بیل کړی [ ټوله پښتنو ته د طالبانو په سترګه کتل کیږی] پښتانه ځپل شوی دی نو ځکه د پاکستان قبایلی پښتانه د خپلو وروڼو سره په افغانستان کې یو ځای د نورو سره جګړه کوی.


ښاغلی پرویز مشرف ریښتیا وایی چې پښتانه ځپل شوی دی. خو یوازی پښتانه نه ټوله افغانان ځپل شوی دی. د پښتنو سیمو کې حالت نسبتا خراب دی. ولی موږ داسی تحلیل کوو چې د پښتانه سیمه، د تاجک سیمه - دی ته څه اړتیا شته؟ آیا نشو ویلای چې په پلانه سیمه کې ستونزی زیاتی دی او هلته د خلکو حالت زیاتره خراب دی.


 ښاغلی مشرف! که چیری د پاکستان پښتانه په ریښتیا هم د خپل وروڼو سره خواخوږی لری او د هغوی سره اوږه په اوږه په افغانستان کې د نورو سره جنګیږی. نو په کندهار، هلمند، ننګرهار او... ولایتونو کې خو پښتانه دی. هلته بیا ولی انتهاری حملی کوی او بی ګناه ولس وژنی. هلته بیا ولی د سړک پر غاړه مین شخوی؟ نه! هغوی پښتانه وژنی، هغوی د پښتنو ښوونځۍ سووځوی، پلونه یې نړوی، په بانک کې پر بی ګناه کسانو یو د بل پسی ډزی کوی چې دوی منافقین دی.  آیا هغوی د پښتنو سره داسی مرسته کوی چې تنکی او معصومه زامن یې په پاکستانی مدرسو کې د انتهارۍ لپاره روزی  او د انتهاری واسکټ ورباندی اغوندی چې هله ځه هلته  انتهاری وکړه او ورته وایی- د الله په حکمت په تا هیڅ نه کیږی او د بم پرزی به پر کافرانو وچوی او ته به روغ رمټ بیرته راشی. دا څه ډول مرسته ده؟ چې خبره بلی خوا ته کږه نه شی، موخه دا نه ده چې دوی باید د افغانستان په نورو سیمو کې خلک ووژنی خو خبره په دی که ده چې دوی د پښتنو خواخوږی نه دی. اکثره انتهاریان چې دولت نیولی په دی یې اعتراف کړی چې دوی په پاکستان کې روزل شوی. د انتهاری روزنی مدرسی په پاکستان کې دی او د دوی د جمعی ورځو خطبو کې د افغانستان د دولت په وړاندی د جهاد خبری کیږی.   دوی ښایی ووایی چې دا یو منافق او د بهرنیانو لاسپوڅی حکومت دی. دوی د دولت فساد او نیمګړتیاوو ته ګوته نیسی په همدی ډول د دولت پر ضد تبلیغ کوی او د خلکو احساسات راپاروی او مبارزی ته یې هڅوی خو د دوی دا شان مبارزه  د انتهار او ښوونځۍ سووځونی مبارزه ده.


 دا منو چې اوسنی حکومت په فساد ککړ دی او زیاتی نیمګړتیاوی لری چې په وړاندی یې باید مبارزه وشی. 


خو که د طالبانو په شان مبارزه وشی نو تاوان به یې د چا وی؟ تعلیم د ژوند په هر برخه کې ښه والی رواړی. ښه تعلیم یانی ښه ډاکټر - چې بی وزله ناروغان په زیات لګښت او ستونزو سره پاکستان او یا ایران ته د یوی وړی ناروغی له امله سفر و نه کړی او په خپل هیواد کې تداوی شی، تعلیم یانی ښه انجینیر چې سړکونه او پلونه جوړ کړی تر څو خلک له یوه ځای څخه بل ځای ته په کم وخت او آسانتیا سفر وکړی، تعلیم یانی یو پوه نسل چې د یوه او بل له خوا خطا نه ایستل شی او د هیواد خپلواکی او ملی ګټی وساتی. کله چې د پرویز مشرف خبره دغه  »پښتانه ورونه» د تعلیم مرکزونه راته سووځوی نو بیا به هماغه خرک او هماغه درک وی. چې د پاکستان سفارت مخ ته سهار وختی  خلک د ویزی لپاره قطار ولاړ وی او په ستونزو سره د څو ورځو لپاره ویزه لاسته راوړی تر څو خپل د اولاد تداوی وکړی.  او یا هم تر څو چې ماشوم د ښوونځۍ څخه کورته نه وی رسیدلی د مور زړه یې له ویری دړب دړب کوی چې  کوم انتهاری یې و نه وژنی.


خبره پښتون، تاجک او ازبک کې نه ده. ټوله افغانان یو.  او هر افغان چې د هر قوم وی که هیواد ته خدمت کوی ښه افغان او که هیواد او ولس ته خیانت کوی بد افغان دی.  راځی چې یو بل ګام هم مخکی شو او داسی ووایو: هر انسان چې ښه کار کوی ښه او که نورو ته قصدا تاوان اړوی او تفرقه اچوی بد انسان دی- بسم الله، الله و اکبر!


رمضان بشر دوست په قوم پښتون نه دی خو په هر قوم کې طرفداران لری هغه نه چا ته پیسی ورکړی او نه یې هم ټوپک ورښوولی چې رایه ورکړی بلکه هغه د ملت ستونزو باندی پوه دی او هغه دولت ته رسوی نو ځکه پر خلکو ګران دی. که هزاره وی که د بل هر قوم چې ملت ته کار وکړی پر ټولو ګران دی نو که دولت کې پنجشیران زیات دی ستونزه په پنجشیری کې نه ده ستونزه په فاسدینو، خودخواه او د بد نیت لرونکو خلکو کې ده.


همداسی اندونه تفرقی ته لمن وهی. چې هله دولت د یوه قوم خلکو انحصار کړی نو جګړه... بیا  به هماغه حالت ته کش سو چې په ۱۹۹۰ - ۱۹۹۶  کې د کورنیو جګړی پر مهال وه. چې حزبی مشرانو پر سیمو ځکه بریدونه کول چې د دوی د قوم نه وه او چې زموږ د قوم نه وی نو دښمن او یا هم د دښمن خواخوږی دی. چې په پایله کې د هر قوم وګړی چې ټوله افغانان وه ووژل او کورونه یې چور شوه.   


د هر هیواد په شان خبره په سیاستوالو کې ده نه په قبیلوی ډول حکومت کولو کې. داسی پښتانه مشران شته چې پښتنو ته یې خیانت کړی او داسی تاجک مشران شته چې تاجکانو ته یې تر ټولو زیات خیانت کړی دی. که یو داسی څوک په واک کې وی چې هغه په ریښتیا  د ملت سره خواخوږی ولری او د مشرۍ اهلیت او قابلیت هم ولری نو د قبیلی او قوم خبره دلته کومه مانا نه لری.

 

مشرف بیا وایی:

هند غواړی په افغانستان کې د پاکستان پر ضد دولت جوړ کړی.

په افغانستان کې د پاکستان د خپلواکۍ څخه تر ۱۹۸۹پوری د پاکستان پر ضد او د هند او روس ملاتړ دولت وو.


مشرف صیب کله چې په افغانستان کې د ۱۹۸۹ وروسته د پاکستان ملاتړ دولت وو. نو د تاریخ څخه خو سترګی نشو پټولای چې په همدی دوران کې د افغانستان حالت کړکیچن وه، ملی حکومت نه وو، کورنۍ جګړه پیل شوه او ټوپکسالاری وه.  داسی ښایی ستا همداسی حکومت په افغانستان کې خوښ وی چې د پاکستان لاسپوڅی وی او  دننه په هیواد کې چې هر بد کوی، کوی دی. 


 راځی د ښاغلی مشرف څخه وپوښتو چې افغانان  ولی هند تر پاکستان ښه ګڼی. د دی خبری اصلی لامل څه دی؟ 


آیا کوم کس د هند څخه راغلی او انتهاری یې کړی چې پکې بی ګناه ولس ووژنی؟ ایا کوم کس د هند څخه افغانستان ته راغلی چې ښوونځی وسووځوی که دوی د حبیبی لیسه بیرته تعمیر کړه؟ آیا د هند ویزه اخیستل د افغانان لپاره آسانه وی که د پاکستان؟   آیا په هند کې د انتهاری روزنیز مرکزونه دی چې  افغانستان کې وجنګیږی که په پاکستان کې؟  ښاغلی مشرفه! که ته په افغانستان کې د پاکستان ملاتړ دولت غواړی، نو موږ هم په پاکستان کې د افغانستان ملاتړ حکومت غواړو. داسی خو نه کیږی چې ته له یوی خوا راسره ورانی کوی او له بلی خوا وایې چې ستا ملاتړ ولی نه کوو.


بد دی ګرځوه د ښه څخه دی بیزار یو!


د بامیان بتان او د ملا عمر دلایل

جمعه 19 آذر ماه سال 1389


د بامیان بتان او د ملا عمر دلایل


د سټیو کول د - پیریانو جګړی- کتاب څخه 

Ghost Wars by Steve Coll



د ۲۰۰۱ کال مارچ په میاشت کې د طالبانو دولت تصمیم ونیوی چې په افغانستان کې ټوله هغه بوتان له منځه یوسی چې د انسان په څیر جوړ شوی دی


د بامیان لوی بوتان په سیمه کې د بودیستانو د مذهب خپریدو سره په ۲-۵ زیږد کال کې توږل شوی وه.  یوه بت ۵۳ متر او بل یې ۳۸ متر ارتفاع درلوده. د بتانو مخونه نورو اسلامی مشرانو ویجاړ کړی وه خو د هغوی بڼی روغی وی. نړیوالو ټولنو او هیوادونو د بتانو د ویجاړولو پر وړاندی زیاته خواشینی ښکاره او سخته غبرګونونه یې وښودل- که څه هم په افغانستان کې د ملکی وګړو د ټول وژنو پر وړاندی داسی غبرګونونه د کوم هیواد له خوا نه وه ښودل شوی. 


د موزیمونو ساتونکو او د نورو هیوادونو ویاندویانو وړاندیزونه وکړل چې د بتانو د ویجاړولو مخنیوی وشی. ملا عمر حیران وو، هغه وویل: « موږ والله که پوهیږو چې ټوله ولی دومره وارخطا دی، موږ خو صرف ډبری ورانوو.»


په آسیا کې شتمن بودیست هیوادونو - چې د پاکستان مالی مرستندویان وه - پر پرویز مشرف فشار راوړ چې مخکې له دی نه چې خبره تر خبری تیره وی هغه باید په دی اړه منځکړتوب وکړی. جنرال (مشرف) د منیرالدین حیدر (د پاکستان د کورنیو چارو وزیر) څخه وغوښتل چې کندهار ته ولاړ شی او د ملا عمر سره پدی هکله دلایل ووایی. حیدر په چټکۍ سره د اسلامی علماوو سره مشوره وکړه چې داسی اسلامی دلیلونه ور وښیی چې طالبان یې ومنی. هغه د زیات شمیر ژباړونکو، کاتبینو او اسلامی علماوو سره کندهار ته والوت او د کندهار د هوایی ډګر څخه د ملا عمر میلمستون خوا ته رهی شو. 


ملا عمر وویل « موږ د شپږ میاشتو مشورو وروسته دی پایلی ته ورسیدو چې باید هغوی (بتان) ویجاړ کړو.»


حیدر د قرآن څو ایتونه ورته وویل، چې وایی: مسلمانان باید د نورو مذهبونو خدایان و نه غندی. الله به د قیامت په ورځ تصمیم ونیسی چې څوک ښایسته او مقتدره دی.


هغه (حیدر) نورو تاریخی قضیو ته هم اشاره وکړه، په ځانګړی توګه - په مصر کې چې مسلمانانو د نورو مذهبونو د خدایانو او هنر ساتنه کړی ده. په افغانستان کې د بودا (بتان) تر اسلام هم لرغونی دی. پیړی راهیسی چې په زرهاوو اسلامی لښکری د افغانستان څخه د هند په لور تللی دی خو یوه ته یې هم دا احساس پیدا نه شو چې دا بتان ویجاړ کړی.  « پنځلس سوه کلونه راهیسی هغه مسلمانان چې له دی سیمی څخه تیر شوی دی دغو بتانو ته کوم تاوان و نه رسوی، ته بیا څنګه له دوی سره په مسلمانی کې دومره توپیر لری؟»


ملا عمر په دلیل کې وویل « هغوی به د بتانو د ویجاړلو لپاره ټکنالوژی نه درلوده.»


عمر وویل چې هغه له دی نه ویریږی چې د قیامت په روځ به الله ته څه ځواب وکړی. « الله به زما څخه وپوښتی: عمره تا د نړۍ ستر قوت چې شوروی نومیده چپه کړ، خو تا و نه شوای کولای چې دوه بتان مات کړی؟ ملا عمر به څه ځواب ورکړی؟» 


د خپل یوی سترګی په کاږه کتو سره د طالبانو مشر خپل خبرو ته ادامه ورکړه. « د قیامت په ورځ دا ټوله غرونه خاوری او په هوا کې به باد شی. که چیری دغه دوه بتان په همدی شکل د الله مخ ته ودریږی، نو بیا ملا عمر کوم مخ خدای ته ښکاره کړی.»


نوټ: پدی خبر نه یم چې طالبان د بتانو ویجاړولو لپاره له کوم لوری له خوا هڅول شوی وه او که خپله یې ورته پام ګرځیدلی وو او د پاکستان دریځ په دی اړه څومره ریښتینی وو. خو د ملا صیب محمد عمر داسی دلایل د یوه هیواد د مشر په صفت  راته په زړه پوری ښکاره شول نو ځکه می دا څو پاراګرافه د سټیو کول د کتاب (د پیریانو جګړی) څخه وژباړل.    

              مامون چخانسوری

   

دا مو حال دی چې نه چاغیږو

دوشنبه 29 شهریور ماه سال 1389


دا مو حال دی چې نه چاغیږو


کله چې په امریکا کې د یوی وړی کلیسا مشر، ټیری جونز، د سپټمبر پر ۱۱مه د قرآن سوځونی ګواښ وکړ، د نړۍ اکثره مسلمانان یې-  په ځانګړی توګه د افغانستان خلک چې د همداسو خبرو پر وړاندی پر ماشه دی- په شور کړل.  خو وروسته بیا د هر لامله چې وو، ټیری، د خپل خبری څخه واوښت او ویې ویل: « زه به هیڅکله قرآن و نه سوځوم!»


د همدی خبری څخه دوی-دری ورځی وروسته په هیواد کې د قرآن سوځونی پر خلاف لاریونونه وشول.


د خلکو شعارونه:


مرګ پر امریکا! قرآن دی و نه سوځول شی!... 


ټیری جونز وویل چې:  نه یې سوځوم!


 زموږ خلکو به ویل: و الله که یې وسوځوی!


 وروه کرار کینه هغه ویلی چې نه یې سوځوی. لانجه حل ده، نه یې سوځوی!


 بیا به خلکو ناره کړه: والله او بالله که یې وسوځی! 


 د همدی لاریونونو په پایله کې دوه کسه مړه او څو هم ټپیان شول. بل چا ته نه خو ځانونو ته مو تاوان واړوی.


*****


 دری که څلور کالونه مخکې په کابل کې آوازه خپره شوه چې سبا سهار وختی به په ښار کې زلزله کیږی. د آوازی سرچینه د مبایل میسیجونه وه. څه خبر چې چا به د کوم ځای څخه په کومی موخی داسی یو مسیسج چا ته لیږلی وو:

               

   « سبا د سهار په پنځه نیمو بجو په کابل کې زلزله کیږی، ښاریان دی خبر وی!»


همدا میسیج د یوه مبایل څخه بل ته او په همدی ډول د ښار ټوله خلک پری خبر شوه. هیوادوال خو بی له هغی نه هم په ویره کې ژوند کوی او دا یې هم لا بله.


سهار وختی د خلکو ساعتونه په زنګیدو شوه، خلک د زلزلی له ویری د خپل کورنو څخه بهر ووتل. د ځینو ماشومان په غیږه کې وه، ځینو بکسونه پر اوږی اچولی وه… خورا کش وو.


یو ځوان چې نه یې غوښتل بهر ووځی د خپل مور سره دعوه کوله. دی له کړکۍ څخه او مور یې بهر داسی سره ویل: 

مور - د خدای روی می دروړی را ووځه چې زلزله کیږی!


هلک - راشی کورته بده ده دا خلک به څه وایی! والله که می خو وباسی!


- خلک ټوله بهر وتلی. و می ویل چې را ووځه، سرکوزی! که نه والله که خپلی شیدی در وبخښم!

-  ستا تر شیدو خو ما د غوا شیدی ډیر څښلی دی! نه وځم.

- مه می لیونی کوه، را وځه که نه چیغی وهم!


بلی خوا ته به غلو ځان سره ویل: « خدای یې چې درکوی نه وایی د چا زوی یې» په همدی جنجال کې د څو کسانو کورنه هم غلا شوه.


بل ناچاره چې معتاد وو خپل ماشوم یې په زانګو کې د هیره وتلی وو؛ د شرابو دوه بوټله  تر بغلونو لاندی نیولی، په پټو کې پیچلی بهر راوتلی وو.


په راډیوګانو کې اعلانونه کیدل چې:  ښاریانو ستاسو څخه هیله کیږی چې خپلو کورونو ته ولاړ شی. د زلزلی په هکله وړاندی ویینه نه شی کیدای! لطفا بیرته خپلو کورونو ته ستانه شی!


خو خلکو به ویل:  نه، نه، که یو واری دا خبره ریښتیا شوه بیا! 


په دی کې هم شک نشته چې کوم چا به په ټوکو کې ویلی وی چې: یاره څه پکې وایی، که می په یوه میسیج د کابل خلک په شور کړه!


*****          

 د حضرت محمد هغه کارټون به مو په یاد وی چې یوه ډنمارکی ژورنالیست په ډنمارک کې خپور کړی وو. هغه وخت هم زموږ ویښ ملت لاریون وکړ. بیا مو ځانونو ته تاوان واړوی، څو کسه مړه او زیات شمیر ټپیان شول. د لاریون پر مهال ځینو داسی شعارونه ورکول:                                                                                              


 موږ د اسلام پر ستر پیغمبر ملنډی نشو زغملای! کارټونیست دی باید ووژل شی! 


                               مرګ پر بوش!       مرګ پر امریکا!

 

ټوکی

سه شنبه 2 شهریور ماه سال 1389



د جهاد لمړی ورځی شپی وی. جهادی مشران په خپله کوټه کې سره پراته وه چې یو ځل په بوټو کې د کوم شی غږ شو. یوه یې بل ته وویل: هلکانو ویښ شی چې خطر دی. ټولو خپل ټوپکان راواخیستل او بهر ووتل. په بوټو کې کوم شی دیخوا هاخوا حرکت کوی. دوی هم له ویری  د الله و اکبر ویلو سره ټکان پیل کړل. وروسته له څو شیبو څخه کرار کرار د بوټو خواته ولاړل. ګوری چې یو خر مړ پروت دی. د دوی عصاب خراپ شو، خپل ټوپکان یې وغورزول او ځانونه سره یې وویل چې: ځه بابا، دا جهاد نه دی دا ورور وژنه ده.


یو هندو مسلمان شو. د تشویق او ثواب لپاره دولت او خلکو ورته بیلابیلی تحفی ورکړی.  د نورو شیانو تر څنګ هندو د موټر او کور خاوند هم شو. د هندو قدر زیات شو آن دا چې د ده زاړه جامی هم خلکو خورده کړی. خپل یوه مسلمان ملګری ته یې وویل چې یاره مسلمانی خو سخته خوندوره ده. ملګری یې وویل: اوس خو ښه خوند درکوی زور به یې هغه وخت درته مالوم شی چې نیمه شپه دی د آرام خوب څخه راوپاڅوی او درته ووایی چې پاڅه پیشنمی دی!


یوه طالب کوم هندو بیچاره یوه ورځ د روژی په میاشت کې په خوړلو ولید. هندو بیچاره یې چپه کړ په لغتو او شلاقو یې واهه او ویل یې چې: په پټه روژه خوری، بی غیرته!

 هندو ناره کړه چې: وروره زه هندو یم.

طالب: نو چې هندو یې روژه نه نیسی! او وهلو ته یې دوام ورکړ.


ملا صیب د ویالی غاړی ته استنجا وهله چې ناڅاپه په اوبو کې ولوید. ویاله ژوره وه او ملا لامبو زده نه وه. ناری یې کړه: مرسته! مرسته! چې ډوب شوم.

یوه لاروی د ملا غږ واورید او په منډه د ویالی څنډی ته لاړ، ملا ته یې وویل چې: ملا صیب لاس دی راکړه! هله ژر سه، لاس دی راکړه!

خو ملا صیب ورته بد بد کتل او لاس یې ور نه کړ.

سړی بیا وویل چې: ملا صیب لاس دی راکړه!

 وروسته له یوی شیبی څخه یې وویل چې: ملا صیب لاس می واخله!

 د دی په اوریدلو سره ملا صیب خپل لاس اوږد کړ او له اوبو څخه و ایستل شو.


نوټ: ملا ته مه وایه چې راکړه ورته ووایه چې واخله!

ستاسو د روغتیا لپاره نسخی!؟

پنجشنبه 14 مرداد ماه سال 1389



دا درمل وخوره روغ به شی. که روغ نه شوی، نو بیا دا بل شربت د دی ټابلیټونو سره وخوره. که بیا هم روغ نشوی دا بل درمل به دی روغ کړی، دخیره. د احتیاط لپاره دا درمل هم درسره واخله که هغو نورو تاثیر و نه کړ دا به دی هرومرو روغ کړی. او که چیری د دی ټولو درملونه سره سره هم روغ نه شوی، بیرته د معاینی لپاره راشه.


نه، دا د کوم ډاکټر نسخه نه وه. بلکه دا زموږ د ښوونځۍ د یوه استاد نسخه وه. استاد ډاکټر څه چې نرس هم نه وو. خو د مهاجرت پر مهال یې د استادی تر څنګ ځانته یو کلینک هم خلاص کړی وو. ناروغان له لیری او نږدو سیمو څخه ورته راتلل. دوی به په سلاوو ناروغۍ درلودی- د فزیکی څخه نیولی تر تشویش او زرو نورو پوری. دا چې دوی استاد ته ولی راتلل، په لاملونو یې خبر نه یم. خو ګمان کوم چې د استاد فیس یو څه کم وو او په داسی سیمی کې یې کلینک درلود چې نږدی یې بل کلینک او روغتون نه وو. او بل دا چې استاد به ناروغانو ته زیاته دوا ورکول، زیات شمیر وطنوال هغه ډاکټر ډیر خوښوی چې زیاته دوا ورکوی - ناروغ ځان سره وایی دغه ډاکټر زما په تکلیف سم پوه دی او پوهیږی چې زه په ریښتیا ناروغ /ناروغه یم نو ځکه یې زیاته دوا راکړی ده. ناروغۍ به یې شاید هم په کور کې د دی قدر او ناز یو څه زیاتوه. خلکو باور درلود چې استاد ډاکټر دی، دوی بیچارګان به په مزدورۍ او زرو نورو خواریو اخته وه. پدی ډول د استاد بازار ښه ګرم وو او ښی ګټی یې وکړی. ناروغ بیچاره باندی خو همدا دواوو کوم مثبت تاثیر نه کاوه ځکه نه درمل، درمل وه او نه هم ډاکټر، ډاکټر. او همدی درملو به د هغه ناروغی لا پسی زیاتوله چې شاید د مړینی لامل یې هم کیده. نه لابراتوار او د ناروغۍ پیژندنه وه او نه هم استاد پوهیده چې دا دوا د همدی ناروغ لپاره مناسبه ده که نه،. بس فکر یې پدی کې وو چې څرنګه ګټه وکړی.


څه مو سر خورم، اصل مطلب ته به راشم. اوس راته هغه ناروغ د افغانستان ملت په شان ښکاری. زموږ هیواد چې په بیلابیلو ناروغیو - بی سوادی، بی وزلی، بی اتفاقی، بنسټپالی، او زیات شمیر ساری ناروغۍ چې د ګاونډی او نورو هیوادونو له خوا د هغوی د غلامانو په واسطه هیواد ته راویستل شوی او کیږی- اخته دی. دی ناروغ او خوار ملت ته هم بیلابیلی نسخی- د پرچمیانو او خلقیانو نسخه، د مجاهدینو نسخه، پسی د طالبانو او بیا د امریکایانو نسخی- ورکړل شوی. 


خلک د اوسنی دولت څخه پزی ته رسیدلی نو ځکه داسی ښکاری چې ځینی وطنوال د طالبانو او یا هم د حکمتیار په راتګ سره خوشالی څرګندوی او یا هم وایی چې تر دی دوران خو د طالبانو هغی دا ښه وو. دا نو پدی مانا ده چې موږ د تاریخ او د خپل تیرو څخه هیڅ عبرت نه اخلو او پدی توګه په آسانی سره خطا ایستل کیږو او هر څوک چې وغواړی موږ چپه او راسته رقصولای شی.


خو اصل خبره دا ده چې دا ټولی نسخی د هیواد د روغتیا لپاره نه وه بلکی موخی یې نوری وی او دی.   ملت باید په دی خطا نه ایستل شی چې فلانه قاتل له فلانه څخه غوره دی. ټوله خودخواه دی او خپل ازمیښت یې هم ورکړی. یوه هم د هیواد لپاره ښه کار و نه کړ او په وړاندی یې هیواد داسی خراپ کړ چې جوړول به یې نسلونه وخت ونیسی. او له بده مرغه همدغه قاتلان او د هیواد ویجاړونکی اوس هم واکمن دی او ورځ تر بلی یې خیټی او جیبونه پړسیږی. دوی د هیواد د پرمختګ پر وړاندی خنډونه دی که دوی همداسی واکمن پاته شی نو دا به احمقتوب وی چې له دوی څخه کومه ښه تمه ولرو.


۱۹۴۲ کال، د دویمی نړیوالی جګړی پر مهال، کله چې جاپانیانو په آسیا کې د یوه هیواد پسی بل هیواد نیوی او هند ته یې ځان نږدی کړی وو، ګاندی داسی وویل: که فکر وکړو چې حمله کوونکی هیواد به ګټونکی وی، دا احمقتوب دی. هغوی که بریالی شی دا مانا چې د دوی وحشت او د خرابی وسایل زیات وه نه دا چې دوی پر سمه وه. جاپان به هند د بریتانیی له باره خلاص کړی خو د هغه پر ځای به یې خپل تر واک لاندی راوړی. زما دریځ تل دا دی: موږ باید د بریتانیی څخه د هند د خپلواکولو لپاره د کوم بل زبرځواک څخه مرسته و نه غواړو. 


بس په همدغی خبری زموږ وطنوال سم نه دی پوهیدلی او ښایی چې همدا یې لامل وی چې د نوی رژیمونو د راتګ سره هیلی څرګندوی او وروسته چې په عمل کې څه و نه وینی بیا هیلی یې په نهیلۍ بدلیږی. ګاندی پوه وو چې بریتانیه وی که جاپان او یا هم که داسی داخلی دولت چې د بهر په مرسته او ملاتړ راغلی وی هغه د هیواد د خلکو په ګټه نه دی بلکه د ملاتړ هیواد د پالیسیو استازی دی نه د خلکو. نو د خلکو کوم خاص غم هم ورسره نه وی. ګاندی د بهر هیوادونو سره غوښتل همکاره و اوسی او هغوی ته په خپل هیواد کې هرکلی و وایی او د هغوی د تجربو او تخنیک څخه ګټه واخلی. خو موخه یې دا وه چې د هیواد چاری یې باید د هغه د خلکو له خوا اداره شی نه د بهرنی هیواد او یا هم لاسپوڅی دولت او یا هم د خودخواه او فاسدینو وطنوالو له خوا، نو ځکه یې هر ګام په ډیر ځیرتیا او هوښیارۍ اوچتاوه. 


کله به له تیرو څه زده کړو!

پارلمان ته د کاندیدیدو فورمه

یکشنبه 27 تیر ماه سال 1389



پارلمان ته د کاندیدیدو فورمه

 

۱- د کاندید نوم: ......................................................   



۲ـ سیاسی حزب: (لطفا یوازی د خپل وروستۍ پنځه حزبونو نومونه په ترتیب ولیکی.)  



۳- ستاسو انتخابی نښان څه دی؟   [       ]


الف: پرتوګاښ (چې پرتوګاښ نه وی غزت خوندی نه دی)

ب- ګډوه (ګډوه نه وی استنجا وهل ستونزمنه ده)

ج- کانډوم (د نفوس زیاتیدو مخنیوی)

د- زمری/ی (تر څو زه هم نور ښکار کړم)

ذ-  وچه ډوډی (خلک لوږی دی د ډوډۍ په لیدلو زما خواته راځی او زه به دوی ته د نانوایی لاره وښیم)

س- قفل ( نه پوهیږم ولی خو هسی ما ویل چې یو نوی شی وی!)

ش- چلم (چې هیڅ نه وی، خماریان خو به رایه راکړی)

ص- بل



۳ـ جنس: [   ]   


الف: نارینه  

ب: ښځینه

ج: خثنه   


  

۴ـ د څو هیوادونو لپاره مو چاپلوسی او جاسوۍ کړی ده: [   ]  


الف: ۲ تر ۳

ب: ۳ تر ۵

ج: حساب یې نه لرم، هر یو چې برابر شوی وو


        

۵ـ د وروستی حزب د پریښودلو لامل:  [     ] 


الف: خطا وتلم

ب: وشړل شوم

ج: بل حزب رانیولم

د: هیڅ یو

ر: ټول


 

۶ـ په ټاکنو کې د کاندیدیدو لامل ( یو یا څو ځوابه په نښه کړی): [                   ] 

 

     الف: پیسی لاسته راوړم

     ب:  د محکمه کیدو نه نجات ومومم

     ج: د قدرت نه سو‌‌ء استفاده وکړم

     د: خلک می وپیژنی

     ر: خلکو ته خدمت وکړم

    س: هیڅ نه پوهیږم انډیوالانو  راته وویل چې ځان کاندید کړم 


نوټ: که ستاسو ځواب ـ ر ـ وی نو د یوه روانشناس ډاکټر له خوا د خپل دماغی حالت د سموالی سرټیفیکټ راوړی!)  

  


۷ـ د ملت لپاره مو څو کاله خدمت کړی دی: [   ] 

 

          الف: له هغه ورځی چې پیدا شوی یم

          ب: ۱ تر ۵ کاله

         ج: ۵ تر ۱۰ کاله کیږی چې د ملت پیسی، کورونه او جایدادونه اخلم تر     څو په قدر یې پوه شی. کوم شی چې څوک له لاسه ورکړی بیا یې په قدر یې ښه پوهیږی.  

         د: ۱۰ تر ۳۰ کلونه کیږی چې خلک شهیدوم تر څو جنت ته لاړ شی

         ر: والله که می په یاد وی 


  

۸ـ لطفا خپل جرمی  او د رشوت سابقه  په ترتیب سره ولیکی ( که ځای کم وی نوری پاڼی ضمیمه کړی): 



۹ـ تاسو په کوم مالی تخلف او رشوت کې لاس لری؟  [  ]  

 

               الف: ولی نه

               ب: البته

              ج: مطلقا

              د: پدی کې بهرنی لاس وینم

              ر: نه غواړم ځواب ورکړم

ز: نه- موټر، کور، زیورات، او د زامنو مصارف په بهر کې، د پور په پیسی دی


  

۱۰ـ ستاسو کلنی عاید د فساد له لاری څومره دی؟ [   ]  


          الف: ۱۰۰۰۰۰ تر ۵۰۰۰۰۰ ډالره

          ب: ۵۰۰۰۰۰   تر  ۱۰۰۰۰۰۰ ډالره

          ج: بیخی زیات    

( لطفا خپل ټول ارقام له کلدار، تومان، یورو، پونډ او ډالر څخه په افغانۍ بدل کړی او لاندی یې ولیکی) ...........................  


 ۱۱- د خپل بریالیتوب ستراتیژ په نښه کړی.[       ]


الف: پیسی

ب: زور او ټوپک

ج: د قوماندانانو، والیانو، وزیرانو او قاچاقبرو سره ژمنی

د: درواغ

ذ: ټوله



۱۱ـ آیا تاسو د افغانستان د پرمختګ لپاره کوم پلان لری؟ [  ]   


         الف: نه

          ب:  نه

          ج:  نه    



۱۲ـ خپل لاسته راوړنی دلته ولیکی [ــــــــــــــــــــــــــــــــ] 



۱۳- که ځان د دویم ځل لپاره کاندیدوی ، په پارلمان کې د خپل تیری دوری لاسته راوړنی په نښه کړی.  [        ]


الف: د دوو موټرانو خاوند/خاونده شوم

ب: زوی می د درس لپاره بهر ته ولیږه

ج: په مکروریان/شیرچور یا بل ځای کې می ځانته کور رانیوه

د: د قوماندانانو او نورو کسانو سره ښه اشنا شوم

ذ: بهر ملکونو ته می سفرونه وکړه

ر: د خپل لمسی ژوند می لا هم تضمین کړ

س: ټوله



لاسلیک یا د ګوتی نشان     ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ    نیټه: ـــــــــــــــــــــــــــــــــ



 

 

  



نه امریکا، نه طالب، نه ټوپکسالار او جهادی!

دوشنبه 17 خرداد ماه سال 1389



امریکا

  ستا د درواغو اوښکی

  ستا مکاره خندا

                         زموږ خطا ایستل دی

                         بل څه نه دی

ستا د خپلواکۍ د هیلو تش شعارونه

ستا نه مړیدونکی حرص دی

                         زموږ د وینو تویول دی

                         بل څه نه دی

د آزادۍ په نوم ستا جګړ

                         زموږ د واک اخیستل دی

                         بل څه نه دی

 دا ستا د پیړیو لوبه

                       استثمارول دی

                       بل څه نه دی

طالب

زموږ ماشومان انتهاری روزل

                       زموږ بربادول دی

                       بل څه نه دی

د ښوونځیو سووځل

د زده کوونکو وژل

                       موږ پیړی پیړی پر ښا اچول دی

                       بل څه نه دی

ستا د جنت زیری

ستا د قربانۍ ډرامه

                       موږ په بیلابیلو نومونو اغوا کول دی

                       بل څه نه دی

ستا د الله و اکبر ناره

د چاودنی د دړز غږ 

                       ستا مغز پریول

                       ځان او د خپل نسل وژل دی

                       بل څه نه دی

ټوپکسالار او جهادی 

 ستا د جهاد جهاد ناری

                       د هیواد ورانول دی

                       بل څه نه دی

په بیګناه وینو ستا سره لاسونه

ستا د لاسه ټپی زړونه

                       ستا د تیرو کیسو بیانول دی

                       بل څه نه دی

ستا خبری

ستا کردار

                      د هیواد خرڅول دی 

                      بل څه نه دی

ستا ملاتړ

 او

په واک کې پایښت

                      د مظلوم د حق خوړل

                      د انصاف خفه کول دی

                      بل څه نه دی


نه امریکا، نه طالب، نه ټوپکسالار او جهادی!

                        مامون 

امریکایی میډیا

شنبه 1 خرداد ماه سال 1389

بډو خان د نیویارک په کوڅو کې چکر واهه. ګوری چې یو کوټه او وحشی سپی د کومی ماشومی انجلۍ پسی  دی. سپی پر انجلۍ حمله کړه. بډو خان ور منډه کړه او  د سپی سره په جګړه شو. په یوه غټ لرګی یې سپی پر سر وواهه او انجلۍ یې وژغورل.


له هاخوا د انجلۍ مور په منډه راغله او بډوخان ته یې وویل:

- ډیره مننه چې زما ماشوم دی وژغوری. په ریشتیا چې ته نامی یې. سبا به ټول اخبار او مجلی ستا په هکله خبری وکړی. د اخبارو عنواین به وی. ‍ْ د نیویارک یو بهادر اوسیدونکی د یوه ماشوم ځان له وحشی سپی څخه وژغوری! ْ


بډو خان ورته وویل:

- زه د نیو یارک اوسیدونکی نه یم.


د ماشومی مور وویل:

- ښه، نو بیا به په اخبار کې داسی ولیکل شی چې:  یو بهادر امریکایی د یوه ماشوم ځان له وحشی سپی څخه وژغوری! 


- زه امریکایی هم نه یم.


- نو، ته له کوم ځای یې؟


- زه د افغانستان یم.


په سبا یې بډو خان د اخبار عنوانونه وینی چې پکی لیکلی:

یوه بنسټ پاله افغان یو امرکایی سپی وواژه!

   1      2      3      4      5    >>